کندهار کې د ماشومانو لپاره وړیا کتابتونونه

کندهار کې یو ځوان د درې وړیا کتابتونونو په جوړولو سره توانیدلی چې دغلته د نجونو په ګډون زرګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره او هغوی کتاب لوستنې سره بلد کړي.

د فرداي روشن په نوم دا کتابتونونه کندهار ښار کې د احمد سجاد سروري په نوم د یوه ځوان له لوري جوړ شوي چې د دوو کلونو په موده کې يې د کندهار ښار د لېرې پرتو سیمو شاوخوا پنځه زره ماشومان د پښتو او فارسي ليک لوست سره بلد کړي دي.

سروري وايي، له ډېرو لږو امکاناتو څخه يې خپلې لومړنۍ هڅې پېل کړي او غواړي راتلونکي وختونو کې د کندهار سربېره په هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو کې هم له ليک او لوست څخه بې برخې ماشومانو ته په وړيا کتابتونونو کې د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د ده په وينا، پر دې توانېدلی چې یادو درې واړه کتابتونونو کې د ماشومانو لپاره څه باندې څلور زره جلده کتابونه چمتو کړي څو هغوی یې په وړیا توګه ولولي.

دغه کتابتونونو ته هره ورځ مازدیګر مهال له لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې نجونې او هلکان راځي او خپل د خوښې وړ کتابونه لولي.

کندهار ښار کې د فرادي روشن وړیا کتابتون چې ماشومان پکې خپل د خوښې کتابونه لولي

ښاغلي سروري وويل، ځکه يې د ماشومانو لپاره دا ګام اوچت کړی چې په خبره يې ماشومان په ښار کې نورو کتابتونونو ته د مطالعې او کتاب لوستلو لپاره نه شي تلای خو دلته له خپلو کورونو په يوازې ځان هم راتللای شي.

نموړی زیاتوي: «زموږ سره تر زرګونو زيات کوچنيان ثبت دي، دا کتابتون زموږ د خلکو لخوا جوړ شوی، موږ وغوښتل چې په ښار کې داسې يو څه وکړو چې هغه زموږ د نوي نسل لپاره ډېر مثبت تمام شي، زه په ښار کې نورو کتابتونونو ته هم تللی يم دا چې په نورو کتابتونو کې د کوچنيانو تګ راتګ فيصدي لږ ده نو دا يوازينی ځای د کوچيانو لپاره دی.» 

دا ځوان له نورو خلکو غواړي چې ټول خپل ماشومان ليک او لوست ته وهڅوي او په شته برخو کې يې په ګډه ستونزې ورسره حل کړي.

د کندهار دغه وړیا کتابتونونو ته هم نجونې او هم هلکان ورځي او کتابونه لولي

دغه راز دلته ځینې راغلې کوچنې نجونې له طالبانو غواړي ترڅو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي ترڅو هره افغانه ماشومه خپلو هېلو ته ورسېږي.

دې کتابتون ته راغلې صفينه له يوې خوا خپلو هيلو ته د رسيدو لپاره هڅې کوي خو بلخوا بيا نوموړې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو نجونې پرېږدې چې تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړي وکړي.

هغه چې غواړي په راتلونکي کې د نورو نجونو لپاره ښوونکې شي وايي، خپلو هېلو ته د رسېدو لپاره بايد تر دولسم ټولګي يا او تر هغه پورته زده کړې وکړي.

د دغو ماشومانو ترڅنګ د يوه دولتي ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکی حسين هم له يوه کال راهيسې دغلته راځي څو د ليک لوست ترڅنګ له پنده ډکې بېلابېلې کيسې ولولي.

حسين وویل: «په راتلونکي کې غواړم معلم شم او د هيواد ابادولو لپاره کار وکړم، موږ له حکومت څخه غواړو چې مکتبونه او مدرسې خلاصې وساتي.»

وړیا کتابتونونو کې هر ماشوم اجازه لري چې د خپلې خوښې وړ کتاب مطالعه کړي

نصار احمد هم له تېرو دوو مياشتو راهيسې دغه وړيا کتابتون ته د ليک او لوست زده‌کړې لپاره راځي خو نوموړی غواړي په راتلونکي کې ورڅخه ښوونکی جوړ شي ترڅو د هيواد بچيانو لپاره خدمت وکړي.

دی وايي: «زده‌کړه پر هر افغان هغه که نارينه وي او که ښځينه فرض ده، ګټه يې هم د ځان او هم د هیواد لپاره ده.ِ»

همدارنګه رنګه د حکمت الله په نوم ځوان وايي، له يوې مياشتې راهيسې دغه کتابتون ته راځې ترڅو دغلته د شته کتابونو څخه له پنده ډکې کيسې زده کړي.

هغه چې غواړي په راتلونکي کې انجينر شي زياتوي د يو انسان د ښه راتلونکي لپاره زده‌کړې خورا مهمې دي او هر ماشوم دې زده‌کړو ته وهڅول شي.

وړیا کتابتون کې په مطالعه بوخت ماشومان

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د پوهنې رياست مسوولين وایي، له دغه ډول کتابتونونو ملاتړ او د  هڅو ستاینه یې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پوهنې وزارت په کندهار ولایت کې د تعلیمي موسېساتو د محلي ټولګیو فعالیتونه بند کړي دي.

د نورو موسېساتو ترڅنګ یوازې یونیسف دغلته تر ۱۵۰۰ زیات محلي ټولګیو کې زرګونو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې وه چې دا مهال تړلي او ماشومان په لېرې پرتو سیمو کې له زده کړو بې برخې دي.