انځور: ایرانۍ رسنۍ

د سپاه پاسداران لوړپوړی قومندان: زموږ دښمنان غواړي چې له طالبانو سره پر پوله نښته په جګړه بدله کړي

اطلاعات روز: د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان اميرعلي حاجي‌زاده په نيمروز کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه ويلي، چې د دې تر شا د ايران د دښمنانو لاس دی چې غواړي جګړه را منځته کړي.

نوموړي پرون دوشنبه (۸ د غبرګولي) د ايران د علم او صنعت په نندارتون کې يو شمېر زدکړيالانو ته ويلي، چې د افغانستان پر پوله يوه پېښه شوې چې د ايراني سرحدي ځواکونو له لوري مديريت شوې او بايد لمن ورته ونه وهل شي.

حاجي‌زاده زياته کړې: «د دې قضيې تر شا زموږ دښمنان دي چې غواړي دا په يوه لويه موضوع او جګړه بدله کړي … خو داسې څه به پېښ نه شي.»

د سپاه پاسداران دې قومندان زياته کړې چې يو شمير کسان د افغانستان پر پوله خپلسرې نښتې کوي، خو مديريت شوې دي او د اندېښنې کومه خبره نشته.

د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي «ماککې» سيمه کې د دوشنبې په ورځ، د طالبانو او ايراني پوله ساتو تر منځ جګړه وشوه چې څو ساعته يې دوام درلود.

په دې جګړه کې يو طالب او يو ايرانی پوله ساتی ووژل شول. دواړه اړخونه يو او بل د جګړې په پېلولو تورنوي او په عين حال کې وايي، چې د جګړې غوښتونکي نه دي.