اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په کوز کونړ/ښېوې ولسوالۍ کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی شبیر احمد وایي، چې پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۸ د غبرګولي) د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند «بډیالۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، چې سیمه کې ناپيژانده وسله والو د جاوید عربخیل په نامه پر یوه کس ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
د هغه په خبره وژل شوي کس له چا سره شخصی دښمني نه درلوده او نه یې په خپله کومه دنده لرله، خو دوه وریرونه یې د تیر جمهوري نظام پرمهال دافغان ځانګړو ځواکونو سرتیري وو.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کوي او په اړه یې د پلټنو خبر ورکوي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول هدفي وژنو ولسي خلک اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې له طالب چارواکو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.