اطلاعات روز: د تېرو دوو ورځو راهیسې د سویل ختیځ زون په خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ کورونه یې هم نړولي دي.
د سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له مرستندویه موسېساتو او د طالبانو له اړونده ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
په خوست ولایت کې زیانمن خلک وايي، په تېرو دوو ورځو کې د پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له امله یې د کرنیزو ځمکو سربېره د استوګنې کورونه هم نړېدلي دي.
دوی ته دغه زیان تر ډېره د خوست په مرکز متون او ورڅېرمه ولسوالیو کې رسېدلی دی، زیانمن شوي خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره د سرپناه برخه کې بېړنۍ مرستې وکړي.
په همدې حال کې بیا په پکتیا او لوګر کې هم سېلابونو ځايي اوسېدونکي له مالي او ځاني تاوان سره مخ کړي، د لوګر ولایت په مرکز پل عالم اړوند بابوس او الوزیو سیمو کې د خلکو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او ګڼ کورونه یې له امله نړېدلي دي.
د دغه ولایت د بابوس سیمې یوه اوسېدونکي خانزاده اطلاعات روز ته وویل، چې د سېلابونو له امله د خلکو کورونه نړېدلي او په خبره یې چې اوس تر شنه اسمان لاندې په خورا سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.
هغه وایي: «دلته په بابوس کې هغه بل بېګاه او بېګا شپه سېلابونه راووتل، چې زمونږ د سیمې د ګڼو خلکو کورونه یې چپه کړل او یا یې هم د سیمې کرنیزې ځمکې له منځه یوړې، نو مونږ او دغه زیانمن شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري، هغه که د خېمو برخه کې وي او یا هم د خوراکي توکو.»
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي مسوولینو په خبره چې د دغه ولایت د والي مرستیال عنایت الله شجاع په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته تللی او له سېلاب ځپلو خلکو سره یې یوه اندازه لومړنۍ مرستې هم کړې دي.
بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي هم اوښتي زیانونه تاییدوي او وايي، زیانمن شویو خلکو ته یې د نړیوالو همکاره موسېساتو په همکارۍ زرګونه کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي رسولي او په خبره یې چې لاهم د دوی مرستې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د هیواد ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۲۴ کسان مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.