اطلاعات روز: رويټرز خبري اژانس د يوې باخبره سرچينې په وينا راپور ورکړی چې د قطر لومړي او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت الله آخوندزاده سره ليدلي او «پټې خبرې يې» ورسره کړې دي.
رويټرز په يوه راپور کې چې نن (چهارشنبه، ۱۰ د غبرګولي) خپور شوی ليکلي، چې په دې ليدنه کې د طالبانو او نړيوالې ټولنې تر منځ د جنجال د حل کولو په اړه خبرې شوې دي او دا ښيي چې طالبان د هغو لارو-چارو په اړه بحث کولو ته لېوالتيا لري چې د دې ډلې نړيواله انزوا ختمولای شي.
رويټرز د همدې باخبره سرچينې له خولې ليکلي، چې د امريکا دولت د دې خبرو-اترو پر مهال په جريان کې و او له طالبانو سره د خبرو د دوام په شمول پر ټولو موضوعاتو د همغږۍ را منځته کولو په حال کې دی.
رويټرز ليکلي، چې د قطر لومړي وزير د طالبانو له مشر سره «د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز پر ختمولو» هم بحث کړی دی.
يادې سرچينې له رويټرز سره د خپل هويت د پټ ساتلو په شرط خبرې کړي او ويلي يې دي چې دا غونډه «ډېره مثبته» وه او هبت الله آخوندزاده له نړيوالې ټولنې سره د خبرو-اترو دوام ته «ډېر لېوال» دی.
د رويټرز په وينا، د قطر لومړي وزير د طالبانو له مشر سره په افغانستان کې د بشري کړکېچ د ختمولو لپاره پر هڅو او له تروريزم سره د مبارزې په تړاو «د طالبانو د عملي هلو-ځلو پر دوام» خبرې کړې دي.
رويټرز ليکلي، چې سپينې ماڼۍ، د قطر د بهرنيو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده او طالبانو په دې اړه «سمدستي» ځواب نه دی ورکړی.
د قطر لومړي او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د جمعې په ورځ (۲۲ د غبرګولي) د افغانستان په سويل کې کندهار ښار ته سفر وکړ او د طالبانو له لومړي وزير محمد حسن آخوند سره يې مخامخ وليدل.
که د طالبانو له مشر سره د قطر د لومړي وزير ليدنه تاييد شي، نو دا به له يوه بهرني چارواکي سره د نوموړي لومړۍ ليدنه وي.
تر دې وړاندې د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو چارواکو کندهار ته سفر کړی دی، خو د طالبانو له مشر سره په ليدنه نه دي بريالي شوي.
هبت الله اخوندزاده د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کندهار کې مېشت دی او په عامه توګه نه راڅرګندېږي.
طالبانو د دې ډلې له چارواکو او مسوولينو سره د نوموړي د ليدنو هيڅ ډول انځور او ويډيو نه ده خپره کړې او ځينې وختونه يې ده ته منسوب ځينې غږيز کليپونه خپاره کړي دي.
د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو پر کار او زده کړو د بنديزونو، د ټول ګډونه حکومت د نه جوړولو او جدي بشري حقونو د سرغړونو له کبله له نړيوالې انزوا سره مخ دی او تر اوسه هيڅ هيواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.