ننګرهار کې یو کس خپل وراره په ډزو وژلی او د کورنۍ دوه نور غړي یې ټپیان کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یو کس د ډزو پرمهال د یوې میرمنې په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې یو اوسیدونکی نعمت الله وایي، چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۰ د غبرګولي) د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ اړوند د «اته ویشتمې» ویالې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې یو کس له خپل ورور سره د پېسو پر سر لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي، چې پرمهال یې خپل وراره په ډزو وژلی او ورور او خپله مور یې ټپيان کړي دي.

په شینوارو ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې برید کوونکی له سیمې تښتیدلی، خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې په کامې ولسوالۍ کې هم یوه کس خپل یو زوی په ډزو وژلی و او بل یې ټپي کړی وو.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او د بې روزګارۍ له کبله په لویه کچه د خلکو په رواني ناروغیو اخته کیدل بلل کیږي.