د کندهار پوهنتون محصلین د یو لړ ستونزو سر ټکوي

اطلاعات روز: کندهار پوهنتون کې چې د هیواد د بېلابېلا ولایتونو محصلین پر زده کړو بوخت دي شکایت کوي، چې لوړو کرایو، د لیلیې او پاکو نشتون یې پر زده کړو منفي اغیز کړی دی.

د پروان اوسیدونکی او کندهار پوهنتون کې د ټولو ولایتونو څخه د راغلو محصلینو نماینده فقیر محمد قاضي وایي، اوس مهال دغلته د ۳۱ ولایتونو محصلین پر زده کړو بوخت دي چې د لیلیې نشتون له کبله یې د خلکو شخصي ملکیتونه په لوړه بیه کرایه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دلته د محصلینو لپاره د هر اتاق کرايه له ۳ زرو څخه نيولې تر ۷ زره افغانيو پورې رسیږي، خو په وينا يې که د طالبانو حکومت د پوهنتون د لیلیې کارونه بشپړ کړي نو ستونزې به یې حل شي.

قاضي وویل: «زموږ غټ مشکل دغه دی چې زمونږ بدل اعاشې پر وخت نه راځي تقريباً درې مياشتې څلور مياشتې يې تېریږي بيا د هغه څخه وروسته موږ ته بدل اعاشه راځي.»

د پکتيا ولايت د محصلينو نماينده عبدالمنير بیا وایي، تردې وړاندې یې څو ځلې خپلې ټولې ستونزې له ځايې طالب مسوولينو سره شريکې کړي، خو په خبره یې چې بياهم ورته پاملرنه نه ده شوې.

دغه راز په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار ولايت د محصلینو نماينده عمران خان وایي، په دې پوهنتون کې ليليې شته خو د هغې د پرانستلو زمينه نه ده مساعده شوې.

د عمران خان په خبره، چې په کندهار پوهنتون کې د نورو ولایتونو محصلينو لپاره شپږ منزله لیلیه جوړه شوې، خو زیاتوي چې تراوسه چا ګټې اخیستنې ته نه ده سپارلې.

نموړی وایي، د شخصي کورونو کرایې لوړې او په مارکېټونو او پلازو کې ورته استوګن ځای نه ورکول کېږي چې هلته شپې او ورځې تېرې کړي.

دی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته دې رسیدګي وکړي.

ورته مهال د کندهار پوهنتون مسوولينو بیا وایي، د طالبانو له بيا واک ترلاسه کولو وروسته په ټول هيواد کې د انکشافي کارونو د درېدو له‌امله نه دي توانيدلي چې پوهنتون کې شته ليليې د ۳۰ سلنې پاتې کار له امله پرانيزي او محصلينو ته پکی ځای ورکړي.

د کندهار پوهنتون لپاره د طالبانو رییس اکرم شاه عاصم وایي، اوس مهال په کندهار پوهنتون کې د نورو ولايتونو محصلینو لپاره دوې ليليې لري چې يوه يې عمومي او بله يې د طب پوهنځي محصلينو لپاره ځانګړې شوې ده.

نموړی زیاتوي، که د یادې لیلیې نیمګړي کارونه بشپړ شي، نو له ۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰۰ محصلین به د لیلې څخه برخمن شي.

هغه کندهار پوهنتون کې د محصلینو هغه ادعاوې رد کړې چې مادي حقوق یا بدل اعاشه یې پر وخت نه ورکول کېږي.

عاصم وایي، د محصلینو مادي حقوق یوازې روانه میاشت د بودیجې د نه تصویب له امله ځنډیدلې او نور پر وخت ورکړل شوي دي.

دغه راز  په کندهار پوهنتون کې د جوړېدونکې ليليې ساختماني شرکت مسوولينو وایي، د طالبانو له بيا راتګ سره يې ټولې ساختماني چارې درېدلي او خپل ټول ساختماني سامان آلات يې له دې ځایه انتقال کړي دي.

هغوی وايي، د دغې ليليې جوړېدو پاتې پيسې هم تراوسه پورې نه دي ورکړل شوي او د نوي کار لپاره ورته هم پيسې نه دې ورکړل شوي.