د اسټراليا پوځ: امريکا موږ ته افغانستان کې د جنګي جناياتو د تورونو له کبله اخطار راکړی و

اطلاعات روز: د اسټراليا د پوځ لوی درستيز آنګوس کمپبل ويلي، چې امريکا د ۲۰۲۱ کال پر مهال اخطار ورکړی و چې په افغانستان کې د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو له لوري د زندانيانو او ملکي وګړو د وژنې ادعاوې ښايي د هغه قانون د پلي کېدلو لامل شي چې متحده ايالات له اسټراليا سره له مرستې کولو منع کوي.

کمپبل نن چهارشنبه (۱۰ د غبرګولي) يوې پارلماني کميټې ته ويلي، چې په کانبرا کې د متحده ايالاتو د نظامي آتشې له لوري ورته ليک لېږل شوی و او په هغه کې د متحده ايالاتو اندېښنه بيان شوې وه.

په ۲۰۲۱ کال کې د بريټون راپور په نوم څېړنو وښوده چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ظاهرا ۳۹ بې وسلې زندانيان او ملکي وګړي وژلي دي.

تر دې څېړنو وروسته اسټراليا ۱۹ اوسني او پخواني سرتېري تر قضايي تعقيب لاندې ونيول.

کمپبل ويلي، چې بريتون راپور د هغو ادعاوو په اړه چې متحده ايالات يې د بشري حقونو فاحش نقض ګڼي موثق اطلاعات لري او شونې ده چې له همدې وجې د «ليهي» په نوم د بشري حقونو ملاتړی قانون پلی شي.

ليهي قانون په هغو مواردو کې چې د بشري حقونو د فاحش نقض په اړه موثق معلومات موجود وي، د امريکا دولت له بودجې څخه له استفادې او يا هم بهرنيو امنيتي ځواکونو سره له مرستې کولو منع کوي.

د اطلاعاتي اسنادو له مخې د متحده ايالاتو دولت هغه وخت بيرته مرستې پېلولای شي چې دولت عدالت ته د تېروتو افرادو د سپارلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د يو شمير ځانګړو اسټرالوي پوځيانو په اړه د «جنګي جناياتو» يو لړ راپورونه خپاره شوي دي. د اسټراليا دفاع وزارت هم د يوه ځانګړي کميسيون له لارې دا راپورونه ارزوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته