انځور: استول شوی

زابل کې يو سړي خپل زوی په ډزو وژلی

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دغه ولایت به جلدک ولسوالۍ کې یوه سپین ږیري سړي خپل ۳۰ کلن زوی په ډزو وژلی دی.

زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، چې پیښه تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د غبرګولي) د جلدک ولسوالۍ په «کنډک شاهراه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، وژل شوی ۳۰ کلن ځوان علي محمد نومیده او خپل پلار سره یې د ځمکې پر سر د شخړې وروسته هغه په ډزو وژلی دی.

د جوهر په خبره، یاد سپین ږیري شپږ کاله وړاندې خپل ورور هم د ځمکې پر سر وژلی و چې بیا د تېر حکومت لخوا بندي او د طالبانو راتګ سره له زندانه خوشې شوی و.

هغه زیاته کړه چې د دوی پولیسو په قتل تورن سپین ږیری بیرته نیولی دی.

هیواد کې فقر، بې کاري او کورنۍ ستونزې د داسې پیښو اصلي لاملونه بلل کېږي.