اطلاعات روز: ننګرهار کې د کانال ریاست پر ځمکه د کرل شویو خټکیو کروندګر وایي، چې سږنیو طبیعي افتونو یې حاصلات زیانمن کړي او تراوسه یې خپل مصارف هم نه دي پوره کړي.
عزیزخان چې د کانال ریاست اړوند ۴۵ جریبه ځمکه یې په اجاره نیولې شکات کوي، چې سږنیو بارانونو، ږلۍ او نورو طبیعي افتونو یې پر یاده ځمکه کرل شوي غنم او د خټکیو حاصلات زیانمن کړي دي.
غزیزخان زیاتوي: «څه موده وړاندې سختې ږلۍ او باران زمونږ په ځمکو کې کرل شوي خټکي، هندوانې او غنم خراب کړل او دغه ځمکه چې مونږ په اجاره نیولې نو اجاره یې زیاته ده او همدومره کوو؛ چې خپله اجاره پوره کوي مونږ ته پکې مزدوري نه پاتې کیږي له حکومت غواړو اجارې کمې کړي.»
یو بل اجاره دار حاجي محمد صادق هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د کانال ریاست اړوند په شاوخوا څلویښت جریبه ځمکه کې یې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کړې خو په خبره یې اوس یې په کرلو پښیمانه دی.
د نوموړي په خبره تېرو کلونو کې به یې د کرل شویو خټکیو له پالیزونو څخه زیات حاصلات ترلاسه کول خو سږکال یې حاصلات کمرنګه دي.
هغه له کانال ریاست د ځمکو د اجارو د کموالي او اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو اړینو وسایلو غوښتنه هم کوي.
محمد صادق زیاته کړه: «ما له کانال ریاست څلویښت جریبه ځمکه په اجاره نیولې او سرمایه ګزاري مې پرې کړې ده، له حکومت غواړو چې یاد دې سږکال زمونږ اجارې معاف کړي او یا دې له مونږ سره په نورو برخو کې همکاري وکړي.»
بلخوا دننګرهار لپاره د طالبانو د کانال ریاست مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل وایي، چې سږکال یې په څلورګونو فارمونو کې په ۴۳۳۰جريبه ځمکه خټکي کرلي چې د طبیعي افتونو سره سره یې حاصلات د تیرو کلونو په پرتله زیات دي.
نوموړی دغه راز کروندګرو ته ډاډ ورکوي او وایي، چې د ځینو مرستندویه ادارو سره یې خبرې پېل کړي څو له اجاره کوونکو سره په اړینو برخو کې مرستې وکړي.
د کرنیزو چارو پوهان په دې باور دي چې ننګرهار د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا او اوبه لري او که ترې په سمه ګټه واخیستل شي نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.
