ننګرهار کې «ناپيژانده وسله والو» د تېرحکومت د محلي پولیسو یو قومندان وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې «ناپيژانده وسله والو» د تیرجمهوري نظام پرمهال د یادې ولسوالۍ د محلی پولیسو یو قومندان وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی نظرګل نن (شنبه، ۱۳ د غبرګولي) وویل، چې ناپيژانده وسله والو وړمه شپه (۱۱ د غبرګولي) د ګوشتې لپاره د تېرحکومت د سیمه ییزو پولیسو قومندان حمیدالله په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره د جمهوري حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو په رسیدو سره نوموړی پاکستان ته کډوال شوی و، خو په دې وروستیو کې د طالبانو د عمومی عفوې پر  اساس بیرته خپل کلي ته راستون شوی و.

بلخوا یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ادعا کوي، چې حمیدالله د تیر حکومت پرمهال د ولسي جرګې د پخواني غړي فریدون مومند د ملیشه ځواکونو قومندان و، چې وړمه شپه یې طالبان په کور حمله کړې او هغه یې وژلی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ولسي جرګې د پخواني غړي فریدون مومند سره هم خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه ناخبرې ښودلې او تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.