طالبانو هلمند کې د «اوشي» په نوم د طبیعي بوټي شيره په قراراداد ورکړې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د «اوشي»  په نوم د غرني بوټي شيره د اتو میاشتو لپاره په قرارداد ورکړې ده.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ راشد وايي، چې یاد بوټی د دې ولايت په غني، باغران، دېشو او کجکي ولسوالیو په غرونو کې په طبیعي ډول زرغونیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د یاد بوټي د شیرې قرارداد یوه خصوصي شرکت شرکت سره د ۸ لکه او ۵۰ زره افغانیو په ارزښت د اتو میاشتو لپاره لاسلیک کړی دی.

د راشد په وینا، وړاند د دغه بوټي شيره په غيرې مسلکي ډول د عامو وګړو خلکو لخوا راټولیدله او د دولت عواید ته یې ګټه نه رسیده.

د ده په خبره، چې دوی پلان لري چې په راتلونکي کلونو کې دغلته ټول هغه طبیعي بوټي په قرارداد ورکړي چې ارزښت لري.

د اوشي طبیعي بوټی چي شیره یې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوي لپاره په طبابت کي کارول کیږي په خپل سري توګه په غرنیو سیمو کې زرغونیږي.