ارزګان کې هغه کورنۍ چې په تېرو جګړو کې یې د خپلې کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي وايي، چې د سختو اقتصادي ستونزو له امله د کړاوونو ډک ژوند تیروي او کوم امتیاز چې د طالبانو سرپرست حکومت دوی ته ورکوي هیڅ ستونزه یې نشي هوارولی.
بخت بي بي هغه ارزګانۍ میرمن ده چې په تېرو جګړو کې یې څلور زامن قرباني شوي او اوس د څلورو کونډو ترڅنګ د ۴۰ یتیمانو سرپرستي ورپاتې ده.
دغه ميرمن وايي، له هغه وروسته چې زامن يې وژل شوي ژوند يې له ډيرو سختيو سره مل دی او نه پوهيږي چې څه ډول خپلو لمسیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
بخت بي بي زیاتوي، چې په سخت غربت کې شپې سبا کوي او د تېر یوه کال راهیسې ورسره هیچا مرسته نه ده کړې او اړه شوې چې د ډوډۍ موندلو په موخه خپل لمسیان ښار ته خیر غوښتلو پسې ولیږي.
دغې میرمن وویل: «تېر حکومت کې مې څلور زامن شهيدان شوي په هغه تېر حکومت کې راسره مرستې شوي بیا مرسته راسره نه ده شوې، کال يې پوره شو هيڅ مرسته يې راسره نه ده کړې کله چې موږ پوښتنه وکړه ویې ویل چې ستاسو نومونه نشته.»
يو شمير نور هغه کسان چې په تېرو جګړو کې یې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي ادعا کوي، چې اوسنی حکومت د هرې کورنۍ سره په میاشتني ډول دوه زره افغانۍ مرسته کوي چې بسنه یې نه کوي.
قدرت الله چې يو ورور یې په جګړه کې وژل شوی او دامهال یې د ميرمنې او اولادونو ساتنه دی کوي زياتوي چې د طالبانو دوه زره افغانۍ مرسته د دوی لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او غوښتنه کوي چې مرستې دې زیاتې کړي.
قدرت الله وويل: «زما خپل ورور په دې ورستيو کې شهيد شوی اولادونه يې زما د غاړې دي ۱۰ تنه دي دوی [طالبان] ۲۰۰۰ افغانۍ ماته راکوي په ۲۰۰۰ افغانۍ زه څه وکړم ۱۰ تنه کله په ۲۰۰۰ افغانیو ساتل کيږي.»
په دې ولایت کې فعالان بیا وايي، چې تر سياسي بدلون وروسته د ټول ولايت په کچه د عامو خلکو ژوند له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او هيڅ پاملرنه ورته نه کېږي.
د ټولنيزو چارو يو تن فعال نصيراحمد قدم وايي، چې هغه کورنۍ چې سرپرستان يې په تيرو جګړو کې وژل شوي دامهال د يو نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.
نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بې سرپرسته کورنیو اقتصادي ستونزو ته دې پاملرنه وکړي او د هغوی د ماشومانو روغتيايي اوښوونيزې ستونزې دې حل کړي.
قدم زیاتوي چې په دې ولايت کې زيات شمير هغه ښځې او ماشومان چې دامهال بي سرپرسته دي يا شاقه کارونه کوي او يا یې هم د سړکونو پر سر خیرات غوښتلو ته مخه کړې.
د بي سرپرسته او په تېرو جګړو کې د وژل شوو کورنيو ستونزې مو په دې ولايت کې د طالبانو له ولايتي مسوولينو سره شريکې کړې.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د شهيدانو او معلولينو رياست رییس عتيق الله منظور وايي، چې د بي سرپرسته کورنیو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې او همدا راز د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو څخه غواړي چي له دوی سره د قرباني شوو کورنیو په لاسنیوي کې مرسته وکړي.
نوموړي وویل: «موږ د هر يتيم پر سر باندې ۲۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړي هغه که د تېر حکومت یتیم وي او که ملکي کس وي خو موږ هره کس ته اوس مهال ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوو چې بي سرپرسته پاتې وي.»
د دې ترڅنګ پر نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو هم خلک نیوکه کوي چي په دغه ولایت کې راغلې بشري مرستې تر ډیره پر اړمنو نه ویشل کېږي او هغو کسانو ته يې ورکوي چې واسطه لري.