انځور: استول شوی

بدخشان کې ځانمرګی بريد: د طالبانو مرستيال والي ووژل شو

اطلاعات روز: په بدخشان کې د طالبانو مرستيال والي او د دې ولايت لپاره د طالبانو سرپرست نثار احمد احمدي د یوه بل کس سره په فيض اباد ښار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معز الدين احمدي وویل، چې دا بريد نن (سې‌شنبه، ۱۶ د غبرګولي) سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې د فيض آباد په نوي ښار کې شوی دی.

د ده په ​​وينا، يوه ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله د بدخشان ولايت د مرستيال والي او سرپرست نثار احمد احمدي موټر په نښه کړى دی.

د ده په وينا، په دې چاودنه کې د نثار احمد احمدي په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

وړاندې هم ځينو سرچينو تاييد کړې وه چې په دې چاودنه کې د طالبانو مرستيال والي وژل شوی دی.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د تېر لمريز کال په وروستيو کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنيې قومندان عبدالحق ابو عمر په يوه موټر بم چاودنه کې وژل شوی و چې پړه يې داعش ډلې منلې وه.