کندهار کې د درمل جوړونې یوه ستره فابریکه پرانستل شوه

اطلاعات روز: کندهار کې د ۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د «سنو فارما» په نوم د درمل جوړونې يوه معیاري او ستره فابریکه پرانستل شوه.

د سنو فارما ریيس محمد سعيد صديق وایي، د دې فابریکې بنسټ په ۲۰۱۶م کال کې د ۷۱ تنو افغان پانګوالو لخوا ايښودل شوی او ۵۰ ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

نوموړي تېره شپه (دوشنبه، ۱۵ د غبرګولی) د دغې فابریکې د پرانستې پرمهال وويل، چې د خپلو توليد شويو درملو لپاره يې په ټول هيواد کې معلومداره قيمتونه ټاکلي ترڅو د هرې سيمې خلکو ته ارزانه تمام شي.

ده وویل، دا فابریکه په یو شفت یعنې اتو ساعتونو کې ۵ میلیونه او ۶ لکه ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او له ۶۰ زرو څخه تر ۹۰ زره بوتله پورې شربت جوړوي.

د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د درملو او خوړو ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وویل، چې اوس مهال په ټول هيواد کې شپږ دغه ډول د درمل جوړونې کمپنۍ فعاليت لري او شاوخوا ۲۵ سلنه يې هيواد کې دننه د درملو اړتيا پوره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، هرکال ناروغ افغانان ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالر په بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو کې د خپلې درملنې لپاره له افغانستانه باسي او هلته پرې درملنه کوي. دی وایي که هيواد کې داخلي درمل کيفيت پیدا کړې نو لسګونه ميليونه ډالر به سپما شي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې فابریکې جوړیدل د افغان ولس په خیر وګڼل او ویې ویل چې په دې سره به افغانان معیاري درملو ته لاسرسی ولري او د ګاونډیو هیوادونو له احتیاج به خلاص شي.

یاده دې وي چې دا مهال په دې فابریکه کې شاوخوا ۶۰۰ کسان په بېلابېلو دندو بوخت دي او د سنوفارما د مسوولینو په وینا چې په راتلونکي کې به یاد شمیر له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې ورسیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه