اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ادعا کړې چې امريکا په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو ملاتړ کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په ويبپاڼه کې له خپرې شوې اعلاميې سره سم، لاوروف دا څرګندونې پرون (دوشنبه، ۱۵ د غبرکولي) په تاجکستان کې د يوې نظامي اډې د کتنې پر مهال کړې دي.
د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، نوموړي لومړی په تاجکستان کې د متحده ايالاتو د سفير مانويل ميکالر څرګندونو ته اشاره کړې ده. هغه ويلي و چې واشنګټن د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ نه کوي او له ټولو اړخونو غواړي چې خبرې وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په ډيپلوماټيکه ژبه داسيږې څرګندونو ته «دروغجنې خبرې» ويل کېږي.
ده زياته کړې: «په ښکاره ليدل شوي چې متحده ايالات په افغانستان کې د داعش، القاعدې او ورسره نورو تړلو ډلو ملاتړ کوي. موخه د نورو مواردو په څېر ډېره ساده ده لکه د تېري لسيزې په پای کې د قفقاز په څېر موخه داده چې د افغانستان ارامېدو ته اجازه ورنه کړل شي.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې چې په افغانستان کې بې ثباته کوونکي عوامل د امريکا په ګټه دي.
ده زياته کړې چې ګاونډيو هيوادونو ته د امريکايي زيربناوو د بيا راستنونې په اړه د امريکايانو فکر تصادفي نه دی.
امريکايي چارواکو تر اوسه د لاوروف دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
ټاکل شوې چې دا لوړپوړی روسی ډيپلوماټ په تاجيږکستان کې له خپل سيال سره د افغانستان د وضعيت په اړه بحث وکړي.