د پکتیکا اوسیدونکي: طالبان نه دي توانیدلي چې د ځنګلونو د غوڅولو مخه ونیسي

پکتيکا د سويل ختيځ زون له پراخه مساحت لرونکو او په طبیعي ځنګلونو پوښل شوی ولايت دی.

د دغه ولايت په ډیری ولسواليو کې غرونه د نښترو، جلغوزيو او څېړيو په ونو پوښل شوي چې هره ورځ ورڅخه کافي عوايد هم تر لاسه کيږي. د دغه ولايت د ځينو سيمو اوسېدونکي وايي، لاهم په غرونو کې د ځنګلونو د بې رحمانه پرې کولو برخه کې اوسنی واکمن حکومت نه دی توانېدلی چې د ناقانونه غوڅولو مخه يې ونيسي، خو د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د ځنګلونو او شنو ونو پرې کولو مخنيوي لپاره يې د شنې قطعې په نوم يو ځواک ګمارلی دی.

شکين، زيړوک، وړممۍ، برمل او ځينې نورې د پکتيکا هغه ولسوالۍ بلل کيږي، چې غرونه يې په پریمانه ډول طبیعي ونې لري او د سيمې ځايي خلک يې له جلغوزيو ونو په کلني ډول د پام وړ عوايد لاسته راوړي، خو د دغو ولسواليو اوسېدونکي بيا اندېښمن دي چې غرونو کې لاهم په ناقانونه توګه شنې ونې وهل کيږي او يوه برخه يې ګاونډي پاکستان ته قاچاقېږي.

د پکتيکا ولايت د زيړوک ولسوالۍ اړوند بخملي کلي يو اوسېدونکي حاجي رییس وویل، چې ولسوالۍ یې غرنۍ ده او غرونه یې په شنو ځنګلونو پوښل شوي دي، خو په خبره یې چې له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ساحو کې دغه ځنګلونو د خرڅلاو او سون په موخه په بې رحمانه ډول پرې کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو په راتګ یې په لومړیو کې د مخنیوي ځینې هڅې وشوې، خو د ده په په وینا چې اوس یو ځل بیا په پټه د سیمې د اوسېدونکو له خوا پرې کیږي.

رییس غوښتنه وکړه، چې د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره دې د نمایشي اقدام پر ځای عملي هڅې وشي.

هغه وویل: «زمونږ د زیړوک ولسوالۍ په ایمرو، زېړ، بخملي، سرې میدان او منځکې غرونه په شنو ځنګلونو پوښل شوي دي، خو له جمهوریت راهیسې پکې د غرونو او په نورو ځایونو کې طبیعي ونې د خلکو له خوا پرې کیږي، چې ځینې یې د خرڅلاو لپاره دا کار کوي او ځینې نور خلک بیا د سون لپاره په غرونو کې د څېړیو ونې وهي.»

دا د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په غرونو کې هغه ځنګلونه دي چې یوه برخه یې خلکو پرې کړې ده. انځور: خواله رسنۍ

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي له دې اقدام خوښ دي چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره طالبانو د شنې قطعې په نوم یو وسله وال ګروپ جوړ کړی، خو دوی وايي که د دې قعطې شمېر زیات نه شي او یا قومي تړونونه ترسره نه شي، نو د تېر په څېر به په دوامداره ډول د ونو پرې کول دوام وکړي.

د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، چې د پکتیکا ولایت د ډیری غرونو شنې ونې له پرې کولو وروسته په داخل کې په مصرف رسیږي، بلکې یوه اندازه یې په ناقانونه ډول پاکستان ته هم اړول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د شنو ونو د پرې کولو مخنیوي لپاره په ځینو ولسوالیو کې قومي تړونونه شوي چې ښه نتیجه یې ورکړې او دی یې په پاتې ولسوالیو کې هم د عملي کېدو غوښتنه کوي.

هغه د ټیلیفون له لارې داسې وویل: «د پکتیکا ډېرې ولسوالۍ غرنۍ دي او بیا په شنو ونو پوښل شوي، ارګون کې د جلغوزیو ونې ډېرې زیاتې دي او بله خبره دا ده چې زمونږ د ارګون لویه برخه اوسېدونکي د جلغوزویو کاروبار کوي، خو تر څنګ یې د همدې وچې مېوې ځینې ونې هم پرې کوي او بیا پرې خپل کورونه ګرموي.»

شنه ونه چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مهم رول لوبوي، خو د عامه پوهاوي د کموالي له امله ډېر شمېر خلک د خپلو شخصي ګټو پر ځای د ونو په پرې کولو لګیا دي او دا د عایداتو ښه سرچینه یادوي.

د پکتیکا پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له پوهنځي یو تن فارغ نسیم الله چې د مرکز ښرنې اوسېدونکی دی، اطلاعات روز ته د ځنګل وهلو د مخنیوي په اړه د قومي مخورو رول مهم وباله.

هغه وویل، که په غرونو کې د طبیعي ونو بې رحمانه کټ کول همداسې دوام ولري، نو نه یوازې د هیواد شنه غرونه به په خړه ساحه بدل شي، بلکې ور سره به په هوا هم منفي اغېز وکړي.

نسیم الله زیاته کړه: «ځنګل د هوا په پاک ساتنې برخه کې خورا مهم رول لري او یوه ونه د څو انسانانو د تنفس مواد برابروي، نو که پکتیکا یا کوم بل ولایت کې زمونږ غرونه و نه ساتل شي او ونې پکې همداسې په بې رحمانه ډول پرې شي، هم د سیمې ښکلا ورسره له منځه ځي او بله خبره دا ده چې هوا یې له کبله خرابیږي.»

په ارګون ولسوالۍ کې د نښترو ونې. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د شنو ونو په ناقانونه پرې کولو برخه کې یې د پام وړ اقدامات ترسره کړي او دې برخه کې د خپل مشر د فرمان عملي کېدو خبر هم ورکوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د شنو ونو پرې کولو موضوع نه ردوي او وايي، په دې تړاو یې ګڼ کسان نیولي هم دي، خو زیاتوي چې د دې مخنیوي لپاره یې د شنې قطعې په نوم خاص وسله واله قطعه جوړه کړې او دا قطعه په ځنیو ولسوالیو کې له شنو سیمو او غرونو ساتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ځنګلونو د قطع کولو مخنیوي لپاره په ځنیو ولسوالیو کې قومي تړونونه هم لري او هغه کسان چې شنې ونې پرې کوي د دوی له ځانګړې شوې قطعې سره اړیکه نیسي.

هغه وايي: «مونږ د شنې قطعې په نوم یوه قطعه لرو، د هغوی یوازې مسوولیت د شنو ساحو ساتنه ده او بله خبره دا ده چې مونږ د خپل مشر فرمان عملي کېدو ته ژمن یو او د پکتیکا په ځینو ولسوالیو کې لکه په نکه، ګیان، برمل، سروبي، سروضه او ځنیو نورو سیمو کې او د هغوی ولسوالیو له مشرانو سره وخت ناوخت ناستې هم کوو.»

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ څه موده وړاندې په شکین ولسوالۍ کې د شنو ونو د پرې کولو پر مهال درې کسان نیولي وو. انځور: خواله رسنۍ

فاروقي د دې سربېره د ځنګلونو د نه پرې کولو برخه کې د عامه پوهاوي برخه کې هم د هڅو یادونه کوي.

نوموړی وايي، د دې لپاره یې په مرکز او ځنیو ولسوالیو کې دیني علماء او مشران هم ټاکلي او ځايي خلکو ته د شنو ونو د نه پرې کولو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

فاروقي وویل: «مونږ د عامه پوهاوي لپاره هم هڅې نه دي سپمولې او دې برخه کې مونږ دیني عالمان او قومي مشران ټاکلي هغوی هلته په خپلو سیمو کې هفته وارې ناستې کوي او خلکو ته وايي چې تاسو به ځنګلونه نه پرې کوئ.»

پکتیکا د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو هغه ولایت دی چې ۱۳ ولسوالۍ یې غرنۍ او غرونه یې په بېلابېلو طبیعي ځنګلونو پوښل شوي دي.