ارزګان کې د طالبانو له لوري راټول شوي سوالګر د دایمي مرستو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته یې د تېرو دوو میاشتو په موده کې ۱۰۰ تنه سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې مستحق کسان مرستندویه بنسټونو ته ورپیژندل شوي دي.

خو مستحقې کورنۍ بیا غوښتنه کوي چې طالبان دې له دوی سره دایمي مرستې وکړي ترڅو بیا ځلي سوال کولو ته اړې نه شي.

څلویښت کلنې ملکې پخوا د خپلو ۵ اولادونو د ساتنې په لپاره د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې سوال کاوه، اوس د طالبانو د سوالګرو کمیټې له لورې ثبت شوې او میاشتنۍ مرسته ترلاسه کوي.

نوموړې که څه هم د ترلاسه شویو مرستو خوشاله ده، خو زیاتوي که یادې مرستې ورسره په دایمي ډول ترسره نه شي بیرته به سوال کولو ته اړه شي.

بلخوا د ارزګان خلک وایي، چې دامهال په دې ولایت کې سوالګر نه لیدل کېږي او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې د ټولو شویو هغو سره دایمي مرستې ترسره کړي.

د ارزګان یوه اوسیدونکي صديق الله په دې اړه داسې وویل: «په سلګونه کسان سوالګر راتلل ځينې کسان داسې وو، چې مستحق هم نه وو خو سوال به يې کولو اوس چې دغه کسان راټول شوي هغه چې مرستو ته اړتيا لري باید ورسره مرستې وشي او هغه کسان چې کار کولای شي باید ورته د کار زمينه برابره کړي.»

دغه راز ارزګان کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست يو تن استازی نورالله بیا وایي، چې د يوه کډ کميسون په مرسته يې د ترینکوټ ښار څخه ۱۰۰ تنه سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې ۶۷ کسان مستحق پيژندل شوي دي.

نوموړی ژمنه کوي چې دوی به د مستحقو کورنیو سره په دایمي ډول مرستې ترسره کړي ترڅو ښار کې بیا ځلي خیر غوښتلو اړې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد د طالبانو تر واکمنېدو او د بهرنيو مرستو تر قطع کېدو وروسته پاشل شوی او یو شمیر بې سرپرسته کورنیو په ښارونو کې سوال کولو ته مخه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته