WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان په پنجشېر کې د جنګي جنايتونو مرتکب شوي

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې طالبان په پنجشېر کې د ملکي وګړو د ډلييز مجازات او له قضا پرته د جنګي بنديانو په اعدامولو د جنګي جنایتونو مرتکب شوي دي.

دا راپور نن (پنج‌شنبه، ۱۸ د غبرګولي) «ستاسو زامن په غرونو کې دي» تر سرلیک لاندې خپور شوی دی.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په دې راپور کې يې د طالبانو په وسيله د ملکي وګړو ډلييز مجازات، له قضا پرته اعدامونو، شکنجې او د خپلسرو ډلييزو نيونو په ګډون د بشري حقونو جدي نقض مستند کړي دي. د دې راپور سرچينې يو لړ ويډيوګانې او انځورونه او په پنجشير کې له ۲۹ کسانو سره مرکې دي.

طالبان په پنجشېر کې له وسله وال مقاومت سره مخ دي، په داسې حال کې چې د ځان پر خلاف د هر ډول وسله وال مخالفت شتون ردوي.

په پنجشېر کې د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشري د «مقاومت جبهې» په نوم نظامي خوځښت فعاليت کوي. د دې جبهې غړي تر ډېره حده د پخواني حکومت نظاميان دي.

طالبانو په تېرو څه کم دوو کلونو کې بيا – بيا د «مقاومت جبهې» د ځپلو لپاره پنجشېر ته ځواکونه لېږلي او عمليات يې کړي دي. د تېر کال د دوبي پر مهال پنجشېر د طالبانو او «مقاومت جبهې» تر منځ د خونړۍ جګړې شاهد و او ويل کېږي چې دواړو اړخونو ته پکې درانه تلفات اوښتي دي.

پر طالبانو تور پورې کېږي چې په پنجشېر کې يې بنديان وژلي، ملکي وګړي يې نيولي، شکنجه کړي او قتل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار ويلي، چې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د جنګي جناياتو لړليک او د نورو نړيوالو بشري حقونو د نقض موارد پراخ دي.

دې زياته کړې، چې له «مقاومت جبهې» سره د تړاو په شک د ملکي وګړو په نښه کولو لپاره د طالبانو ظالمانه تکتيک پراخ وحشت را پيدا کړی دی.

د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي ويلي: «په زرګونو کسان د طالبانو د دوامدار ظلم او ستم له کبله چې په ښکاره يې موخه وېره اچول او مجازات کول دي، غرقېږي. په پنجشېر کې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو په نښه کول بايد سمدستي ودرول شي.»

غير قانوني ډلييز اعدامونه

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو له لوري د «مقاومت جبهې» د جنګيالیو د ډلييزې غير قانوني وژنې ګڼې پېښي مستندې کړې دي.

په يوه پېښه کې لږ تر لږه شپږ يا هم احتمالاً نهه کسان، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر مهال په هزاره دره کې اعدام شوي. دا سيمه د درې ولسوالۍ د پوچاوه کلي يوه برخه ده.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې دې سازمان پنځه ويډيوګانې چې د اعدام د بهير ځينې برخې انځوروي، تحليل کړي او تاييد کړي دي.

په لومړۍ ويډيو کې د طالبانو غړي ليدل کېږي چې شپږ کسان چې لاسونه يې تر شا تړل شوي، يوې غونډۍ ته بيايي.

د بښنې نړيوال سازمان له راپور سره سم، مرکه کوونکو ټول شپږ تنه د «مقاومت جبهې» بنديان ګڼلي او د هغوی نومونه يې محمد دين، اسحاق، دانيار، مديراحمد، اميرحاتم او محمديار ښودلي دي.

په نورو ويډيوګانو کې د نيول شويو کسانو سترګې تړل شوي او د طالبانو وسله وال غړي د دوی تر شا ولاړ دي.

په دې ويډيوګانو کې ښودل کېږي چې د طالبانو لږ تر لږه پنځه وسله وال غړي په ۱۹ ثانيو کې په خپلو وسلو پر هغوی ډزې کوي او پنځه کسه ترې وژني.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د لمر جهت او په ويډيوګانو کې شته سيوري ښيي چې دا وژنې ښايي د لمر تر راختلو وروسته سهار مهال شاوخوا د ۵:۳۰ بجو پر مهال شوي وي.

په داسې حال کې چې د ويډيو پر مهال پنځه کسان په ډزو کې وژل کېږي، خو يوه شاهد د بښنې نړيوال سازمان ته ويلي، چې په ټوله کې نهه نفر د دې ډلييز اعدام پر مهال وژل شوي دي. شاهدانو نور درې قربانيان فيروز، تراباز او شاه فيصل ښودلي دي.

انځور:  amnesty.org

د ملکي وګړو شکجه کول

د بښنې د نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د شکنجه کولو لږ تر لږه درې پېښې يې مستندې کړې دي.

د راپور په وينا، د درې ولسوالۍ دوه نفره (نورمحمد و غلام‌ایشان) د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې پر مهال په رخه ولسوالۍ کې چې په خپلو رمو پسې و، شکنجه شوي دي.

درېيم کس عبدالمنير اميني د ۲۰۲۲ کال د جون په مياشت کې د پنجشېر په مرکز بازارک کې نيول شوی او شکنجه شوی دی. درې واړه سړي بزګران او مالداران وو.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د ټپونو شننه او تحليل او د يوه رنځپوه طبيب مشوره ښيي چې پر دریو سرو جسدونو د شکنجې پراخې نښې شته دي او په دې کې يو ژور ټپ هم و چې ښايي د وهلو او ټکولو له امله به را پيدا شوی وي.

د ملکي وګړو نيول

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې طالبانو په پنجشېر کې ملکي وګړي او په عمر لوی هلکان له «مقاومت جبهې» سره د ارتباط او د دې جبهې له جنګياليو سره د تړاو درلودلو په تور په پرلپسې توګه نيولي او زنداني کړي دي؛ په دې لړ کې يو ځل ۲۰۰ نفره پر يوه مهال نيول شوي دي.

د راپور په وينا، دا نيونې د ۲۰۲۲ کال له می تر اګست مياشتې پر مهال تر ډېره حده په دره، آبشار او جنج ولسواليو کې شوې دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د جنګياليو د تسليمېدو لپاره د هغوی د کورنۍ غړو نيول او د يرغملو په توګه يې ساتل، جنګي جنايت ګڼل کېږي.

د بښنې د نړيوال سازمان په وينا، نيول شوي کسان په ساعتونو او مياشتو د طالبانو په زندان کې ساتل شوي دي.

د درې ولسوالۍ يوه کس ويلي، چې طالبانو يې پلار د ۲۰۲۲ کال په جون مياشت کې ونيوه، تر څو يې وروڼه چې له «مقاومت جبهې» سره په اړیکه تورن و، پيدا کړي.

دې کس د بښنې نړيوال سازمان ته ويلي: «[طالبانو] مې پلار د ماسپښين تر يوې بجې پورې وړی و … دی يې مسجد ته يووړ، هلته يې د ده تړلې سترګې خلاصې کړې … بیا يې ترې پلټنې پېل کړې چې زامن دي چيرته دي؟ دوی ويل ستاسو زامن په غره کې دي.»

انځور:  amnesty.org

د ځواب ويلو د يوه مکانيزم د جوړولو غوښتنه

د بښنې نړيوال سازمان په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان وګړو ته د ۲۰۲۱ تر اګست وړاندې او وروسته د جناياتو او بشري حقونو د نقض په اړه ډېر کم ځواب ورکړل شوی دی.

د دې سازمان په وينا، د ځواب ورکولو لپاره د معتبرې داخلي زيربنا نشتون ښيي چې د جناياتو شواهد له منځه ځي.

د بښنې د نړيوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار ويلي، چې د ځواب ويلو لپاره د يوه نړيوال ميکانيزم جوړول اړين دي.

دې ويلي: «کوم کسان چې په پنجشېر کې له غميزو سره مخ شوي او په افغانستان کې د طالبانو د جناياتو ټول قربانيان له مجازاتو د معافيت او د عدالت، حقيقت او غرامت لپاره د يوې څرګندې لارې مستحقين دي.»

اګنس کالامر ټينګار کړی چې د ځواب ويلو د يوه داسې نړيوال خپلواک ميکانيزم جوړول ضروري دي چې د ټولو تورنو کسانو د ځواب ويلو په موخه شواهد راټول او خوند کړي.