د بدخشان په يوه جومات کې چاودنه؛ سرچينې: د طالبانو د يوه قومندان په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي

اطلاعات روز: په بدخشان کې سرچينې وايي، چې د بدخشان د مرکز فيض آباد په نننۍ (پنج شنبه، ۱۸ د غبرګولي) چاودنه کې د طالبانو د یوه لوړپوړي قومندان صفی الله صميم په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زيات نور ټپیان دي. د طالبانو مسوولينو تر اوسه دا شميرې نه دي تاييد کړي.

د سرچينو په وينا، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم زيات شي.

دا چاودنه نن تر غرمې وړاندې د فيض اباد ښار د لومړۍ ناحيې په نبوي نومي جومات کې شوې ده.

په دې مسجد کې د بدخشان لپاره د طالبانو د پخواني والي نثار احمد احمدي لپاره د فاتحې مراسم نيول شوي و. نوموړی دوې ورځې وړاندې په يوه موټربم چاودنه کې ووژل شو.

د بدخشان ولايت په ولايتي روغتون کې يوه سرچينه وايي، چې په دې چاودنه کې ملکي وګړو او طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د يوې امنيتي سرچينې په شمول لږ تر لږه دوې سرچينې مني چې د بغلان لپاره د طالبانو پخوانی امنيې قومندان صفی الله صميم هم وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا، پخوانی جهادي قومندان عبدالبصير خالد او ورور يې او د بدخشان يو قومي مخور حاجي اکرم هم په نننۍ چاودنه کې وژل شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس معز الدين احمدي چاودنه او اوښتې مرګ ژوبله مني، خو دقيقه شمېره نه ښيي.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

د بدخشان په مرکز کې دوې ورځې وړاندې يوې چاودنې د طالبانو مرستيال والي او يو بل کس ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل. دا يو ځانمرګی بريد و چې پړه يې داعش ډلې ومنله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه