AP

بلینکن: د داعش پر وړاندې جګړه پای ته نه ده رسیدلې او افغانستان باید د ترهګرو په پټنځای بدل نشي

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ویلي، چې د اسلامي دولت د جنګياليو پر وړاندې «لا هم جګړه پای ته نه ده رسيدلې» او باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای نه بدلیږي.

نوموړي دا څرګندونې نن (پنج شنبه، ۱۸ د غبرګولي) د سعودي په پلازمېنه رياض کې د داعش د ماتولو لپاره د ۸۰ غړو نړيوالې اتحاديې ته کړې دي. هغه ویلي چې دا ډله په عراق او سوريه کې ماته شوې، مشران يې وژل شوي او د لويو بريدونو د کولو مخه يې نيول شوې ده.

د امریکا غږ د انګلیسي څانګې د راپور له مخې بلینکن د افريقا په ساحل سيمه او افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پر ملګرو ډلو هم بحث کړی دی. ده ويلي چې د را پيدا کېدونکو خطراتو په اړه بايد ځان خبر وساتو او بايد ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي.

نوموړي همدا راز ټينګار کړی چې د اسلامي دولت ډلې د ختمولو لپاره بايد پر ګڼو برخو تمرکز وشي.

ده په عراق او سوريه کې له هغو سيمو سره د ۶۰۰ ميليونه ډالرو مرسته هم اعلان کړه چې اسلامي دولت ډله پکې ځان ته جنګيالي استخداموي.

دا غونډه چې د سعودي عرب په کوربتوب کېږي، د سعودي د بهرنيو چارو وزير ورته په وينا کې ويلي، چې په دې اړه د ځينو هيوادونو رامخته کېدل او اقدامات يې د ستاينې وړ دي. ده ويلي چې د اقدام نه کول «د منلو وړ نه دي»، د ده په وينا د اتحاديې د غړيتوب مطلب دادی «چې تاسو بايد مسووليت واخلئ.»