اطلاعات روز: د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې ناروغان شکایت کوي چې ياد روغتون سره د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) د مرستو ځنډیدو وروسته دوی درمل د شخصي درملتونونو څخه رانیسي.
ویل کېږي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې تر دې وړاندې د میرویس حوزوي روغتون سره د ډاکټرانو د معاشاتو او درملو برخه کې مرسته کوله خو دغه خدمات له یوې میاشتې راهیسې د مالي ستونزو له کبله ځنډیدلي دي.
عزت الله چې په یوه ترافیکي پیښه کې ژوبل شوی اطلاعات روز ته وویل، چې میرویس روغتون کې ورته ډاکټرانو نسخه ورکړې ترڅو د خپلې درملنې لپاره درمل او د پانسمان کیټونه له شخصي درملتونه راوړي.
دی وایي، له یوې خوا یې اقتصاد خراب دی او له بلې خوا د طالبانو د نه پاملرنې له کبله شخصي درملتونونه درمل ګران پلوري او نه شي کولای چې خپله پوره درملنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «ډاکټرانو او نرسانو ويل موږ ته اوس ICRC دوا نه راکوي او په شفاخانه کې مفته دوا خلاصه شوې.»
همدارنګه یاد روغتون کې د يوه ناروغ پايواز مسعود احمد اطلاعات روز سره په خبرو کې له ورته ستونزې شکایت وکړ او ویې ویل، چې خپل ناروغ ته درمل او نور اړین توکي له بیرون بازاره راوړي.
مسعود احمد وویل: «پخوا د روغتون لخوا عاجلو ناروغانو ته دوا ورکول کېده، اوس ډاکټران د يوه سورنج لپاره موږ بازار ته استوي، په ټول روغتون کې يو کنول او پيچکاري نشته، دوا خو لا پرېږده، ډاکټرانو موږ ته ويل اوس آی سي آر سي موږ ته درمل او معاشات نه راکوي موږ خو خپل د جېبه پيسې نه شو مصرف کولائ.»
د میرویس روغتون ناروغان او د کندهار خلک د سره صليب نړيوالې کمېټې په ګډون له طالبانو او نورو نړيوالو روغتيايي موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو له ميرويس حوزوي روغتون سره د درملو او طبي امکاناتو په برخه کې همکارۍ وکړي.
ورته مهال بیا د ميرويس حوزوي روغتون ډاکتران وایي، چې د روغتون د ادارې لخوا ورته امر شوی چې د درملو کمښت له کبله دې ټولو ناروغانو ته نسخې ولیکي ترڅو هغوی یې په شخصي درملتون کې وپیري.
ياد ډاکټران وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې لخوا د درملو بنديدو له امله د دې روغتون د عاجلې څانګې نه بغير نور د روغتون په زياتو وارډونو کې ساده درمل او طبي توکي هم شتون نه لري.
همدا راز د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست لپاره د طالبانو یوه مسوول د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ته د دغې موضوع د تایید ترڅنګ وویل، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې د مرستو له قطعه کېدو وروسته دغلته روغتيايي سيستم له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
دغه مسوول وویل: «هو د درملو سخت مشکل شته ICRC خپل درمل بند کړي، موږ دا موضوع ورسره شريکه کړې خو د ICRC مشران وايي، د مالي بحران سره مخ يو نور درمل نه شو درکولای.»
سرچینې زیاته کړه، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) د مسوولینو له لوري ورته خبرداری ورکړل شوی چې د مالي بحران له کبله به يوازې د روان ۲۰۲۳ کال سپټمبر پورې د دغه حوزوي روغتون د روغتيايي پرسونل معاشات ورکړي او له هغه وروسته بايد د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د ياد پرسونل تنخواوې په غاړه واخلي.
ومو غوښتل په دې اړه کندهار کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د ځايي مسوولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو له زياتو هڅو وروسته هم بريالي نه شوو.
د معلوماتو له مخې د سره صليب نړيواله کمېټه په هيواد کې د ۳۳ لويو روغتونونو ملاتړ کوي او اوس مهال افغانستان کې ۲۶ ميليونه وګړو ته خدمات وړاندې کوي.
