اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ټيم په خپل راپور کې ويلي، چې طالبان د ۱۹۹۰ کلونو په څېر خپلو «پښتونمحوره استبدادي» سياستونو او حذف ته ستانه شوي دي.
د دې راپور ځينې برخې نن سهار (شنبه، ۲۰ د غبرګولي) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر خپله ټويټر پاڼه خپرې کړې دي.
په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو اداري جوړښت تر ډېره حده د حذف له سياست، «پښتون محورۍ» او د مخالفينو له ځپلو جوړ دی. د راپور په وينا، يوازې د پنځو غير پښتنو وزیرانو او له ۳۴ والیانو څخه د نهه غير پښتنو واليانو شتون د طالبانو د ۱۹۹۰ کلونو «پښتونپالی» سياست ښيي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ټيم ويلي، چې په کابل کې د طالبانو کوم رهبران مېشت دي، د دې ډلې د پاليسيو په بدلون کې اغېز نه لري او په نږدې راتلونکي کې د بدلون هېله نشي کېدلای.
دې ټيم د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د دولت په جوړښت او محلي ادارو کې د سمتونو پر سر د طالبانو اختلافات د پام وړ کچې زيات دي. د دې راپور له مخې، د دولتي دندو او د پيسو او طبيعي سرچينو او سوداګريزو موادو پر قاچاق مخالفتونه او شخړې شته دي.
له تروريستي ډلو سره د طالبانو اړيکه
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې طالبان تورن شوي چې د القاعدې په ګډون له تروريستي ډلو سره يې اړيکې نه دي پرې کړي او د دوحې پر هوکړه ليک يې عمل نه دی کړی.
د دې راپور په وينا، له القاعدې او تحريک طالبان پاکستان ډلو سره د طالبانو اړيکې پر خپل ځای دي.
د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ټيم په خپل راپور کې زياته کړې چې داسې نښې شته چې القاعده هڅه کوي د عملياتو کولو وړتیا بيرته تر لاسه کړي او تحريک طالبان پاکستان هم د افغانستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې دننه بريدونه کوي.
په دې راپور کې ويل شوي چې اوس مهال يو شمېر تروريستي ډلې په افغانستان کې ازاد فعاليت کوي او په دې توګه په افغانستان او سيمه کې د تروريزم ګواښ مخ پر زياتېدو دی.
د راپور په وينا، طالبان له اکثريت پخوانيو تروريستي ډلو لکه جنبش اسلامی ازبکستان، جنبش اسلامی ترکستان شرقی او جماعت انصارالله سره اړيکه لري.
نشه يي توکي
په داسې حال کې چې راپورونه د تارياکو په له منځه وړلو کې د طالبانو د پام وړ برياليتوب کېسه کوي، خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا په خپل راپور کې ويلي، چې لا هم وختی دی چې د تارياکو د نه کرنې په اړه د طالبانو د مشر د پيغام پر اغېز قضاوت وشي.
په دې راپور کې راغلي چې د نشه يي توکو بيې لوړې شوي او د متامفتامين توليد زيات شوی دی.
په دې راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو مهم مشران د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې ښکېل دي.
په تازه توګه د جغرافیاوي معلوماتو وړاندې کوونکي يو بنسټ چې په بريتانيا کې مېشت دی او آلسيس (Alcis) نومېږي، ويلي چې د سټلايټ انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د تارياکو کرنه «په بې مخينې توګه کمه» شوې ده.
دې بنسټ زياته کړې چې د سټلايټ انځورونو په شننه او تحليل سره يې موندلې چې طالبانو په هلمند ولايت کې د تارياکو کښت په «برياليتوب» سره ۹۹ سلنه کم کړی دی.
دا بنسټ چې ځان «د جغرافياوي شننې او تحليل مخکښ شرکت» ګڼي، وايي، چې د دې شرکت او د افغانستان د چارو د يوه څېړونکي «ډيويډ منسفيلډ» څېړنې او نوې شننې ښيي چې د افغانستان په سويل کې د تارياکو کښت د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه کم شوی دی.
طالبانو لا هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ټیم نوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.