طالبانو کونړ کې د ږیرې خریلو پر سر د سلمان په ګډون پنځه کسان وهلي ډبولي دي

Photo: Social media

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ږیرې خریلو پر سر ځایي خلک وهلي ډبولي دي.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو دغه کسان تېره ورځ (یکشنبه، ٢١ د غبرګولی) وهلی دي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د غازي آباد ولسوالۍ د مرکزي بازار څخه یو سلمان او څلور ځوانان چې ږیرې یې جوړولې بیولي او بیا یې ولسوالۍ کې وهلي ډبولي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د سلماني مالک شاوخوا درې ساعته بندي کړی و، چې وروسته د قومي مخورو او د بازار د هټۍ والو په ضمانت خوشې شوی.

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو کونړ کې د طالبانو د سیمه ییزو او یا ولایتي مسوولینو نظر ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره-سره د هغوی د نظر په اخېستو بریالي نشوو. تر دې وړاندې طالبانو لارښوونې کړي، چې خلک دې د ږیرې له خریلو او په وېښتانو کې د ډیزاین جوړولو ډډه وکړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د دغې ډلې له لوري د ږیرې خریلو پر سر د ګڼ کسانو د وهلو ډبولو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه