کرونا افغانستان کې

تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې ۹۵ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۵۷  مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۹۵ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بامیان، کندوز او بغلان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۷۲۸ تنو ته ورسېد. 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۳۵۵ تنو ته ورسېد.      

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دریو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۴۴ تنو ته ورسېد.