جهادي مدرسې؛ د ټولنې د همرنګه کولو هڅې

شمشاد زلمی

زموږ د هيواد په ګډون په يو شمېر هيوادونو کې د زده کړو دوه نظامونه دي، مدرسه او مکتب. دا دواړه د خپلې محتوا، چاپېريال، نصاب او نړۍ ليد له مخې له يوه-بل سره په زياته کچه توپير لري او له همدې وجې وخت ناوخته په يوه نه يوه نقطه کې ټکر سره کوي او د وړاندې تګ لپاره د تعامل مخه نيسي. زموږ په هيواد کې مکتب/پوهنتون او مدرسه د يوه-بل پر وړاندې کارول شوي او له دې ځايونو راوتلي اشخاص هم تر ډېره حده د ټولنې او سياست په برخه کې له يوه-بل سره همغږي نه دي. په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد پر وړاندې د «جهاد» له مهاله له مدرسو ابزاري استفاده وشوه او د نړيوالو قوتونو په پانګونه د پاکستان په پښتون مېشتو سيمو کې پراخې مدرسې جوړې شوې او له همدې لارې يې ټولنې ته د افراطي او جهادي تفکر د تزريق په وسيله غوښتل چې د شوروي اتحاد او د وخت د افغان – کمونیسټ حکومت پر وړاندې سربازګيري وکړي. له همدې مهاله په مستقيمه توګه په هيواد کې ښوونځی او پوهنتون تر مستقيم بريد لاندې راغلل، نه يوازې دا چې د ملايانو له لوري يې محتوا او تفکر وغندل شو، بلکې د ښوونځي او پوهنتون پر ودانيو هم بريد وشو او له همدې وخته په سيسټماټيکه توګه د ښوونځیو د سوځولو هڅې پېل شوې. ويلای شو چې دا د واړو جبهو ترمنځ د جګړې رسمي او خونړی اغاز و.

که څه هم د ښوونځي او پوهنتون په محتوا او نصاب کې هيڅکله هم په ديني کچه داسې څه نه دې ويل شوي چې هغه دې د ټولنې له اسلامي او ديني باورونو سره په ټکر کې وي، خو په ځانګړې توګه د شوروي د وخت د «جهاد» له وخته د مدرسې تفوق غوښتنې تل ټولنې او خلکو ته داسې باور ورکړی دی چې ښوونځی او پوهنتون که «کفري» نه دي، حد اقل بې لاري خو دي او که زياته «بې لاري» په کې نشته مګر د مدرسې پر وړاندې يې ديني، اخروي او دنيوي حيثيت کم دی. همدا راز، د مدرسې او ملايانو له لوري د ټولنې او سياست په تړاو وړاندې کېدونکي افکار هم په زياته کچه د هغو خلکو له لوري رد شوي چې پوهنتونونه او مکتبونه يې لوستي او هلته د زده کړو مفاهيمو له مخې يې د ټولنې، حکومت او سياست په تړاو بېلي تګلارې او افکار وړاندې کړي دي. په دې توګه ملايان او د مدرسې طالبان په ټولنه کې له دوی پرته بل سيال نه ويني، همدا راز د مقابل لوري لپاره هم په ټولنه کې جدي او يوازينی مخالف ملا دی.

پر همدې اساس وخت ناوخته د مدرسې او مکتب ترمنځ د فاصلې د له منځه وړلو شعارونه ورکړل شوي او خبرې شوې دي، خو عملا داسې کوم څه نه دي شوي چې دا فاصلې را لنډې کړي او ان نه داسې جدي بحث شوی چې حد اقل د دواړو مخالفو حوزو ترمنځ د اختلاف نقاط روښانه کړي او يوه ممکنه حل لاره وړاندې کړي. د طالبانو بېلابېلو چارواکو هم وخت پر وخت دا خبره کړې چې د مکتب او مدرسې ترمنځ فاصله بايد له منځه ولاړه شي، بلکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم خو لا دا هم ويلي چې دا فاصله ختمه شوې ده، البته ښايي د ده په اند به يې ختمېدل د ملا واکمنېدل وي.

خو، په حقيقت کې نه يوازې دا چې دا فاصلې لنډې شوې نه دې، بلکې مخ پر زياتېدو دي او داسې کچې ته رسېدلې دي چې د دواړو ترمنځ پخلاينه ناشونې ښکاري. ښايي طالبان هم همدې پايلې ته رسېدلي وي او له همدې وجې يې يوازينۍ هڅه داده چې په هيواد کې د «جهادي» او نورو مدرسو د پراختيا له لارې خپل ملاتړي زيات کړي او د ټولنې جوړښت او تفکر د ځان په ګټه تغيير کړي.

جهادي مدرسې د سرتېرو د توليد مرکزونه

طالبان د يوې ايډيالوژيکې ډلې په توګه هڅه کوي چې خپل ملاتړي او سرتېري د خپلې ايډيالوژۍ د پياوړتيا له لارې زيات کړي او د دې لپاره يوه تر ټولو اسانه او تجربه شوې لار د مدرسو زياتول او پراخول دي. په دې توګه طالبانو هغو ټولنو او قومونو ته هم لاسرسی ترلاسه کوي چې تر ډېره حده طالبان هلته اغېز او پلويان نه لري. په همدې موخه يې لومړۍ هڅه دا کړې چې په هر ولايت کې يې يوه ستره جهادي مدرسه جوړه کړې چې تقريبا په هره مدرسه کې تر زرو پورې کسان زده کړې کوي. په دې توګه یوازې د ۳۴ ولایتونو په جهادي مدرسو کې شاوخوا څلور دېرش زره کسان په طالبي تفکر او نړۍ ليد سره روزل کېږي. همدا راز، د طالبانو د معارف وزير حبيب الله اغا ويلي و چې په هره ولسوالۍ کې د لسو مدرسو د جوړولو اراده لري.

له ښوونځيو او پوهنتونونو سره د مدرسو يو ستر توپیر دا دی چې په «جهادي» مدرسو او تقريبا ډېری نورو مدرسو کې طالبان يا هم زده کوونکي اوسېدلای شي چې په دې توګه د هغو کورنۍ د دوی له پالنې خلاصېږي او د زده کوونکو لومړنۍ اړتيا چې خوراک دی، د مدرسې د ادارې له لوري ورکول کېږي. اوس مهال به ښايي داسې مدرسې له خوراک پرته نور هم ډېر امکانات زده کوونکو ته ورکوي. د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، سږ کال په افغانستان کې تر شل ميليونه زيات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري. په داسې حالت کې د بې وزلو کورنيو لپاره دا يو ښه فرصت دی چې خپل يو يا هم دوه او يا هم زيات اولادونه داسې مدرسې ته ولېږي چې هلته حد اقل د هغوی خوراک تضمين وي او په عين مهال کې وړيا زده کړې کوي. ډېری وختونه ماشومان همداسې مدرسو ته لېږل کېږي او هغوی له ماشومتوبه له کوره لېرې په همداسې مدرسو کې په طالباني او جهادي روحيه روزل کېږي او کله چې را لوی شي، نو د خپل زدکړييز شاليد، اړيکو، تفکر، اقتصادي مناسباتو او روحيې له وجې نه يوازې له ټولنې بېل وي بلکې له خپلې کورنۍ هم ډېر متفاوت وي او اکثريت وخت کورنۍ پر خپلو دغسې غړيو په اقتصادي برخه کې اتکا نه کوي چې له همدې وجې دا کس نور هم په فردي توګه خپلواک کېږي او مسووليت يې يوازې د ځان پالنې تر کچه وي چې په عين مهال کې د طالبانو د سيسټم لپاره په يوه وړيا سرتېري بدلېږي. دا چې دی هم په همداسې چاپېريال کې لوی شوی وي او په همدې سيسټم او چاپېريال کې يې شاوخوا لس کاله تېر کړي وي، د ده لپاره هم بهر ګوزاره ګرانه وي، له همدې کبله يې د پناه اخيستنې يوازينی ځای بيرته مدرسه او طالباني سيسټم وي.

په سيمه او افغانستان کې تر څه باندې څلوېښتو کلونو زياته موده د «جهادي» ډلو فعاليت په افغانستان او د پاکستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ډېری مدرسو وضعيت له يوې تعليمي او زده کړييزې ادارې څخه په «جهادي» او جنګي اډه بدل کړی دی. که څه هم د مدرسو په نصاب کې فوق العاده فرق نه دی راغلی او د عربي ژبې، فقهې، حديثو، کلام، منطق او تفسير مروج او دوديز کتابونه په مروجه بڼه ويل کېږي خو د دې مدرسو چاپېريال او د ځينو مراسمو بڼې يو مخ تغيير کړی دی. هم پخوا او هم اوس د دې مدرسو اکثريت زده کوونکي د طالبانو وړيا سرتېري دي چې د اړتيا پر وخت د جګړې ډګر ته ځي او ان د دوی ترمنځ ځانمرګي بريدګر هم شته. په دې توګه په مدرسه کې پر «جهادي» مباحثو او ورسره تړلو نصوصو تاکيد او بحث زيات کېږي او په داسې توګه تعبيرېږي چې د طالبانو تفکر او اعمال يې په رڼا کې بشپړ اسلامي ښکاره شي او د مدرسو زده کوونکو ته دا احساس ورکول کېږي چې همدوی د ارماني «اسلامي نظام» راوستونکي دي او له همدې کبله د الله په نظر تر نورو ټولو انسانانو تفوق لري. له دې سره-سره، وخت ناوخته په مدرسو کې په بېلابېلو مناسبتونو غونډې کېږي او په دې غونډه کې شاوخوا مشهور ملايان او د طالبانو قومندانان او چارواکي برخه اخلي. هغوی په خپلو ويناوو کې طالبان د خپلې ډلې اطاعت ته هڅوي او همدا روحيه ورکوي چې بايد تل «جهاد» ته چمتو واوسي. له همدې وجې په طالبانو کې دا روحيه ډېره عامه ده چې مسلمانانو په نړيواله کچه هغه وخت تنزل وکړ چې «جهاد» يې پرېښود، له همدې وجې دوی د خپل پرمختګ يوازينی راز د «جهادي» روحيې ژوندي ساتل ګڼي چې مدرسې په دې لړ کې اساسي رول لري او په دې توګه طالبانو ته وړيا سرتېري برابرېږي.

افراطي زده کړې او د راتلونکې په اړه انديښنې

مذهبي او سخت دريځې ډلې يوازې ځان حق ګڼي او نورو ګمراه بولي، نه يوازې له هغوی څخه لېرې اوسېدل خوښوي بلکې له ټولنې او وطن څخه د هغوی شړل خپل مسووليت بولي. طالبان د همدې فکر پر اساس تر ښوونځي او پوهنتون مدرسې ته ترجېح ورکوي، چيرته چې دی په خپله خلکو ته روزنه ورکوي، هغوی ته وايي چې څرنګه فکر وکړي او څه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش امنيت شورا ته په يوه راپور کې ويلي، چې د طالبانو له جهادي مدرسو د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ تر فبروري پورې شاوخوا دوه زره کسان فارغ شوي دي چې په دې لړ کې په لومړي ځل ۱۲۸ ښځې هم شاملې دي. طالبان چې له هرې مدرسې فارغين ورکوي، ډېر لوی مراسم ورته جوړوي او د دوی لوی چارواکي په کې برخه اخلي او ويناوې په کې کوي. طالبان دې ته خوښ دي چې د مدرسو زده کوونکي او فارغين زيات شي ځکه دوی دې ته د خپلو ملاتړو او سرتېرو د زياتوالي له اړخه حساب کوي، خو دا چې طالبان اوس پر هيواد واکمن دي او بايد هيواد وچلوي، ځينې نور اړخونه دي چې دوی ښايي ورته متوجې نه وي، يا هم ورته کم ارزښته وي، مګر د دې نقاطو اهميت زيات دی او د ټول هيواد پر وضعيت او د دوی پر واکمنۍ جدي اغېز لرلای شي.

يوه خبره داده چې طالبان هر کال د هيواد په کچه زرګونه کسان له مدرسو فارغوي، دا کسان هيڅ ډول تخنيکي ظرفيت نه لري چې په ادارو کې وګمارل شي او کار وکړي او نه هم د خپل ترلاسه کړو زده کړو پر اساس دندې او کاروبارونه را منځ ته کولای شي. دوی د ټولنې او هيواد له اقتصاد سره مرسته نه شي کولای بلکې په عين مهال کې پر ټولنه او حکومت بوج وي. کله چې کال پر کال د دغسې خلکو شمېر زيات شي، د طالبانو حکومت به هم ونه شي کولای چې داسې ټولو کسانو ته هغسې دندې ورکړي چې دوی يې کولای شي بلکې په دې توګه اکثريت يې بې کاره پاتې کېږي او د دوی د بې کارۍ په صورت کې يوه شونتيا داده چې بېلابېلو جهادي ډلو ته جذب شي. ټولنه په دومره زياته کچه ملايانو/ديني عالمانو ته اړتيا نه لري، مدرسو ته په زياته کچه د ځوانانو او ماشومانو جذب او په زياته کچه د طالبانو او ملايانو روزنه د ټولنې او هيواد اقتصادي زيان دی.

بله خبره داده چې د طالبانو حکومت په يوه ډېر بد اقتصادي حالت کې پر مدرسو په زياته کچه پانګونه کوي، نه يوازې د نويو مدرسو جوړونې ته پراخې پيسې ورکوي بلکې د مدرسو په لکونو استادانو او مامورينو ته معاشونه ورکوي او دا شمېر ورځ په ورځ مخ پر زياتېدو دی. له دې سره-سره، په ډېری مدرسو کې طالبان يا هم زده کوونکي اوسي، په دې توګه د هغوی لګښت هم د طالبانو حکومت له ملي بودیجې ورکوي. هيڅ معلومه نه ده چې طالبان پر مدرسو او په ټولنه کې د مدرسو له لارې د خپل نفوذ او ملاتړو پر زياتولو د ملي بودیجې څومره برخه لګوي؟ خو داسې جوتېږي چې د ملي بودیجې او ملي عايداتو يوه غوښنه برخه طالبان يوازې د خپلو ملاتړو د زياتولو او خوشاله کولو لپاره له کوم شفافيت پرته لګوي او په دې توګه په دې پروسه کې د فساد په اړه را پيدا کېدونکې پوښتنې هم بې ځوابه پاتې کېږي او لا زيات شکونه را پاروي.

که څه هم طالبان د پخوانيو چارواکو او حکومتونو په څېر وايي، چې دوی د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن کموي، يا يې هم کم کړی دی مګر واقعيت ته په کتلو داسې نه بريښي بلکې د ښوونځي او پوهنتون په پرتله مدرسو ته پاملرنه زياته شوې چې يوازينۍ موخه يې په ټولنه کې د يوه قشر د ملاتړو او پلويانو زياتول دي. همدې موخې ته په پام، په طالبانو کې دننه ځينې افراد هم خپلې مدرسې جوړوي او له خپلو منابعو څخه يې تمويلوي. دا مدرسې د مديريت له اړخه له جهادي مدرسو سره توپير لري او وروستۍ موخه يې په طالبانو کې دننه د يوه شخصيت د نفوذ او ملاتړ زياتول وي او هڅه دا کېږي چې له داسې مدرسو فارغېدونکي طالبان/زده کوونکي هماغه خاص شخص ته وفادار پاتې شي. په ټوله کې د مدرسې د ايډيالوژيکې زده کړې موخه داده چې طالبان له دې لارې په ټولنه کې د خپلو مخالفو افکارو او مخالفينو له منځه وړل غواړي او همدا راز غواړي چې له همدې لارې په ټولنه کې خپلې ريښې ټينګې کړي.