انځور: خواله رسنۍ

طالبان ولې د حدودو پر اجرا ټينګار کوي؟

شمشاد زلمی

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپل وروستي غږيز پيغام کې يو ځل بيا په ټينګار سره ويلي، چې دوی به د حدودو او د ښځو په اړه خپلې تر ټولو سختې پاليسۍ اجرا کوي او په دې لړ کې د چا پروا هم نه ساتي. که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو او هيوادونو له اعتراض سره-سره تر اوسه پنځه ځلې د قصاص حکم په عام محضر کې عملي کړی، خو دا ځل هبت الله اخوندزاده د سنګسار يا هم د هغه واده لرونکې ښځې او يا سړي په ډبرو د وژلو ګوت څنډنه هم کړې چې په نامشروع جنسي اړيکو لرلو تورن وي. 

حدود چې د حد جمع دی او معنا يې مخنيوی دی، په «اسلامي شريعت» کې په اوو (اووم اختلافي دی) مواردو کې پلي کېږي: ۱) د زنا حد، که کوونکی يې واده ونه لري، نو د قرآن د نص په استناد سل درې وهل کېږي، د ځينو علماوو او مذاهبو په اند بايد تبعيد هم کړل شي. که د زنا کوونکی/کوونکې واده ولري، نو د ځينو احاديثو (چې د صحت او متن په اړه يې د ځينو علماوو له لوري پوښتنې شوې دي) او د اسلامي علماوو په وينا د يوه ايت چې تلاوت يې منسوخ شوی خو حکم يې پاتې دی، په استناد په ډبرو تر مرګه وېشتل کېږي چې دې ته سنګسار او يا هم رجم ويل کېږي. ۲) د شرابو حد چې څښونکی يې په دُرو وهل کېږي، البته د دُرو په شمېر کې مذهبي اختلاف شته. ۳) د قذف حد يا هم پر يو چا په ناحقه د زنا کولو تور لګول چې د قرآن د ايت په استناد ناحقه تور لګوونکی اتيا درې وهل کېږي. ۴) د غلا حد چې لاس پرې کول دي او د قرآن د ايت په استناد دا سزا ورکول کېږي. ۵) د قطاع الطريق حد، يعنې د شوکمارانو حد. د دوی سزا تفاوت کوي، که يې غلا او لوټماري دواړه کړي وي، نو هم يې لاس او پښه پرې کېږي او هم قصاصېږي او که يې يوازې غلا کړې وي، قتل يې نه وي کړی، نو يوازې يې لاس او پښه پرې کېږي. په دې لړ کې ځينې نور موارد هم شته چې په فقهي کتابونو کې بحث پرې شوی دی. د دې سزا لپاره هم استناد د قرآن په ايت سره کېږي. ۶) د ارتداد يا هم له اسلامه د اوښتلو سزا چې د يوه حديث (پر متن او مفهوم يې د علماوو له لوري خبرې او شکونه شته) په استناد سزا يې مرګ ده. ۷) د لمانځه د پرېښوونکي سزا البته په دې سزا کې مذهبي اختلاف شته، د ځينو مذهبونو په اند د ارتداد د سزا حکم پرې پلی کېږي او ځيني نور د لمانځه د پرېښوونکي د بندي کولو امر کوي. 

طالبان له وړاندې د قصاص حکم پلی کوي، خو له فقهي پلوه د قصاص او حدودو ترمنځ يو فرق دا بيانېږي چې حدود د خدای حق بلل کېږي او قصاص د بنده. له فقهي پلوه که حدود ثابت شي او د وخت حاکم پرې خبر شي، نو بيا يې نه شي ساقطولای بايد پلي يې کړي، خو قصاص چې د عمدي قتل په مقابل کې کېږي، د وژل شوي د وارثانو له خوا بښل کېدلای شي. همدا راز، طالبان اوس مهال ځينې تعزيري سزاګانې ورکوي. مطلب يې دادی چې هغه «جرمونه» په «اسلامي-فقهي» لحاظ ټاکلې سزا نه لري، قاضي د «جرم» کچې ته په پام يوه سزا ورته ټاکي. 

پر اسلامي حدودو او سزاګانو په نړيواله توګه نيوکې کېږي چې اخلاقي نه دي او له معاصرو نړيوالو بشري حقونو او ارزښتونو سره برابرې نه دي په ځانګړې توګه د بدن د غړو د پرې کولو او سنګسار سزا د نه منلو وړ او «وحشي» ګڼل کېږي. همدا راز، يوه بله نيوکه داده چې په دې سزاګانو کې د جنسيت، ديني تړاو او ټولنيز حيثيت له مخې د «بې عدالتۍ» امکان شته. د بېلګې په توګه، که يوه ښځه پر خپل ځان له جنسي تېري شکايت کوي، له دې څلور داسې نارينه شاهدان غوښتل کېږي چې بايد «دخول» يې په خپلو سترګو مشاهده کړی وي چې داسې څه ناممکن ښکاري. منتقدين وايي چې په دې توګه د جنسي تېري کوونکي له هر ډول حقوقي تعقيب څخه خلاصېږي ځکه د دې فعل د ثبوتولو شرایط سخت او تقريبا ناشوني دي. له دې سره-سره د اسلامي سزاګانو او حدودو په اړه ويل کېږي چې دا د يوې ځانګړې تاريخي مقطع او خاص کلتوري شاليد پر اساس رامنځته شوې سزاګانې دي. د منتقدينو په اند، د اسلامي شريعت تعبير وخت پر وخت وده کړې او اوس مهال بايد سزاګانې له نړيوالو بشري ارزښتونو او حقونو سره سمې وي. 

که څه هم په ډېرو کمو اسلامي هيوادونو کې اسلامي سزاګانې او حدود پلي کېږي، خو په دې تړاو چې په نړيواله توګه کومې نيوکې کېږي پر وړاندې يې په اسلامي ټولنو کې محافظه کارې او ديني بنسټپالې طبقې سخت غبرګون ښيي او هغوی د يوه داسې اسلامي دولت پر رامنځته کولو ټينګار کوي چې وکولای شي حدود نافذ کړي. تر ډېره حده دا غبرګون په ټولنو کې د شته بې عدالتۍ له امله وي او دوی انګېري چې که په ټولنه کې حدود نافذ شي، نو بې عدالتي به ختمه شي ځکه د طالبانو په ګډون چې د اسلامي بنسټپالو او اسلامي نظام د غوښتونکو داعيانو له لوري د «اسلامي نظام» کومه تشرېح وړاندې کېږي، هغه د ثابتو او تجربه شويو اصولو پر ځای يو لړ داستانونه او کيسې دي چې په کې ويل کېږي يو وخت اسلامي نړۍ يو مثالي نظام درلود چې فقير او غريب په کې نه پيدا کېده، پاچا په کې ډېر عادل و او له عامو خلکو سره يې توپير نه کېده، بلکې داسې کيسې او داستانونه هم شته چې د هغه وخت د اسلامي حکومت يو چارواکی په کې له خپلې سترې رتبې سره-سره لا هم غريب وي. په دې توګه ښودل کېږي چې هغه وخت حکومتي چارواکو هيڅ فساد نه کاوه.

کله چې د اسلامي حکومت داسې داستاني تشرېح چې عامو خلکو ته يې درک ډېر اسانه دی، وړاندې کېږي؛ نو دا هم ورسره اضافه کېږي چې دا هر څه د «اسلامي احکامو او حدودو» په نفاذ سره رامنځته شوي وو او په دې توګه په هغو ټولنو کې د «اسلامي نظام» د غوښتنې تحريکونه پياوړي کېږي چېرته چې بې عدالتي او ظلم زيات وي، ځکه د دوی لپاره د خپلو ستونزو حل د همداسې يوه «مثالي نظام» راوستل ښکاري او په عين مهال کې ديني-افراطي ايډيالوژي ورته د دوی د اعمالو د توجيه او هڅونې لپاره ګڼې داسې لارښوونې هم لري چې ځوانان پرې زيات هڅول کېدلای شي.

طالبان هم د همدې جريان يوه برخه دي او اوس چې يې حکومت او نظام په لاس کې دي، مسوول دي چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، د داستاني – مثالي نظامونو په څېر بې عدالتي له منځه يوسي او غربت ختم کړي او ګڼ نور هغه کارونه وکړي چې يو حکومت يې بايد د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره ترسره کړي، خو دا چې طالبان د پخوا په څېر د هيواد د وضعيت په ښه کولو کې ناکام دي او په عين مهال کې د حدودو د پلي کولو په تړاو له هغه افراطي غبرګون سره مخ دي چې دوی د جمهوريت پر مهال په خپل لاس د خپلې مبارزې او جګړې د پياوړي کولو لپاره رامنځته کړی وو او اړ دي چې حدود پلي کړي. يوه بله د پام وړ خبره داده چې د طالبانو په رهبرانو کې دننه کم اشخاص پراګماتيک خلک دي، د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده په ګډون ګڼ سپين ږيري مشران يې د افراطي – اسلامي ايډيولوژۍ سرسختي پيروان دي او هغوی انګېري چې د اوسنيو ستونزو حل د حدودو په پلي کولو کې دي.(؟!) 

طالبان د هيواد په کچه د غلاوو له بې مخينې زياتوب سره مخ دي، له دې سره-سره د طالبانو په راتګ سره غربت په بې کچې توګه پراخ شوی، بې کاري زياته شوې، همدا راز د طالبانو ټولنيزو او له جنسيتي اړخه تبعيضي محدوديتونو وګړي ناراضه کړي دي. په ضمن کې يو پرمختګ شوی او هغه دادی چې د ملايي – طالبې طبقې او ټولنې ترمنځ په مالي او حيثيتي کچې ستر توپير رامنځته شوی او خلک ويني چې د غربت په وروستي حد کې د ملايانو او طالبانو وضعيت تر نورې ټولنې ښه شوی دی. په دغسې حالت کې طالبان د خپل ايډيولوژيک ماهيت له مخې د خلکو او ټولنې له غبرګون څخه د ځان ساتنې او د عامه اذهانو د بې لارې کولو په موخه افراطي-اسلامي ايډیولوژۍ ته پناه وړي او خلکو ته داسې تلقينوي چې د «حدودو» په نفاذ سره به مو ستونزې ختمې شي، خو دوی به پوهېږي او يا به هم نه پوهېږي چې د ستونزې جرړه په سزاوو ورکولو سره نه خېژي، بلکې اړتيا ده چې د وخت واقعيتونو ته په پام له اوسنيو ګڼو ناخوالو څخه د ولس د ايستلو او ستونزو د حل په موخه واقعبينانه تګلارې پلې شي او که طالبان خپله بقا او د هيواد ښېرازي او پرمختګ غواړي، دوی بايد لومړی د ټولنې او حکومت د مديريت کولو په تړاو د پنځلسمې پېړۍ له سوچ او افراطي او تر وخت تېر متن څخه راووځي.