طالب چارواکي: د تورخم دروازه به سبا سهار پرانيستل شي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسوولین وایي، ټاکل شوې سبا سهار د تورخم دروازه له نهه ورځني ځنډ وروسته د ټرانزیټ او مسافرو د تګ-راتګ پر مخ خلاصه شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي چې د تورخم دورازه سبا سهار (جمعه، ۲۵ د وږي) اته نيمې بجې پرانيستل کېږي او مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته به د پخوا په څېر د تګ-راتګ اجازه ورکړل شي.

قریشي بدلون نه دي ویلي، چې طالبانو او پاکستاني لوري پر کومو شرایطو د تورخم دروازې پر پرانیستلو هوکړه کړې.

یوې باوري سرچینې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې ده چې پاکستاني لوري له طالبانو سره هوکړه کړې چې سبا به توخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ لپاره پرانيزي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د يوې امنيتي پوستې د جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او له کبله يې پاکستاني حکومت تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پر وړاندې وتړله.

د یادې نښتې له امله د طالبانو او پاکستاني پوځیانو په ګډون شاوخوا دیرش کسان مړه او ټپیان شوي وو.

تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د تازه مېوو او سبزیو سوداګرو ته درانه اقتصادي زیانونه ورسېدل. سوداګرو د پاکستان د حکومت دا اقدام غندلی او دواړو غاړو ته د دې دروازې د پرانيستنې په موخه لاريونونه شوي وو.