معصومه عرفاني
پرلپسې جنګونو او په افغانستان کې دوامدار کړکېچ او واک ته د طالبانو بيرته رسېدل د هيواد ټوله مادي او معنوي پانګه د نابودۍ له ګواښ سره مخ کړې ده.
وروسته له هغه چې طالبان ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بیا ځلي واک ته ورسیدل د هيواد د وګړو پام تر ډېره حده تاوتريخوالي، ځپنې، ترور، د خلکو نيونې، د خلکو بې ځايه کېدنې، جبري کډوالۍ او د ښځو پر خلاف د جنسيتي اپارتايډ پلي کولو ته وو. په دې لړ کې نور حياتي موضوعات هم شته دا چې په عامه افکارو کې بېړني نه ګڼل کېږي نو رسنۍ ورته لږ پام کوي. د افغانستان کلتوري او تاريخي ميراثونه او اثار په همدې لړليک کې شمېرل کېږي. د جنګونو او سياسي واک د لېږد-رالېږد پر مهال او حتا د جمهوريت په وخت کې چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې حضور درلود د هيواد تاريخي اثار په دوامداره توګه قاچاقېدل. نن پر افغانستان يوه داسې ډله واکمنه ده چې د افغانستان کلتوري او تاريخي ميراث ته په ښه نظر نه ګوري. له همدې کبله، اوس مهال د افغانستان کلتوري او تاريخي ارزښتمن اثار تر بل هر وخت له زيات خطر سره مخ دي او وېره ده چې د قاچاقبرانو او لوټمارو لاس ته به ولوېږي.
په دې خبرو-اترو کې له اغلې معصومه نظري سره د افغانستان د ملي ارشيف په اړه غږېدلي يو او په دې تړاو پر شته اندېښنو مو بحث ورسره کړی دی.
اغلې نظري دوې ماسټرۍ لري، يوه يې د کتابدارۍ او اطلاع رسونې په برخه کې تر لاسه کړې او دويمه ماسټري يې د خطي نسخو او تاريخي اسنادو په برخه کې لاسته راوړې ده. نوموړې کلونه-کلونه په افغانستان کې د کتابدارې او آرشيفيسټ په حيث کار کړی دی. له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ پورې اغلې نظري له بېلابېلو داخلي او نړيوالو بنسټونو سره په کابل او ولايتونو کې د کتابدارۍ د زده کړې او همدارنګه د کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په برخه کې همکاري کړې ده؛ له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ ميلادي کال پورې يې د نړيوال بانک له ټيم سره په همکارۍ د عدلي او قضايي کتابتونونو د جوړولو پروژه سرته ورسوله او شاوخوا څلور کاله د افغانستان د ملي ارشيف مسووليت ور تر غاړې و. له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ ميلادي پورې يې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازيتوب په تهران کې په ايکو کلتوري موسېسه کې دنده ترسره کړه. اوس مهال اغلې نظري د ايټاليا په هيواد کې په څېړنه بوخته ده. په وروستيو کلونو کې دې د خطي اثارو د لړليک جوړونې، په تاريخي اسنادو کې جعل کارۍ او همدا راز د افغانستان د قضايي او شرعي اسنادو سند پېژندنې ته زياته توجه کړې ده.
اطلاعات روز: لطفا د افغانستان د ملي ارشيف په اړه په لنډه توګه راته وواياست او همدا راز يې تاريخي مخينه، تاريخي او کلتوري ارزښت يې راته تشرېح کړئ.
که څه هم د ديوان سالارۍ په نظام کې ټولو پخوانيو شاهانو او محلي اميرانو د اسنادو د ساتنې او ارشيف لپاره ديوان درلود خو د اسنادو د راټولونې، تنظيم او سازماندهۍ تاريخ د امير حبيب الله دورې ته ور ګرځي ځکه چې د امير عبدالرحمان او امير حبيب الله په دورو کې زيات اسناد توليد شوي وو او اړتيا دا وه چې تنظيم، سازماندهي او وساتل شي. د اسنادو نوملړليکنه هم په همدې دوره کې را پېل شوه، خو د «ملي آرشيف» تر عنوان لاندې د يوه بنسټ تاسيسېدل چې هدف يې د افغانستان د ليکنيز ميراث راټولول او ساتل و، د پنځوسمې لمريزې لسيزې اړوند خبره ده.
د ۱۳۵۲ کال پر مهال د سردار محمد داوود خان په حکومت کې د تاريخي اسنادو او خطي نسخو د راټولونې او ساتنې په موخه د عامه کتابتون تر مديريت لاندې د «کابل د نسخي خطو کتابتون» د «افغانستان په ملي ارشيف» بدل شو. د ۱۳۵۶ کال پر مهال عامه کتابتون اوسني ځای ته انتقال شو. د وخت په تېرېدو سره، نسخې او د کابل د موزيم منقش قرآنونه او د نورو ښارونو په کتابتونونو کې خوندي خطي نسخې ملي آرشيف ته انتقال شوې او وروسته ۱۳۵۹ کال د وږي د مياشتې پر ۲۶مه نېټه دا بنسټ په رسمي توګه پرانيستل شو.
په ملي آرشيف کې د موجودو اسنادو زياته برخه د امير عبدالرحمان او تر ده د وروسته واکمنو د ديواني دفترو اسناد دي. همدا راز، د ملي ارشيف د خطي نسخو پام وړ شمېر يې يو وخت د امير عبدالرحمان، امير حبيب الله، سردار نصر الله خان، شاه امان الله، مستوفی الممالک محمد حسين خان او د رسنيو د خپلواک رياست او پوهنې وزارت په کتابتونو کې ساتل کېدل. له دې سره-سره د خُلم په عامه کتابتون (د تاشقرغان بازار کتابتون)، د محمد ظاهر شاه په سلطنتي کتابتون او يو شمېر نورو کې خوندي وو. له همدې وجې ويلای شو چې د افغانستان ملي ارشيف يو کتابتون او سلطنتي ارشيف دی چې له پخوانيو شاهانو او اميرانو څخه موږ ته راپاتې دی.
د ارزښت په اړه يې بايد ووايم چې ارشيفونه د ملتونو او حکومتونو تاريخي حافظه ده. څه چې حکومتونو کړي دي او همدا راز په تېرو پېړيو کې د دې خاورې د وګړو د فعاليتونو پايلې دي چې په ملي ارشيف کې ساتل کېږي او اړينه ده چې دا تاريخي او کلتوري حافظه چې يو ستر او ارزښتمن ميراث دی د راتلونکو نسلونو لپاره په سمه توګه خوندي کړل شي. د ارشيفونو سرچينې د څېړنې تر ټولو باوري او کره سرچينې دي او د پېښو ډېری تياره اړخونه يوازې د لومړي لاس سرچينو په وسيله روښانه کېدلای شي. منځپانګې ته له پام پرته د يوه خطي اثر ټول جزييات د تېرو پېړيو او لسيزو ډېري ناويلې لري چې په بل هيڅ ماخذ کې نه دې راغلي.
اطلاعات روز: په ملي ارشيف کې څرنګه اسناد او اثار خوندي کېږي؟ د اسنادو او مدارکو د ډلبندۍ معيارونه څه دي؟
په ملي ارشيف کې درې ډوله اثار ساتل کېږي: تاريخي اسناد، خطي يا په لاس کښل شوې نسخې او پخواني چاپي کتابونه چې په اصطلاحي توګه کم موندل کېدونکي اثار هم ورته ويل کېږي. د ملي ارشيف د تاريخي اسنادو برخه په واقعي توګه تاريخي حافظه او د هغو شاهانو د حکومتولۍ مخينه ده چې پر افغانستان يې واکمني کړې ده. د هغو شاهانو او اميرانو په ديوان کې داسې اسناد توليد او موندل شوي چې د دوی د حکومتولۍ ډول له بېلابېلو اړخونو څخه څرګندوي. همدا راز د هغو وګړو د اقتصادي، ټولنيز او کلتوري ژوند د ډول په اړه هم اسناد په ملي ارشيف کې خوندي دي چې پر دې خاوره يې ژوند کړی دی. په ملي ارشيف کې تر ټولو پخواني اسناد د غور تر مغولو د وړانديني وخت اسناد دي چې د دې بنسټ له لوري په ۲۰۱۹ کال کې اخيستل شوي دي. تر دې وروسته د نهمې پېړۍ د وروستيو او لسمې هجري پېړۍ د پېل د وخت د سلطان حسين بايقرا دوه فرمانونه دي. د احمد شاه دراني له وخته بيا تر محمد ظاهر شاه پورې د افغان پاچاهانو او امیرانو فرمانونه او اسناد د ملي ارشيف د اسنادو عمده برخه ګڼل کېږي. دا مجموعه په کلي توګه د افغانانو د حکومتولۍ ، له نورو ملتونو سره په اړيکو کې د حکومتي بنسټونو د فعاليت او همدا راز د افغانستان د وګړو د ژوند ډول او په وروستيو پېړيو کې يې له خپلو حکومتونو سره د اړيکو تاريخي اسناد دي چې ډېر زيات ارزښت لري.
دويم ډول اسناد هغه خطي نسخې دي چې تر ډېره حده په لاس ليکل شوي قرآنونه، تفسيرونه او فقهي کتابونه دي او همدا راز ادبي نسخې هم شته. په تاريخ، فلسفه او نورو علومو کې متنوعې نسخې هم په دې لړ کې شاملې دي. په لاس ليکل شويو قرآنونو کې د لومړيو اسلامي پېړيو اثار خوندي دي او د مغولو تر دورې وړاندې نسخې هم پکې شته دي چې تراوسه په سم ډول نه دي معرفي شوي. کومې نسخې چې په تېرو پېړيو کې په خراسان او يا هم د افغانستان په اوسنۍ جغرافيه کې توليد شوې دي د دې خاورې د وګړو د تاريخ علم، ادبيات او هنر بيانوي او کوم اسناد چې له لېرې هيوادونو راغلي دي له نورو وګړو سره د دې خاورې علمي او فرهنګي تبادلې ښيي.
په کمو موندل کېدونکو کتابونو کې هم هغه پخواني اثار او کتابونه شامل دي چې افغانستان ته د چاپ د صنعت تر راتګ وړاندې په دې خاوره کې چاپ شوي دي او يا هم په مخکينيو پېړيو کې له بېلابېلو لارو افغانستان ته راوړل شوي دي. له بده مرغه، دې اړخ ته کمه پاملرنه شوې ده، په داسې حال کې چې د وروستيو پېړيو د وګړو افکار او سليقې په پخوانيو چاپي اثارو کې پټې دي.
په يوه ډېره کلي ډلبندۍ (دسته بندي) خطي او کمياب (کم موندل کېدونکي) اثار د خپل ډول له مخې ډلبندي کېږي. د بېلګې په توګه خطي نسخې، تاريخي اسناد او کمياب کتابونه. تر دې وروسته له دې ډلبندۍ څخه هر يو په خپل ذات کې د محتوا، شکل او کرونولوژۍ له اړخه وېشل کېږي. د مثال په توګه خطي نسخې د منځپانګې، شکل او جوړښت له مخې ويشلای شو او هم يې د تاريخي دورې او هغه مکتب پر اساس وېشلای شو چې دا اثر يې توليد کړی دی. د اسنادو د ډلبندۍ په برخه کې لومړی د سند د توليد منشأ ته کتل کېږي. د بېلګې په توګه ديواني او شرعي اسناد. په لومړي ډول کې حکومت د سند توليدوونکی دی او په دويم ډول کې خلکو اسناد توليد کړي دي.
د سنتي ډلبندۍ په يوه روش کې چې موږ لا هم استفاده ترې کوو، کلي منځپانګه معيار ټاکو. د بېلګې په توګه فرمانونه، ارقام او احکام، پروانه جات، اشتهارات، بروات او حواله جات، رسيد، مبايعه نامه او د ځمکې د پلور قبالې، اشتشهادنامه، تضمين خط، اقرارنامچه، نکاح خط، طلاق نامه، مکتوب او نور چې د کلي منځپانګې له مخې يو ډول ډلبندي ده او ځانګړی ساختار هم لري. خو اوس مهال کتابتونونه، ارشيفونه او زېرمي له ډيټابيسونو او پرمختللو سافټويرونو څخه په استفادې او د هر مدرک او سند ځانګړتياوو او منځپانګې ته په پام د ډلبندۍ بېلابېل ډولونه مينوالو او څېړونکو ته وړاندې کوي. په دې توګه څېړونکی کولای شي د خپلو پلټنو په محدودولو سره هغه څه لاس ته راوړي چې غواړي يې البته تر ټولو په زړه پورې ډلبندي چې ننني څېړونکي قانع کوي، د منځپانګې او اثر د موضوع له اړخه ډلبندي ده. څوک چې پر يوه ځانګړې موضوع تحقيق کوي، په اصولي توګه د مدرک بڼې او ډول ته ارزښت نه ورکوي.
په کلي توګه چې سند پېژندونکي د سندونو په اړه کوم ډلبندي کوي بنسټ يې د سند توليدوونکې لړۍ د ديوان سالارۍ سنتونه دي. د بېلګې په توګه، د فرمان، رقم، حکم، ملفوفه فرمان، ملاطفه يا ملطفه، تعلیقه، پروانچه، فرمان براتی او دې ته ورته الفاظ له يوه-بل سره توپير لري خو د ډېری څېړونکو او نهايي کاروونکو لپاره يوازې د سند پیغام مهم دی او دې ډلبنديو ته ارزښت نه ورکوي.
اطلاعات روز: پخوا د شته اسنادو او اثارو يو ميکروفيلم هم تيار شوی و او له ځينو راپورونو سره سم، د ميکروفلمونو يوې برخې ته زيان هم رسېدلی دی، په دې اړه ستاسو معلومات څه دي؟
هو، په شپېتمه لمريزه لسيزه کې د افغانستان د سوسياليستي حکومت تر واکمنۍ لاندې په ملي ارشيف کې له اسنادو او اثارو ميکروفيلم اخيستل شوی دی. د کورنيو جګړو پر مهال دې ميکروفلمونو ته جدي زيانونه واووښتل. په همدې دوره کې خطي اثارو او اسنادو ته پاملرنه وشوه او له نورو بنسټونو خطي اثار را ټول او ملي ارشيف ته انتقال شول. همدا راز په همدې دوره کې د خطي نسخو او تاريخي اسنادو نوملړليکنه هم پېل شول. ويلای شو چې تخصصي چارې لکه نومړليکنه له پنځوسمې لمريزې لسيزې شروع شوې وې خو جدي نه وې. په شپېتمه لسيزه کې د خطي اثارو د پېژندنې، سازماندهي او د هغو د خونديتوب په برخه کې ځينې ګامونه واخيستل شول. البته په همدې دوره کې افغانستان نه تکرارېدونکي متخصصين د سياسي بدلونونو او د عقايدو د تفتيش او منتقدينو د ځپنې له وجې له لاسه ورکړل. ډېری يې نورو هيوادونو ته کډوال شول او له یوه متفاوت برخليک سره مخ شول.
په هر صورت، د ملي ارشيف ميکروفلمونه د کورنيو جګړو له وخته او تر دې وروسته استفاده نه شول او تر دې وروسته يې ډيجيټل انځورونه ځایناستي شول. د اسنادو او نسخو ډيجيټال تصويرونه په هارډيسکونو کې ساتل کېږي چې د اوږدمهالي خونديتوب لپاره مناسب او اعتباري نه دي. اړينه وه چې ميکروفلمونه بیرته رغول شوي وای او د ډيجيټل انځورونه ډاډمن بيکاپ اخيستل شوی وای. خو د تکنولوژيکي جوړښتونو نشتون، د متخصصو وګړو او بودیجې کمښت او د فرهنګي سياستوالو سياسي هلې-ځلې د دې بنسټ مسوولين تل په يوه موقت او تېرېدونکي حالت کې ساتل.
اطلاعات روز: په وروستيو کلونو کې يوه برنامه وه چې په ارشيف کې شته اثار ډيجيټل کړي، دا برنامه تر کومه ځايه ورسېده؟
د جمهوري حکومت تر راتلو وروسته د اتيایمې لسيزې په پېل کې د ملي ارشيف د اثارو او اسنادو ډيجيټل کول پېل شول. پروفيسور مک چسني دا اقدام وکړ. ده د ملي ارشيف کارکوونکو ته په دې اړه روزنه ورکړه او يو شمېر خطي نسخې، پخواني چاپي کتابونه او اسناد سکن شول خو په هغو کلونو کې د ډيجيټل کولو د کار پايلې د دوامدار پلان د نشتون، د متخصص ځواک د کمښت او همدا راز په ملي ارشيف کې د تخنيکي او تکنولوجيکي زيربنا د نشتون له وجې له منځه ولاړې.
ما د ۲۰۱۷ کال پر مهال په ملي ارشيف کې خپل مسووليت را پېل کړ. په هماغه وخت کې مې د ارشيفي موادو د سازماندهي کولو (د خطي نسخو او تاريخي اسنادو نوملړليکنه) او فزيکي موادو خونديتوب او ډيجيټل کولو ته لومړيتوب ورکړ. که د حکومت له لوري د دې دریو پروسو په سم ډول ملاتړ شوی وای، د ارشيف د خونديتوب تضمين يې کاوه او په پراخه کچه يې د ارشيف موادو ته د څېړونکو لاسرسی شونی کاوه. د باندينو مرستو له لارې ځينې مهم تجهيزات برابر شول او تر يوې اوږدې وقفې وروسته د موډرنو سکينرونو په وسيله د ډيجيټل کولو پروسه پېل شوه. د څېړونو تقاضا ته لومړيتوب ورکړل شو او تر دې وروسته هغه اسناد او نسخې چې فکر کېده زيات ارزښت لري او يا هم د مراجعې شونتيا ورته زياته ده، سکن کړل شوې. تر کومه ځایه چې خبره يم، د ښاغلي رهبين په دوره کې هم د ډيجيټل کولو او نوملړليکنې بهير روان و او دوی له بهرنيو او داخلي سرچينو تجهيزات تر لاسه کړي وو. خو دا چې د ارشيف د سرچينو ډيجيټل کول اوس هم دوام لري او که نه، په دې اړه معلومات نه لرم.
اطلاعات روز: په دې تړاو ستاسو پاملرنې، تجربې او پېژندنې ته په پام د ملي ارشيف لپاره بېړني ګواښونه او خطرونه څه دي؟
په افغانستان کې چې هرې ګډوډۍ حکومت بدل کړی دی، لومړی عنصر چې زيات ورسره زيانمن شوی او خلکو دا زيان په سترګو نه دی ليدلی فرهنګ او فرهنګي ميراثونه دي او البته په دې لړ کې د غلا موضوع او د ليکنيزو ميراثونو قاچاق ته تر نورو ميراثونو کمه پاملرنه شوې ده.
د دې موضوع د روښانتيا په خاطر لومړی په افغانستان کې د خطي اثارو لوټمارۍ ته لنډه کتنه کوم او وروسته به اوسنۍ دورې ته راشم. موږ په دقيقه توګه نه پوهېږو چې د احمد شاه دراني او تيمور شاه په کتابتونو چې ويل کېږي ۱۸ زره د نفيسي خط نسخې يې درلودې، څه تېر شوي دي؟ او يا هم د امير عبدالرحمان خان کتابتون ته چې د خطي او چاپي نسخو مجموعه يې ۱۲۰ زره اټکل شوې ده، څه ور پېښ شول؟ د کابل د دارالسلطنه ملي کتابتون چې امان الله خان يې بنسټ کېښود او د پوهنې خطي کتابتون چې ويل کېږي د سردار نصر الله خان او مستوفی الممالک محمد حسين خان له نسخو جوړه شوې و، له څه ډول برخليک سره مخ شول؟
د محمد ظاهر شاه شاهي کتابتون د ۱۳۶۱ کال پر مهال ملي ارشيف ته انتقال شو. ايا هغه ټولې نسخې اوس مهال په ملي ارشيف کې موجودې دي؟ په دې وروستيو کې سرچينې ضد او نقيض راپورونه ورکوي چې د عبدالرحمان خان، سردار نصر الله خان، حبيب الله خان او شاه امان الله کتابتونونه د مستوفی الممالک او نورو خطي نسخو له کتابتونو سره يو ځای نهايتا ملي ارشيف او د افغانستان علومو اکاډمۍ ته انتقال شوي دي. که په دې دوو بنسټونو کې د خطي نسخو شمېر ته وګورو نو تر لس زره کمې نسخې وينو، په داسې حال کې چې د پورته يادو شويو پخوانيو کتابتونو د خطي او کميابه نسخو مجموعي شمېر تر لسګونه زرو زيات دی. د تېرو شلو کلونو پر مهال د اخيستل شويو اثارو کسر ته په پام، په جرأت سره ويلای شم چې اوس مهال په ملي ارشيف او د علومو په اکاډمۍ کې د افغانستان د لرغونو کتابتونو يوازې لس سلنه اثار ساتل کېږي او ډېره زياته برخه يې له بېلابېلو لارو له افغانستانه دباندې قاچاق شوې ده.
د تاريخي اسنادو په تړاو هم وضعيت همدې ته ورته دی. د شاهانو په ديوان کې شته اسناد تر عبدالرحمن خان وړاندې د تيمورشاه د زامنو ترمنځ په کورنيو جګړو کې له منځه ولاړل. له همدې کبله له دې دورې څخه کم اسناد او فرمانونه پاتې دي؛ که وغواړو چې د اسنادو پر اساس څېړنه وکړو، د لومړي لاس د سرچينو له کمښت سره مخامخ کېږو. په داسې حال کې چې د دې وخت اسناد زموږ عصر ته ډېر نږدې دي.
د عبدالرحمان خان په زمانه کې د بوروکراسۍ او دفتردارۍ پراختيا ته په پام، د دې دورې او تر دې د را وروسته مهال زيات اسناد بايد په حکومتي ارشيفونو او له لويو کورنيو او لويو دندو لرونکو سره پاتې وي. زموږ وخت ته د دې دورې د نږدېکت له وجې د وخت په تېرېدو سره اړوند زيان هم ورته کم رسېږي. يعني د عبدالرحمان خان له وخته بيا د ظاهرشاه د حکومت تر پای پورې بايد په دولتي او خصوصي ارشيفونو کې په ميليونونو پاڼې اسناد پر ځای پاتې وي خو واقعي وضعيت دغسې نه دی. د ۱۳۰۷ کال پر مهال د بدلونو له پېل راهيسې، بيا د مجاهدينو تر کورنيو جګړو او د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت تر پای ته رسېدو پورې د کتابتونونو، زېرمو، ارشيفونو او کورونو د تاريخي محتوياتو يوه برخه چور شوه او يا هم وسوځول شوه. د پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هيوادونو د کتابتونونو په نوملړ کې د افغانستان د خطي نسخو شتون، د مغولو تر وخت وړاندې د غلغلې ښار اسناد چې يوه برخه يې په لندن کې ساتل کېږي، د باميانو د فارسي او عبري خطي نسخې او اسناد چې د اسراييلو په ملي کتابتون کې خوندي دي او يو شمېر نورې بېلګې، دا ټول د خطي اثارو د قاچاق او د ليکنيزو ميراثونو په ساتنه کې د افغانستان د ناکامۍ دردناکه کيسه کوي.
ملي نګارستان، د هرات موزيم او ارشيف او ملي ارشيف د افغانستان د ليکنيزو او خطي ميراثونو د خونديتوب درې مرکزونه دي او د کورنيو جګړو او د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال يې د خپلو اثارو يو برخه وبايلله. له ملي ارشيف څخه نهه نسخې ورکې شوې او د وخت په تېرېدو، د حکومتونو په ادلون-بدلون او د مسوول کتابدار په مرګ سره له دې قضيې سره مخه ښه وشوه. د طالبانو د لومړي دور حکومت په وروستيو شپو کې د ۲۰۰۱ کال پر مهال، يو شمېر کسانو له فرصته ناوړه استفاده وکړه او ۴۵ نفيس خطي نسخې چې په خپل ذات کې بې بېلګې وې د هرات له ارشيف څخه غلا کړې. تر دې وړاندې هم طالبانو د هرات د نقاشۍ ارشيف تابلوګانې ويجاړې کړې. په ملي نګارستان کې هم همدا پېښه تکرار شوه. د کورنيو جګړو او طالبانو د حکومت پر مهال، فرصت طلبو، غلو او افراطي طالبانو د نقاشۍ څو سوه تابلوګانې ويجاړې او غلا کړې.
د ۲۰۲۱ پر مهال پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو سره، د ملي ارشيف د خطي نسخو د غلا او قاچاق زمينه برابره شوه او د ملي ارشيف يو شمېر نسخې تر اروپا پورې ورسيدلې. که څه هم د طالبانو رژيم دا موضوع رد کړه او په اړه يې بې تفاوته پاتې شول، خو د دې ادعا په اړه قوي شواهد شته دي.
په ټوله کې ويلای شم چې د وروستيو پېړيو پر مهال کورني جنګونه او د قومي او مذهبي ډلو سیالۍ، د حکومتونو ادلون-بدلون او د طالب افراطيانو تسلط نه يوازې دا چې د خطي ميراثونو د ويجاړۍ او قاچاق سبب شوي دي، بلکې نه جبرانيدونکې زيانونه يې هم اړولي دي. د متخصص ځواک نشتون هغه زيان دی چې تر دې جنګونو را وروسته مهال کې ډېر را څرګندېږي. لکه څرنګه چې تر کورنيو جګړو وروسته مو تجربه وکړه او اوس مهال هم اکثرو متخصصينو هيواد پرېيښی او يا هم د کار کولو اجازه نه لري.
اطلاعات روز: فکر نه کوئ چې که د افغانستان اثار په نورو هيوادونو کې وساتل شي، په ښه ډول خوندي کېږي؟ لکه د اسراييلو په ملي کتابتون کې د باميانو اثار؟
په يو شمېر مواردو کې يو خطي اثر په ظاهري او محتوايي جوړښت کې له بدلون پرته پر نورو هيوادونو پلورل کېږي او يا ورته قاچاق کېږي او په دې توګه په يوه پېژندل شوې کتابخانه کې را څرګندېږي. که د پلورل شوي له لوري په فزيکي او محتوايي جوړښت کې بدلون نه وي راوړل شوی او هغه کتابتون هم د اثر د اصليت او هغې جغرافيې د پټولو چې هلته دا اثر توليد شوی دی، اراده ونه لري، نو هغه اثر خپله تمدني ريښه ساتي. د باميانو يهودي اثارو نشوای کولای چې د خپلې تمدني ريښې له ساتلو پرته له افغانستانه دباندې کتابتون ته لار ومومي. فکر کوم هغه اثر واخيستل شو تر څو يې اصلي ريښه خوندي شي. په اصولي توګه د اسنادو طبيعت داسې دی چې په خپل محتوايي جوړښت کې خپلې اصلي ريښې ساتي.
خو ټول قاچاقبران چې لرغونې خطي نسخې پلوري او يا هم اکثريت کلکسيونونه چې دا شيان پېري، هڅه کوي چې د نسخو داستان او تمدني ريښې پټې کړي. په ځانګړې توګه که هغه اثر له يوه رسمي بنسټ څخه غلا او قاچاق شوی وي. د بېلګې په توګه، د ملي ارشيف يو نفيس قرآن د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې د لندن په ساتبي (Sotheiby’s) حراجي کې وښودل شو. ما په ۲۰۱۶ کال کې د دې نسخې د يو شمېر پاڼو انځورونه اخيستي دي. دا نسخه تقريبا ۲۰ په ۲۰ سانتي متره کې ۹۰ پاڼې لري او د قرآن کريم له ۳۰ جزونو څخه ۲۶ جزه او ۱۴ سورې لري. د نسخې کاتب «ابی الفتح محمد بن محمد بن محمد بن محمد ابی بکر کرت» دی چې همدا نسخه يې د ۷۱۰ کال په يوه مياشت کې د لوی اختر په ورځ د شيخ احمد جام پر قبر پای ته رسولې ده. همدا قرآن کريم وړاندې د محمد ظاهر شاه په سلطنتي کتابتون کې ساتل کېده او د ۱۹۸۰ لسيزې پر مهال ملي ارشيف ته انتقال شو. د همدې قرآن کريم پر يوه پاڼه «د ارګ د خطي کتابونونو د تسليمۍ پر ۱۴ پاڼو ۱۷۰ شماره» هم ليکل شوي دي. همدا راز پر همدې پاڼه د استاد خليل الله خليلي په لاس د «اعليحضرت المتوکل علی الله د کتابخانې په نوملړ کې داخل شو. سنه ۱۳۳۴. خليلي» متن هم ليکل شوی و. خو د لندن په حراجي کې د ياد شوي قرآن ۶۵ پاڼې چې ۲۶ جزء پکې شامل دی او له سوره احقاف څخه د سوره ذاريات تر ۳۰ ايت پورې پکې شته دي، وړاندې شوې. د وړاندې شوې نسخې پوښ له اصلي پوښ څخه متفاوت دی، له پاڼو څخه مهرونه او ياداښتونه هم پاک شوي او د نسخې په تذهيب کې هم لاس وهل شوی دی. په دې توګه ښايي د قرآن کريم دويمه برخه چې د ۳۰ سيپارې يوه برخه ده، له خپلې انجامې او اصلي پوښ سره لاهم په ملي ارشيف کې پاتې وي. په دې توګه د قاچاقبرانو په لاس د قرآن يوه نسخه پر دوو ټوټو ويشل شوې او په دې ډول د نسخې تاريخ يا داستان او د بېلو شويو برخو فرهنګي ريښه له خپله اصله بېله او له منځه تللې. له دې سره-سره که په يوه خطي اثر کې لاس ووهل شي، نو اصليت يې زيانمن کېږي او تر دې وروسته يو جعلي اثر ګڼل کېږي.
د خطي نسخو پاڼې-پاڼې کول او يا څو ټوټې کول – په ځانګړې توګه قرآنونه او مينياتور لرونکي اثار – او پر کتابتونونو، موزيمونو او يا حراجيو يې پلورل د غلا او له دولتي مجموعو څخه د خطي نسخو د ايستلو يوه پخوانۍ تګلاره ده. په داسې شرايطو کې ښايي يو څوک په لسګونو او سلګونو کلونو کې هم د اثارو په له منځه تلو خبر نشي.
يو بل مورد امام حسن ته منسوب قرآن دی. په ۱۳۳۲ / ۹ / ۶ تاريخ د پای د خوا ته پر هغې پاڼې چې پر پوښ سريښ شوې د کتنې يو ياداښت ليکل شوی او ورسره د پاڼو شمېر، د ليکو شمېر او د نسخې اندازه ثبت شوي دي. د دې مطلب دادی چې په همدې تاريخ دا نسخه کتل شوې او په دې متن «مال موزه کابل. محمد آصف مايل. ۳۵/۴/۱۷» د نسخې پر لومړۍ پاڼه او همدا راز د نسخې پر وروستۍ سپينه پاڼه ياداښټ کښل شوی او ښيي چې دا قرآن د ۱۳۳۵ کال پر مهال د کابل په موزيم کې و. د مطبوعاتو د خپلواک رياست له کمرنګه ټاپې سره يو ياداښت ښيي چې فکر سلجوقي همدا نسخه نوملړ ته رسولې او د نسخې پر آستر يې په سره پنسيل ليکل کړي. همدا راز د نسخې په لومړي سر او پای کې پر دوو الصاق شويو پاڼو د ملي موزيم او ملي ارشيف ټاپې شته دي. دا قرآن په وروسته کلونو کې عامه کتابتون او بيا ملي ارشيف ته انتقال شوی دی. د افغانستان د ملي ارشيف د شريفو خطي قرآنونو د نوملړ په څلورمو او پنځمو پاڼو کې د عبدالقدير مشتري نجرابي ليکنه (۱۳۶۶) ياد شوی قرآن په ۱۲.۵ سانتي متره کې د ۱۹.۵په اندازه ښيي چې ۱۷۴ پاڼې (۸۷ مخ) او په هر مخ کې نهه ليکې (سطر) لري. ما دا اثر د ۱۳۹۶ پر مهال په همدې مشخصاتو سره په ملي ارشيف کې ليدلی و چې هيڅ لاس پکې نه و وهل شوی او په همدې کال اخيستل شوي انځورونه يې هم لرم. د دې قرآن يوه برخه په ۲۵ برګونو/پاڼو کې د ۲۰۲۲ کال د می پر ۲۴مه نېټه د ختيځ هنر په ليلام (Oriental Art Auction) کې په ART3004243 شمېره سره وښودل شول چې د سورت اسراء له ۱ ايت څخه تر ۹۷ او د سورت کهف له ۱۷ څخه تر ۱۹ او ۷۴ ايت پکې شامل دي. د تذهيب په يو شمېر برخو کې پاک شوي د پاکېدو اثار ليدل کېږي.
کله چې غير قانوني اعمال لکه غلا، قاچاق او فرهنګي اثارو جعل پېښېږي، په خپل ځای کې يو بحث دی خو که يو غلا شوی اثر په تر ټولو امن ځای کې ساتل کېږي او څېړونکي ورته لاسرسی لري، نو په اړه يې ويل کېدلای شي چې کومې نسخې په دې توګه ټوټه-ټوټه کېږي، نو که د نړۍ په تر ټولو ښو او لويو کتابتونو کې هم وساتل شي، ارزښت نه لري ځکه معلومه نه وي چې له کومه ځايه راغلی او په کوم تمدني او تاريخي بستر کې پنځول شوی او د پېړيو په اوږدو کې له څه ډول برخليک او داستانو راوتلی دی.
د ليلام په کاتالوګ کې د داسې نسخو ځينې واقعيتونه په احتمالي بڼه يادېږي. مطلب دا چې هغوی پوهېږي چې اصلي کيسه څه ده او هڅه کوي چې د احتمالاتو له لارې ورته يو څه ارزښت ورکړي او په لوړه بيه يې وپلوري.
له همدې کبله يو اصيل اثر چې پېړۍ-پېړۍ يې مزل کړی وي او ځان ته ځانګړی داستان لري، په يوه ځل د قاچاقبرو له لوري له خپل اصل او ريښې څخه پرې کېږي او نوی او جعلي هويت پیدا کوي. دا جعلي اثر نه يوازې دا چې د تاريخ او فرهنګ د علم تياره اړخونه نه روښانه کوي، بلکې پر خپلو وزرو د جعلي نښو له وجې څېړنې له جدي ننګونو سره مخ کوي.
اطلاعات روز: د دې ګواښونو او خطرونو پر وړاندې باید څه وشي؟
اوس مهال په نړۍ کې ارشيفونو ته د لاسرسي برابرولو څو موخې دي. د خطي اثارو خونديتوب او د څېړنو ملاتړ، همدا د لاسرسي عمده موخې دي. کله چې يوه خطي نسخه يا سند ټولې نړۍ ته د لاسرسي وړ وي، نو قاچاق او د قاچاقبرانو له لوري يې پېر او پلور ناشونی وي. که جګړه، طبيعي پېښه او يا يو بل افت د يوه اثر فزيکي جوړښت خرابوي، نو ډيجيټل انځور يې د استناد او استفادې وړ دی. د لاسرسي په لړ کې تر ټولو اساسي اقدام نوملړليکنه او د همدې نوملړ خپرول دي. په دويم اقدام کې بايد د اثر/سند بشپړ انځور په انلاين/پرليکه توګه خپور شي تر څو څېړونکي په خپلو څېړنو کې ګټه ترې واخلي. په دې توګه د غلا لارې او د خطي اثارو د قاچاق خطر راکمېږي.
که افغانستان غواړي چې خپل خطي ميراثونه له قاچاق او غلا، طبيعي افتونو او پېښو او له چاپېريالي صدمو څخه خوندي کړي، نو يوازينۍ لاره يې داده چې ارشيف ډیجيټل کړل شي او په انلاين توګه ډيجيټل شوي ارشيف د لاسرسي وړ کړای شي. همدارنګه د سکن په پروسې سره بايد د اثارو اصليت په علمي طريقو له انساني، کېمياوي، فزيکي او چاپېريالي زيانونو وساتل شي.
اطلاعات روز: ستاسو په اند د اثارو له غلا او قاچاق پرته چې ارشيف ګواښي، ارشيف له کومو نورو ستونزو او ننګونو سره مخ دی؟
د تېرو شلو کلونو پر مهال بېلابېلو رييسانو او د ارشيف کارکوونکو د دې بنسټ د وضعيت ښه کولو لپاره زياتې هلې-ځلې وکړې او ټولو له خپل وس او باور سره سم د ارشيف د وضعيت په ارتقا کې برخه واخيسته خو تل په دې دوران کې ستونزې وې چې په دې لړ کې د تخنيکي او تخصصي تجهيزاتو کمښت يادولای شو. يو لړ نيمګړتياوې په دولتي بودیجه او له باندنيو بنسټونو سره د دې بنسټ د مسوولينو د اړيکو په وسيله حل شوې. په دې لړ کې کولای شم د ډيجيټل سازۍ او ارشيف د خونديتوب او آی سي ټي وسايلو او نورو تخنيکي تجهيزاتو ته اشاره وکړم. د تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو ستونزه به په يو ډول حل شي مګر تر ټولو جدي ستونزه د متخصص او مسلکي ځواک نشتوالی دی. د تېرو شلو کلونو پر مهال د ارشيف کارکوونکو ته د کتابدارۍ، خونديتوب او ترميم، صحافي، ديجيټال سازي، نوملړليکنې، سند پيژندنې او نسخه پيژندنې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې. دا زده کړې هيڅکله کافي نه وې او په لنډ مهالو ورکشاپونو کې ورکول کيدې. لنډ مهالي ورکشاپونه د هغو کسانو لپاره مناسب دي چې اصلي تخصص لري او اړينه وي چې خپله پوهه په تازه معلوماتو زياته کړي. دا ډول زده کړې د هغو کسانو لپاره مناسبې نه دي چې د يوه علم له علمي او مسلکي اساس سره بلد نه وي. په جرأت سره ويلای شم چې اوس مهال تاسو په افغانستان کې داسې کتابدار او ارشيفيسټ نشئ موندلای چې په دې څانګه کې يې په اکاډميکه توګه زده کړې کړې وي. په تېرو شلو کلونو کې يې هم شمېر د ګوتو په شمېر وو. د ملي ارشيف کارکوونکي چې موږ ورته مسلکي خلک ويل په غير ارشيفي برخو کې يې زده کړې کړې وې او وروسته يې په عملي توګه ځينې شيان زده کړل مګر نه يې شمېر او نه يې هم پوهه د ملي ارشيف په څېر يوه بنسټ لپاره کافي وه.
د ملي ارشيف د نوملړليکنې د نه بشپړېدو يو علت دا و چې نسخه پېژندونکي او سند پېژندونکي کم وو. موږ د عربي نسخو د نوملړليکنې لپاره هيڅ کس نه درلود چې هم له عربي ژبې سره بلد وي او په نسخه پېژندنه پوه شي. په سند پېژندنه کې هم له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. تر ۶۰ لمريزې لسيزې را وروسته ملي ارشيف د متخصص ځواک له اړخه سقوط شوی و او وروسته يې د سياسي نااراميو او داخلي جګړو له امله ونشوای کولای چې د مسلکي کارکوونکو کمښت پوره کړي. د سند پېژندونکي، نسخه پېژندونکي، صحاف، د خطي اثارو د مرمت ګر او لابراتوار د کارشناس روزنه او ښوونه ساده چاره نه ده. له فردي هلو-ځلو او کوشش سره-سره بايد د حکومت له لوري قوي ملاتړ وشي.
د ارشيف په برخه کې د متخصص ځواک د نشتون پايله د اثارو نه پېژندل کېدل دي. د ملي ارشيف اثار او اسناد د معرفي کېدو او پېژندل کېدو په صورت کې د نړيوالو څېړنو په ملاتړ کې ډېره مرسته کولای شي. بل اړخ ته که يو اثر ونه پېژندل شي نو د غلا، قاچاق او په غير قانوني توګه يې د پېر او پلور خطر هم زياتېږي.
په همدې توګه، زيات اثار شته چې ځانګړې پاملرنې او ترميم ته اړتيا لري. دا اثار د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه ختمېږي. شونې ده چې په دې لړ کې ډېر ارزښتمن او ناپېژندل شوي اثار شته وي مګر له بده مرغه نه د هغو د پيژندنې او نه يې هم د ترميم او مرمت لپاره متخصصين او تجهيزات شته دي.
په ملي ارشيف کې زما هيله تر ممکنه حده د مخازنو د چاپېريالي شرايطو کنټرولول و، خو د لومړنيو زيربناوو نشتون موږ ته دا اجازه نه راکوله. که د مخازنو رڼا، تودوخه، لندبل او بيولوژيکي عوامل تر کنټرول لاندې نه وي، خطي اثارو ته جدي زيان رسېږي. له بده مرغه په تېرو لسيزو کې ملي ارشيف له داسې ننګونو سره مخ و او هيڅکله ونه توانېدو چې پر داسې ننګونو برلاسي شو. د برق ستونزه يوه عمده او اصلي ستونزه وه او له امله يې هغه ماشينونه چې تودوخه او رطوبت يې کنټرولول، په منظم ډول نه فعالېدل. د تهويې د ماشينونو، لابراتوار او د اثارو د مرمت او ترميم په برخه کې د متخصصينو نشتوالی د ارشيف اصلي ننګونې وې. د خونديتوب فعاليتونه دوامدار او دوريي اقدامات دي چې هيڅکله پای ته نه رسېږي. د بېلګې په توګه، يو ځل که مخزن او اثار په عفوني ضد موادو ولړل شي نو د خونديتوب اقدامات نه ورسره بشپړېږي.
اطلاعات روز: فکر کوئ چې د طالبانو اوسنی حکومت د ملي ارشيف د ادارې او له کلتوري ميراثونو سره د تړلو نورو بنسټونو مسووليت ادا کولای شي؟
دا چې طالبانو د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې له فرهنګي ميراثونو سره څه وکړل، ټولو ته معلومه او واضحه ده. دوی د تمدنونونو د اثارو په خونديتوب کې بده مخينه لري. دوی په کلي توګه پر فرهنګي، مذهبي او قومي تنوع باور نه لري. دوی د تېرو دوو لسيزو پر مهال په پرلپسې توګه پر لرغونو ځايونو بريدونه کول، امنيتي کسان به يې وژل او د فرهنګي بنسټونو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېدل. د ۲۰۱۴ کال پر مهال د غزني پر موزيم او ارشيف ځانمرګی بريد د هيچا هير نه دی. د جمهوري حکومت د شلو کلونو پر مهال، د هيواد د بودیجې زياته برخه پر نظامي چارو او د امنيت پر تأمين لګېدله او په عملي توګه فرهنګي سکتور ته کمه بودیجه پاتې کېده او لږ پاملرنه ورته کېده. له بله اړخه، د ښارونو په کچه چې کوم بريدونه کېدل له ښاروندو يې رواني انرژي اخيستله او د سراسري امنيت په برخه کې د حکومت د ناتوانۍ له امله له ۲۰۱۴ کال راهيسې او تر دې وروسته ډېر متخصصين له هيواده ووتل.
د دې ډلې له لوري چې ملي ارشيف ته کوم اسناد راوړل شوي دي، د دوی تګلاره ترې څرګندېږي. که په لنډ ډول ووايم، ما د طالبانو د لومړۍ دورې ۳۶۱ سندونه وارزول. په دې لړ کې يوازې ۱۷ سندونه د ارشيف له تخصصي موضوعاتو لکه نوملړليکنې، د ارګ د اسنادو له تنظيم او د طالبانو د «اسلامي امارت» تر مديريت لاندې ادارو څخه د خطي نسخو له را پيدا کولو سره تړاو لري. په دې دوره کې يوازي شپږ خطي نسخې له دولتي بنسټونو څخه ملي ارشيف ته انتقال شوې دي او هيڅ سند يا نسخه نه ده خريداري شوې. کارونه په ځنډ او سختې بيوروکراسۍ سره مخته تللي او د ودانۍ د رغونې او د اړتيا وړ موادو د پېرلو لپاره بودیجه ډېره کمه وه.
په دې ټوله دوره کې مخازن په بشپړه توګه تړلي وو او لس کاله وروسته د ۱۴۲۱/۲/۲۶ نيټې له حکم سره سم خلاص شوي او بيرته تړل شوي دي. په يو څو محدودو مواردو کې چې مخزن پرانيستل شوی د وزارت د موظف پلاوي له لوري کتل شوی دی. په دې دوره کې ارشيف ته د بهرنيو اتباعو پر تګ بنديز و او مراجعينو ته خدمات نه وړاندې کېدل. همدا راز د نوملړليکنې، ميکروفيلم اخيستنې، ترميم او مرمت، ظرفيت د لوړونې/کارکوونکو د زده کړې فعاليتونه نه دې ترسره شوي او نه هم څېړونکو ته خدمات وړاندې شوي دي. په ارزول شويو اسنادو کې دوې نسخې ليدل کېږي چې ښيي کارکوونکو د نوملړليکنې په برخه کې د ډېري ټيټې درجې تخصص درلود. په دې دوره کې د دې بنسټ ټوله پاملرنه د هغو ويجاړيو رغونو ته وه چې د کورنيو جګړو له امله پېښې شوې وې او دا چاره هم په ډېر ځنډ سره مخته وړل شوې. طالبانو د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې د کورنيو جګړو پر ويجاړيو او هغو خلکو حکومت کاوه چې له روحي پلوه مړه وو. هغه وخت د ملي ارشيف لپاره د دوی د حکومت امتياز دا و چې ارشيف له سازمان شويو غلاوو او د مخالفو ډلو ترمنځ د چاودنې له خطر څخه وژغورل شو.
دا ځل دوی زموږ د شلو کلونو د هلو-ځلو وارثين دي. که څه هم داسې ښکاري چې په ارشيف کې متخصصين نه دې پاتې شوي، خو کوم ځواک چې پاتې دی د تېرو شلو کلونو پر مهال کار ترې اخيستل شوی دی. تر اوسه چې د دوی پر حکومت دوه کاله اوړي څرګنده شوې ده چې دوی د ۱۹۵۴ کال له نړيوال کنوانسيون سره سم د فرهنګي مالونو د خونديتوب او د هغو د پروټوکولونو د خونديتوب لپاره خپلو تعهداتو ته ژمن نه دي او همدا راز د فرهنګي مالونو د وارداتو، صادراتو او مالکيت د غير قانوني لېږدل د مخنيوي په تړاو د يونيسکو د ۱۹۷۰ کال کنوانسيون ته ژمن نه دي. له ملي ارشيف او نورو خصوصي کلکسيونونو څخه د خطي اثارو ايستل کېدل د خطي ميراثونو خونديتوب ته د دوی نه ژمنتيا ښيي.