د کابل پوهنتون امنیتي مسوولین څارنوالۍ ته وپېژندل شول

پر کابل پوهنتون برید؛ د درېیمې حوزې امر او ۱۲ منسوبین لویې څارنوالۍ ته وپېژندل شول

اطلاعات روز: پر کابل پوهنتون د وسله والو له برید دوه ورځې وروسته، د کابل پولیس وایي، د کابل ښار درېیمې حوزې د امر په ګډون ۱۳ منسوبین نیول شوي او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن (چهارشنبه، ۱۴ لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې دغه منسوبین د کابل پوهنتون امنیتي برنامې تطبیق کې د ناغېړۍ له امله، د پولیسو قوماندانۍ کورني امنیت مدیریت له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یو ټوېټ کې ویلي: «د کابل درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ تنه پولیس منسوبین، چې د کابل پوهنتون مسوولیت ورترغاړې و، د امنیتي پلان تطبیق کې د ناغېړۍ له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»

دوه ورځې وړاندې وسله والو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ. په دې برید کې، چې داعش ډلې یې مسوولیت ومانه، ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپي شول.