کرونا افغانستان کې

افغانستان کې ۱۶۶ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۶۶   مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۶۶ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بامیان، کندوز، بغلان، دایکنډي، بادغیس، نیمروز، پروان، لوګر، غور، پنجشیر او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۳ تنو ته ورسېد.  

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۳۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۹۵۴ تنو ته ورسېد.      

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دریو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۷۷ تنو ته ورسېد.