لغمان

لغمان کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو

د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (شنبه، ۲۴لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او و یې وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د مرکز مهترلام اړوند سیمه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ډګروال صحرایي د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د ملي امنیت کارمند ډګروال صحرایي باندې نن سهار مهترلام په سیمه کې برید شوی، چې پر مهال یې نوموړی وژل شوی دی.»

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.