غني

«ولسمشر غني له قضایه قوې غوښتي چې ترهګر په ښکاره محاکمه کړي»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې ولسمشر اشرف غني د هېواد له قضایه قوې غوښتي، چې «ترهګر» په علني یا ښکاره توګه محاکمه کړي.

ښاغلي صالح نن ورځ (سه شنبه، ۲۷ لړم) په یو فیسبوکي یادداښت کې لیکلي، چې له قضایه قوې د ولسمشر غني دغه غوښتنه پرون شوې ده.

د صالح په وینا، ښاغلي غني ټینګار کړی چې د «ترهګرو» محکمه دې ژر ترسره شي، څو خلک وپوهیږي چې «د خپلوانو وژونکو ته یې له بندخونو، میلمستونونه نه جوړوي.»

امرالله صالح د لړم په ۲۵مه ویلي و، چې کابل کې په جرمونو ککړ ټول درې زره او ۶۰۰ تورن کسان چې د خلکو له خوا پېژندل شوي، یواځې ۷۰۰ تنه یې نیول شوي دي.

ښاغلي صالح د افغانستان له قضایه قوې غوښتي و، چې «نیول شوي ترهګر» په علني توګه محکمه او د «شهیدانو» کورنۍ د محکمې په جریان کې ور وبولي.