د غزني ولایت امنیتي مسوولین تاییدوي، چې یو سړي د دې ولایت جاغوري ولسوالۍ کې خپله لور د یو هلک سره وژلي دي.
د جاغوري ولسوالۍ د پولیسو قوماندان نجیب الله توسلي اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲ لیندۍ) د یادې ولسوالۍ مرکز اړوند «چال» کلي کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي توسلي زیاته کړه، چې په قتل تورن کس نیول شوی او د پولیسو څېړنو پر مهال یې د خپلې لور او هلک پر وژنې اعتراف کړی دی.
هغه وویل، دغه کس ادعا کړې چې دا دواړه یې د «نا مشروع» اړیکو درلودلو له امله وژلي دي.
له بلې خوا، د جاغوري پولیسو قوماندان وویل، چې تېره ورځ یو شاوخوا ۴۵ کلن سړی د یادې ولسوالۍ «پاتوی» سیمه کې وژل شوی دی.
هغه د دې پېښې په اړه ډېر څه و نه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې قاتل نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
په همدې حال کې، د دې سړي له خپلوانو حسن جعفري اطلاعات روز ته د هغه نوم «جواد یاري» یاد او ویې وویل: «ښاغلی یاري د ۱۶ او ۱۳ کلونو دوو هلکانو له خوا وژل شوی دی.»
هغه زیاته کړه، چې دغو کسانو هغه له لفظي شخړې وروسته په «چره ییز» وژلی دی. د ښاغلي جعفري په وینا دغه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او اوس له پولیسو سره دي.