د کامې نوموتې ګوړه؛ سږ کال یې د زرګونه ټنه حاصلاتو اټکل شوی

په کامه کې د ګوړې ګاڼۍ ډېر ـ کلونه ولاړې وې خو دا څو وروستي کلونه یو ځل بیا مخ په زیاتېدو دي. کارګر یې وایي، لسیزې وړاندې د ګاڼیو لپاره ډېرې اسانتیاوې نه وي خو اوس چې ماشینونه لري کار يې اسان او ګټه یې زیاته ده.