له نږدې نیم کال وروسته د ګردېز ډنډپټان لویې لارې پرانیستل

د ګردېز ــ ډنډپټان ولسوالي د مهمې لويې لارې د تړل کېدو په اړه د اطلاعات روز له رپوټ خپرېدو وروسته امنيتي ځواکونو دا لويه لاره، چې وسله والو طالبانو له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې تړلې وه، بېرته د خلکو د ډاډمن تګ، راتګ په مخ خلاصه کړه.