مرکزي بندخونه

له بندیانو ډکه بندخونه؛ د سوېل ختیځ زون مرکزي زندان کې له دوه نیم برابره ډېر بندیان اوسي

خبریال: امېد اشنا

د سوېل ختيځ په مرکزي زندان کې زندانيان د ځای له کمي او تنګوالي سخت شکايت کوي او وايي چې د بنديانو په هره خونه کې د ټاکل شوي شمېر دوه او دوه نيم چنده زيات کسان اوسيږي.

دوی په ياد زندان کې له شته ځينو نورو ستونزو هم شکايت کوي او وايي چې د روغتيا، خوړو او پايوازي ستونزې هم لري.

د ځای تنګوالي د ځينو نورو ستونزو سربېره روغتيايي ستونزې هم زياتې او لا هم د کرونا په روان حساس حالت کې اندېښنې زياتې کړې دي.

يو تن زنداني محمدياسين وايي د ځای د تنګوالي له امله يې ژوند خورا اغېزمن شوی او له دې امله په سختۍ شپې، ورځې تېروي.

ياسين وويل: «موږ په دې يوه وړوکي اطاق کې ۲۲ کسان يو. د ډېر رش او ګرمۍ له وجې پکی چالانوو او کړکۍ خلاصوو.»

د سوېل ختیځ زون مرکزي زندان

يو بل زنداني محمدرؤف اطلاعات روز ته وويل چې د ځای د تنګوالي، په هره خونه کې د کسانو د زياتوالي او زيات شور، ماشور له امله هېڅکله په وخت خوب او آرام نشي کولی.

روف وايي: «د ځای ډېر تنګون دی، په تشنابونو او حمامونو ډېر رش وي، په هر څه کې ستونزه ده. خوب او آرام مو نشته، له دې امله بيخي روحي تکليف راته پيدا شوی دی. اطاقونه هم ډېر واړه دي. ډوډۍ په خپل وخت نه وي او که وي هم د خوراک نه وي.»

ولي خان بيا وايي چې ډېری مهال ورته ورکول کېدونکي خواړه او وچه ډوډۍ سمه نه وي او ناروغو زندانيانو ته هم په وخت پاملرنه او درملنه نه کيږي.

خان زياته کړه: «دا اطاق خپله وينئ چې لس کټونه لري او د لس يا دولس کسانو لپاره دی، خو دلته ۲۳ کسان اوسيږي. ډوډۍ ځينې وخت ډېره ناوخته وي، هغه هم يا شنه وي يا کمه وي. هغه بله ورځ بيخي اومه او لامده وړه و. د پايوازي ځای مو ډېر کم او وړوکی دی. څوک چې قلمداد شي بايد له امنيت ملي څخه يې کارونه خلاص شي او محبس ته رانه وړل شي؛ ځکه دلته ځای ډېر تنګ دی.»

د سوېل ختیځ زون مرکزي زندان

د بشر حقونو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين هم د زندانيانو ستونزې مني او وايي چې ياد زندان د ۲۵۰ کسانو لپاره دی، خو اوسمهال پکې ۵۸۹ زندانيان ساتل کيږي.

د ياد کميسيون د څار او څېړنې څانګې مرستيال شفيق الله شفق وويل، چې په دې وروستيو کې د زندان د خوړو له نوي قرارداد سره، چې په خبره يې په پلازمېنه کابل کې ورکړل شوی، د زندان د خوړو کيفيت هم خورا خراب شوی دی.

شفق وايي چې په زندان کې د بندي اووه مېرمنو او ور سره اووه ماشومانو خونه هم مناسبه نده او دوی د زندان اوسني حالت ته اندېښمن دي.

نوموړي زياته کړه: «د زندانيانو ځای رښتيا هم ډېر تنګ دی. موږ د توقيفيانو لپاره بېل زندان نلرو، زندانيان او توقيفيان دواړه دلته ساتل کيږي. په زندان کې شته کلينيک هم د ۲۵۰ کسانو لپاره دی، نو طبعا ۵۸۹ کسانو ته رسيدګي نشي کولی. د ځای د تنګوالي له امله هر قسم مشکلات پيدا شوي دي. د دوی د ډوډۍ او خوړو کيفيت واقعا خراب دی. موږ دا مسايل او مشکلات د زندان مسولينو ته هم ويلي او خپلې مربوطه ادارې ته هم. د زندان مسولين وايي چې قرارداد کابل کې شوی او دوی په دې اړه څه نشي کولی.»

د پکتيا ولايتي اداره هم د زندانيانو لپاره د ځای د تنګوالي او ډېری نورو اسانتياوو د نشتوالي ستونزه مني او وايي چې د نوي مجهز زندان جوړېدو يا د شته زندان د پراختيا مسله يې له اړوند وزارت سره شريکه کړې، خو په خبره يې د يو کال په تېرېدو يې لا هم په اړه هېڅ عملي څه ندي شوي.

د والي وياند عبدالله حسرت وويل: «د پکتيا په محبس کې رښتيا هم د ځای د تنګوالي ستونزه شته. موږ تقريبا يو نيم کال وړاندې د نوي پراخ او په وسايلو او اسانتياوو سمبال محبس جوړېدو يا د اوسني محبس د پراختيا غوښته کړې وه، خو دې غوښتنې ته لا هم مثبت ځواب ندی ويل شوی.»

د قانون له مخې هر زنداني بايد په زندان کې د ساتل کېدو لپاره ۲.۵ متره مربع ځای ولري.

د سوېل ختيځ زون په دې مرکزي زندان کې اوسمهال د اووه ښځو او اووه ماشومانو په ګډون یې ۵۸۹ کسان بنديان دي، چې ۳۶۶ يې زندانيان او پاتې هغه يې توقيفي دي.