پکتیکا روغتیایي مرکزونه

پکتيکا کې کابو ۸۰ سلنه روغتيايي مرکزونه، درملتونونه او د درملو واردوونکې کمپنۍ جواز نه لري

خبریال: امېد اشنا

پکتيکا کې ډېری شخصي روغتونونه، د بېلابېلو برخو صحي کلينيکونه، درملتونونه او د درملو د راواردوونکو کمپنيو نمايندګۍ له روغتيايي جواز پرته فعاليت کوي. 

د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د يادو برخو سربېره ډېری د اکسرې کلينيکونه، لابراتوارونه او د درملو عمده پلورنځي هم د روغتيا وزارت او اړوندو صحي ادارو له خوا د فعالیت مجوز کارټ يا سرټېفېکټ نه لري.

خلک هم اندېښنه ښيي چې د دې ولایت په مرکز او ولسواليو کې غوڅ اکثريت درمل پلورونکي له قانوني جواز پرته فعاليت کوي، چې په خبره يې لويه نيمګړتيا ده.

د مرکز ښرنې اوسېدونکی خان ولي د روغتيايي مرکزونه خپلسری او ناکنټرول فعاليت د جدي اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دا ډول فعاليتونو له امله ناروغان د ښه کېدو پر ځای لا زياتیږي.

ولي وويل: «په لوی شمیر کې غیر جواز لرونکې درملتونونه فعالیت کوي، دا خرابه نتيجه لري څوک چې ناروغان وروړي درملتون والا نه پوهیږي چې کوم درمل ورکړي. روغتیا ریاست دي په پکتیکا کې د غیر جواز لرونکو درملتونونو مخه ونیسي او یا دي ورته جوازونه ورکړي.»

د ښرنې د دويمې ناحيې اوسېدونکی انجينر بهادر وويل چې دې چارې صحي ناقانونه بانډونو ته د نامسوله فعاليت موقع په لاس ورکړې او د خلکو له ژوند سره لوبې کيږي. 

نوموړی وايي: «قانوني جواز نلري، قانون ته مسول ندي او هر څه يې چې زړه وغواړي، را وړي يې او په بې چاره او دربدره ولس يې خرڅوي، آن تر دې چې ژوند يې واخلي.»

مدنې فعال عبدالروف ذهین وايي په پکتیکا کې سلګونه درملتونونه فعالیت لري، خو زیات شمیر يې غیر قانوني درمل پلورنه کوي.

ذهين وايي د فعالیت نه درلودو له امله عامې روغتیا ریاست هم دوی په سم ډول نشي کنټرول کولی؛ ځکه هم د یادو کسانو ډيری درمل قاچاقي او کم کیفیته وي.

نوموړي زياته کړه: «که لس، پنځلس فیصده درملتونونه جواز ولري، نور ټول بې جوازه دي، د دوی چې څه زړه وي وي هغه ډول درمل له سوداګرو او کمپنیو اخلي او په خپله خوښه يې پلوري.»

د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر عبدالولي حيات هم د روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو په قانوني کېدو ټينګار کوي او وايي چې ناقانونه فعاليت په صحي مرکزونو او ډاکټرانو د خلکو باور کم او له منځه وړي. 

حيات وويل: «بې جوازه، بې ثبته او ناخبره فعاليت واقعا د حيرانتيا او اندېښنې وړ دی؛ په نورو ځايونو کې خلک يوه ګولۍ د ډاکټر له رسمي لارښوونې او پرچې پرته نشي اخيستی؛ دا د خلکو له ژوند سره جفا کول دي، که څوک رښتيا صحي کارمند وي، بايد جواز ولري.»

د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله رسولي هم دا ستونزه مني او وايي چې دا تشه يوازې په دې ولايت کې نه، بلکې په ډېرو ولايتونو کې شته.

رسولي وویل په دې برخه کې ډېرو خلکو پانګونه کړې او وايي د وزارت له جدي همکاري پرته د دې مسلې حل ستونزمن دی.

نوموړي زياته کړه: «یو وخت موږ د جوازونو د ورکړې لړۍ پیل کړه، خو په وزارت کې دا پروسه بنده شوه او تر نامعلومې نیټې پوري يې بند کړل، که کله درملتونونو ته د جوازونو ورکړه پیل شوه ټولو ته به جوازونه ورکړل شي. موږ له ولایتي ادارې سره دا ستونزه شریکه کړې، اوسمهال مو ورته د فعاليت اجازه ورکړې.»

د هېواد د نورو ډېری سيمو په څېر په پکتيا کې هم د روغتيايي برخې يو لوی شکايت ناموثره تداوي او د درملو ټيټ کيفيت دی، چې يو لوی لامل يې همدا بې جوازه فعاليتونه ګڼل کيږي.