ننګرهار ګمرک

تورخم ګمرک کې فساد؛ د ولسي جرګې پلاوی کارکوونکي په فساد او هغوی دا پلاوی په باج اخیستنې تورنوي

ایا رښتیا هم د ولسي جرګې ورغلی پلاوی باج اخیستو ته تللی؟!

خبریال: جان اغا صالح

له ولسي جرګې څخه ننګرهار ته د یو شمیر ادارو د چارو د څیړنې په موخه راستول شوی پلاوی ادعا کوي، چې د تورخم ګمرک مامورین او مسوولین هره ورځ میلیونونه افغانۍ فساد کوي.

له ولسي جرګې راستول شوي دغه پلاوي خپل کاري راپور په یو خبري کنفرانس کې شریک کړ او هم یې رسنیو ته د ګمرک د ځینو مامورینو نومونه واخیستل چې د دوی په خبره په فساد کې ښکیل دي او په لوی لاس یې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د دغه پلاوي یو غړي محمد ابراهیم غښتلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم په ګمرک کې یې پایلې ښیې چې د دې ادارې یو شمیر مهم مامورین په فساد کې ښکیل دي او په خپله یې فساد ته زمینه برابره کړې ده. غښتلی زیاتوي: «د ګمرک هغه مامورین چې په فساد کې ښکیل دي نومونه یې دا دي: د ګمرک څلورم بست عمومي مدیر روح الله، همایون د مسافرو مدیر، د حفظ مراقبت مامور عبدالجلیل، د اعاشې مدیر سید زیور.» 

د دې پلاوي یوې غړي سریا اکبري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د تورخم ګمرک مامورینو د بار وړونکو موټرو د وزن پټ ساتلو لپاره نوې جوړه شوې تله غیر فعال کړې او هم یې د قاچاق د مخنیوی سکینر یې له کاره غورځولی، چې له امله یې هره ورځ له پاکستانه واریدوونکي سلګونه تنه بیلابیل توکي له محصول پرته د هیواد بازارونو ته داخلیږي.

سریا اکبري زیاته کړه: «د دغه ګمرک مامورینو د وزن یوه تله خرابه کړې او بې له معیاري وزن څخه باروړونکې سوداګریز موټر تیریږي او هم یې د قاچاقي موادو د مالومولو یو سکینر خراب کړی دی.»

د ولسي جرګې یو پلاوی چې د فساد ارزونې لپاره ننګرهار ته تللی یوې خبري ناسته کې یې د فساد موندنې خبریالانو سره شریکې کړې.

د ولسي جرګې دغه پلاوي د ننګرهار د عمومي محبس چارې هم ارزولي او وایي، د محبس ځینې مسوولین په فساد کې ښکیل دي چې له امله یې د زندان په داخل کې چرس او نور نشه یي توکي ښکاره پلورل کیږي.

خو په ورته مهال د تورخم ګمرک د ګودامونو مدیر سید الرحیم له کابله راغلی پلاوی په فساد تورنوي او وایي، د ولسي جرګې پلاوي یوازې له تورخم ګمرک د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو رشوت غوښتنه کړې او د پیسو د نه وړکړې وروسته یې پرې د فساد تور پورې کړی دی.

نوموړی زیاتوي: «زه هیڅ له ځان څخه خبر نه یم ما فساد نه دی کړی، کله چې یاد پلاوی تورخم ګمرک ته راغی له مونږ یې د یو لک تر پنځه لکو ډالرو غوښتنه کوله، زه هر وخت اماده یم چې له ځان ځواب ورکړم خو دوی پر ما هڅې تور پورې کړی دی.»

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم د ولسي جرګی یاد پلاوی په فساد کې ښکیل بولي. د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر د ولسي جرګې پلاوی په فساد تورنوي او وایي، یاد پلاوی د ننګرهار له عایداتي ادارو د باج اخیستو په موخه راغلي.

اجمل عمر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاد پلاوی څارنوالۍ د چا د معرفي کیدو حق نه لري. هغه زیاتوي: «دغه پلاوی د نظارت حق لري خو د چا د رشوت اخیستو حق نه لري، دوی صرف عایداتي ادارو څخه د باج اخیستو په هدف راغلي، خو مونږ به چا ته اجازه ورنه کړو چې غیر قانوني کړنې وکړي.»

بل لور ته بیا د ولسي جرګې راغلی پلاوی په دوی لګول شوي تورونه بې اساسه بولي او وایي، یو شمیر مافیایي کړۍ له مامورینو سره یو ځای غواړي د دوی فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي. د ولسي جرګې غړي رسول خان کوچي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په فساد کې ښکیل کسان به څارنوالی ته معرفي کړي. هغه زیاتوي: « ځينې کړۍ دي چې د ولسي جرګې راغلی پلاوی بدنام کړي او دوی خلکو ته په فساد ککړ معرفي کړي، خو مونږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او ښیکل کسان به څارنوالۍ ته معرفي کړو.»

د ولسي جرګې دغو غړو وویل، د ننګرهار په محبس کې سلګونه کسان له کلونو راهیسې بې سرنوشته پراته دي او تراوسه یې دوسیې نه دي څیړل شوي. د دغه پلاوي یو غړي محمد ابرهیم غښتلي د محبس د هغه مامورینو نومونه رسنیو ته هم واخیستل چې د دوی په اند په فساد کې ښکیل دي.

غښتلي زیاته کړه: «هغه کسان چې په محبس کې په فساد کې ککړ دي: سمنوال محمد شفیع فاروقي د محبس عمومي مدیر، محفوظ الله د زندان امنیتي مرستیال، سمنوال محمد ظریف د لوژستیک امر.»

هڅه مو وکړه چې د محبس مدیر او نورو هغه تورنو کسانو نظر له ځانه سره ولرو خو بریالي نه شو.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي چارواکي د ولسي جرګې څیړنې ستایي او د فساد د مخینوي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي، که په هره اداره کې څوک فساد ګوري نور کره اسناد دې له دوی سره شریک کړي.

امرخیل زیاتوي: «که په هره اداره کې فساد وي مونږ سره دې خلک همکاري وکړي مخینوی یې کوو، د ولسي جرګې د دغه پلاوې کړنې هم ستایو او د همکارۍ ډاډ ورکوو.»

ولسي استازي وایي، د پریکړې له مخې به د ننګرهار د ګمرک او محبس ټولو هغه مامورین څارنوالۍ ته معرفي کړي چې په فساد کې ښکیل دي او هم د دې ولایت یوولس ادارې بررسي کړي چې پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار په عایداتي ادارو کې د فساد خبره کیږي بلکې له دې وړاندې هم ورته راپورونه ورکړل شوي وو.