۹۲ کوډ

په ۱۳۹۸ کال کې د ۹۲ احتياطي کوډ اضطراري بوديجه څنګه مصرف شوې ده؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: امېد اشنا

رسمي اطلاعات ښيي چې په ۱۳۹۸ کال کې له ۹۲ کوډ څخه نږدې يو ميليارد او ۱۱۰ ميليونه افغانۍ د حج د مراسمو، «احتمالي» او طبيعي پېښو ته د رسېدنې، د اپارتمانونو د پېر او د شهيدانو، زخميانو، دولتي کارکوونکو او نورو کسانو سره د نغدي مرستو لپاره مصرف شوې دي. په هغه سند کې چې اطلاعات روز ته رسېدلی، په ځينو مواردو کې د مصرف موخې ګونګې دي.

له ژورنالېستانو ملاتړ، د سيند د طغياني اوبو لپاره تحکيمات، د غنمو د لېږد کرايه او په ځينو ولايتونو کې د اوبو رسولو د شبکو جوړول نورې هغه موخې دي چې د ۹۲ کوډ بوديجه ورته ځانګړې شوې ده.

دا لګښتونه د ولسمشر او اجرايه رييس په ۹۸ حکمونو په ۱۳ ادارو کې شوي دي. په ټوله کې د امنيتي پېښو د شهيدانو او زخميانو وارثانو ته شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. له شپږ ميليونه او ۴۰۳ افغانيو زياتې پيسې د شهيدانو د وارثانو په نوم د حج مراسمو ته د لېږلو لپاره مصرف شوې. ۱۰ ميليونه افغانۍ «له ژورنالېستانو ملاتړ» په نوم د اطلاعات او کلتور وزارت بوديجې ته ور زياتې شوې دي. په دې سند که معلومه نده چې له دې بوديجې له کوم خبريال څخه ملاتړ شوی دی. اطلاعات او کلتور وزارت د اطلاعاتو له رسمي غوښتنې څخه د ۱۰ ورځو په تېرېدو هم په دې اړه معلومات رانکړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځينې مسولين دې وزارت ته د يادې بوديجې ورکړه او مصرف ردوي. د دې وزارت د رسنيو د برخې آمره مينه ابراهېم خېل اطلاعات روز ته وويل چې ياده بوديجه دې وزارت ته نه، بلکې «له خبريالانو د ملاتړ صندوق» ته ځانګړې شوې ده.

له اطلاعاتو روز سره په شته سند کې له ۹۲ کوډ څخه د چارو په اداره کې د «احتمالي پېښو له زيانمنو» ته د رسيدګي په نوم د ۲۵ ميليونه افغانيو د مصرف موخه هم نده څرګنده. يادې ادارې د اطلاعاتو له رسمي غوښتنې د ۱۰ ورځو په تېرېدو هم په دې اړه معلومات ورنکړل.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره، د جمهوري رياست د چارو اداره، کورنيو چارو، اطلاعات او کلتور، ښار جوړولو، ماليې او روغتيا وزارتونه، اجرايه رياست، وزيرانو شورا او ۴ نورو ادارو په له ۹۲ اضطراري کوډ څخه لګښتونه کړي دي.

له طبيعو پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې

په ټوله کې له ۹۲ اضطراري کوډ څخه د ولسمشر او د ملي وحدت حکومت د اجرايه رييس په ۱۸ حکمونو ۶۵۳ ميليونه او ۱۷۳ زره افغانۍ له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې بوديجې ته ور زياتې او مصرف کړې دي. دا لګښتونه سېلاب ځپلو ته د رسېدنې، د غنمو د لېږد کرايه، د سيند د تحکيماتو، د څښلو اوبو د شبکو جوړولو او په ځينو ولايتونو کې د بې ځايه شويو د اړتياوو د تامين لپاره تر سره شوي دي.

د بېلګې په ډول د هرات، فارياب، بادغيس او بلخ ولايتونو د سېلابونو زيانونو ته د رسېدګي لپاره له ۹۲ اضطراري کوډ څخه ۳۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. همدارنګه د ۱۳۹۸ د وږي د ۲۰ نېټې په ۱۶۳۲ ګڼه حکم کې اجرايه رييس ۵ ميليونه او ۲۵۰ زره افغانۍ په هلمند ولايت کې د سېلابونو له امله ۳۵۰ زيانمنو شويو کورنيو ته د رسيدګي لپاره ځانګړې کړې دي.

له ۹۲ اضطراري کوډ څخه له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي د ملي ادارې د لګښتونو جزيات ــ ۱۳۹۸ هـ ش

د ماليې وزارت په رسمي رپوټ کې، چې اطلاعات روز ته رسېدلی، له ۹۲ اضطراري کوډ څخه د لسګونه ميليونه افغانيو د لګښت موخه نده مشخصه شوې. د بېلګې په ډول د اجرايه رييس د ۱۳۵۱ ګڼه حکم پر اساس له ۹۲ اضطراري کوډ څخه ۷۰ ميليونه افغانۍ له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې ته ور زياتې شوې، خو موخه يې نده معلومه. همدارنګه د ولسمشر د ۱۰۸۱ حکم پر اساس ۸ ميليونه افغانۍ، د اجرايه رييس د ۱۳۹۵ حکم پر اساس څلور میليونه افغانۍ او د اجرايه رييس د ۱۳۹۸ کال د لړم د ۱۱ د ۱۹۴۱ حکم له مخې ۷۰ ميليونه افغانۍ د دې ادارې بوديجې ته لېږدول شوې، خو موخه يې معلومه نده.

پېښو ته د رسېدنې په چارو د دولت وزارت په ټوليز ډول اطلاعات روز ته وويل چې دا پيسې د مخنيوي د پروژو د پلې کېدو، په ولايتونو کې اضطراري حالاتو ته د ځواب ویلو، زيانمنو ته د پاملرنې، په بغلان ولايت کې د غير طبيعي پېښو زيانمنو او د تخار ولايت بې ځايه شويو ته د خوراکي توکو په پېر مصرف شوې دي.

پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت وزارت په ځوابپاڼه کې راغلي چې کابو ۱۶ ميليونه افغانۍ د «لېږدولو لګښتونه» ورکړل شوي دي. پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت وزارت اوسمهال د ځينو ترانسپورتي شرکتونو له ۴۲ میليونه او ۸۵۰ زره افغانيو زيات پوروړی دی. ياد وزارت په ۱۳۹۸ کې غنمو او نخودو د لېږد او کارېز کېندنې لس او په ۱۳۹۹ کې دوه قراردادونه کړي، خو د هغو پیسې يې تر اوسه ندي ورکړي.

د هغو ترانسپورتي شرکتونو مسولينو، چې پيسې يې ندي ورکړل شوې، اطلاعات روز ته وويل چې دولت د پاليسي له ۹۱ او د اضطرار له ۹۲ کوډ څخه د هغوی پيسې «حيف و ميل» کړې دي. هغوی يو ځل د ياد وزارت مخې ته احتجاج هم کړی و، خو تر اوسه يې پيسې ندي ورکړل شوې؛ په داسې حال کې چې جدول ښيي چې دا قراردادونه د غنمو، نخودو او کارېز کيندلو لپاره د ولسمشر او اجرايه رييس د حکومو پر اساس په مشخصه بوديجه تر سره شوي.

پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت په ځواب کې ويلي چې د دې قراردادونو پیسې د ۱۳۹۸ کال په وروستيو کې د اضطراري حالاتو د علتونو د نشتوالي له امله ندي ورکړل شوې. که څه هم قراردادونه بشپړ شوي او هېڅ ډول حقوقي او تدارکاتي ستونزه نلري. له بلې خوا د دې وزارت په ځوابپاڼه کې راغلي چې د ۱۳۹۸ مالي کال له وروستيو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د عالي دولتي کميسيون مشري له اجرايه رياست څخه جمهوري رياست ته بدله شوې ده.

د اضطراري وجوهاتو د لګښت وړانديز د دې کمېټې لخوا جمهوري رياست ته کيږي. د پرله پسې ناستو او وړانديزونو سربېره دې کمېټې تر اوسه د يادو شرکتونو د قراردادونو بوديجه نده وړانديز او اجرا کړې.

د ۱۳۹۹ کال د تلې په مياشت کې د شرکتونو د پيسو ورکولو وړانديز پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت لخوا (د ولسمشرۍ د لومړي معاونيت) له پېښو سره د مبارزې کميسيون ته وړانديز شوی. دا وړانديز د لومړي معاونيت لخوا د جمهوري رياست د چارو ادارې ته راجع شوی، خو د هغې ادارې لخوا د ولسمشر د حکم د صادرولو له وړانديز پرته رد شوی دی.

د جمهوري رياست د چارو ادارې لخوا پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت ته په لېږل شوي ليک کې راغلي چې د پاليسي د ۹۱ او د اضطرار د ۹۲ کوډ د روڼتيا او موثريت د تامين کمېټې د پرېکړې له مخې د ترانسپورتي شرکتونو د بوديجې د اجرا کېدو وړانديز ندی طی مراحل شوی دی.

د ترانسپورتي شرکتونو د قراردادونو د بوديجې وړانديز د رد په اړه د جمهوري رياست د چارو ادارې ليک

ماليې وزارت

په ټوله کې د اضطرار د ۹۲ کوډ ۲۶۸ ميليونه او ۲۵۰ افغانۍ په ماليې وزارت کې مصرف شوې دي. د دې پيسو لويه برخه د کابل او ځينو ولايتونو په امنيتي پېښو کې د شهيدانو له وارثانو او ټپيانو سره د مرستې لپاره لګول شوې دي. دا بوديجه په امنيتي پېښو کې د شهيدانو وارثانو او ټپيانو ته په مشخص او غېر مشخص ډول ځانګړې شوې دي.

د بېلګې په ډول ولسمشر د ۱۳۹۸ د وږي د ۱۶ نېټې په ۱۶۱۴ ګڼه حکم کې د کابل دوبئ هوټل د چاودنې د ۷۵ شهيدانو وارثانو ته ۳ ميليونه او ۷۵۰ افغانۍ ځانګړې شوې دي. همدارنګه ولسمشر د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۲ په ۲۰۴۳ ګڼه حکم کې په کابل کې د «هوتل شهر دوبئ» د ځانمرګي بريد د شهيدانو له وارثانو او ټپيانو سره د مرستې لپاره ۱ ميليونه او ۱۵۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

نورې مرستې هم په لغمان، تخار، فاریاب، ننگرهار، خوست، کاپیسا، لوگر، ارزگان، کابل، بدخشان، بادغیس، میدان وردک، بغلان، پروان، کنړ، جوزجان، غور، کندز، نورستان، سمنګان، هلمند، پکتیا، کندهار، زابل او هرات ولايتونو کې د شهيدانو وارثانو او ټپيانو ته ځانګړې شوې دي.

له ۹۲ اضطراري کوډ څخه د ماليې وزارت د لګښتونو جزيات ــ د ۱۳۹۸ کال ملي بوديجه

نورې ادارې

په ټوله کې د اضطرار له ۹۲ کوډ څخه له ۶ ميليونه او ۴۰۳ زره افغانيو زياتې پيسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لګښتونو ته ځانګړې شوې. د دې وزارت لخوا اطلاعات روز ته رالېږل شوي معلومات ښيي چې دا ټول لګښتونه د شهيدانو د ۲۳ وارثانو د حج د مراسمو لپاره شوي دي. له دې څخه کابو ۴ ميليونه او ۶۴۵ زره افغانۍ د ګردېز د امام زمان جومات د شهيدانو د ۵ تنو او د رجال برجسته د ساتنې رياست د شهيدانو د لس تنو وارثانو لپاره مصرف شوې دي. د حج وزارت د دې کسانو معلومات ندي ورکړي.

همدارنګه د ۱۳۹۸ د سرطان د مياشتې په ۱۹ نېټه د ولسمشر د ۱۰۰۳ حکم پر اساس ۴۴۰ زره او ۹۳۵ افغانۍ د حج په مراسمو کې د پکتيا ولايت د شهيدانو د دوه وارثانو د ګډون لپاره مصرف شوې دي. د دې کسانو هويت مشخص ندی.

بيا هم د ۱۳۹۸ کال د سرطان مياشتې په ۳۱ تاريخ له ۱ ميليونه او ۳۱۷ زره افغانيو زياتې پيسې د حج په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د اوسېدونکي شهيد حيات الله د کورنۍ د ۶ کسانو د ګډون لپاره مصرف شوې دي.

د اضطرار له ۹۲ کوډ څخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د لګښتونو جزيات ــ د ۱۳۹۸ کال ملي بوديجه

له ۹۲ اضطرار کوډ څخه ۷۴ ميليونه او ۴۰۰ زره افغانۍ عامې روغتيا وزارت ته په «ايمرجنسي» روغتون کې د جګړې قربانيانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې دي.

د اضطرار د ۹۲ کوډ ۵۱ ميليونه او ۴۲۶ زره افغانۍ د جمهوري رياست د چارو ادارې لخوا تعديل او مصرف شوې دي. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۸ د وږي د ۲۴ نېټې د حکم له مخې ولسمشر ۲۵ ميليونه افغانۍ په «عاجل» ډول د «احتمالي پېښو» زيانمنو ته د رسېدنې لپاره ځانګړې کړې دي. معلومه نده چې احتمالي پېښې کومې وې او بوديجه يې څنګه د زيانمنو لپاره مصرف شوې ده. د جمهوري رياست د چارو ادارې د اطلاعاتو غوښتنې له رسمي غوښتنې د لس ورځو په تېرېدو په دې اړه معلومات رانکړل.

د جمهوري رياست په چارو اداره کې نورې پيسې د کابل د امنيتي پېښو د شهیدانو له وارثانو او ټپیانو سره د مرستې او د زابل د چاودنې زيانونو ته د رسېدنې لپاره مصرف شوې دي.

د اضطرار له ۹۲ احتياطي کوډ څخه د هېواد د ځينو ادارو د لګښتونو جزيات ــ د ۱۳۹۸ کال ملي بودیجه

په ټوله کې ۸ ميليونه او ۴۰۰ زره افغانۍ د جهوري رياست په دفتر رياست کې مصرف شوې دي. دا لګښتونه د شهيدانو له وارثانو، ټپيانو او دولتي کارکوونکو سره د مرستې او د اختر په ورځو کې د بګرام زندان بنديانو ته د جامو برابرولو لپاره شوي دي. ولسمشر ۱۰۰ زره افغانۍ د محمدرضا په نوم د رجال برجسته د ساتنې رياست له يوه کارکوونکي سره نغدي مرسته کړې ده.

د بېلګې په ډول ولسمشر د ۱۳۹۸ د جوزا په ۷ په ۶۴۵ ګڼه حکم ۶ ميليونه افغانۍ د بګرام زندان بنديانو ته د کوچني اختر د جامو لپاره ځانګړې کړې دي. 

په ټوله کې د اضطرار د ۹۲ کوډ ۷ ميليونه او ۵۰ زره افغانۍ د ملي وحدت حکومت اجرايه رییس او وزيرانو شورا ته لګول شوې دي. دا لګښتونه د اجرايه رييس په ۱۱ حکمونو د امنيتي پېښو د ځينو ملکي او نظامي شهيدانو له وارثانو، ټپيانو او معلولينو سره د مرستې لپاره شوي دي.

پنځه ميلیونه افغانۍ سترې محکمې ته ځانګړې شوې دي. دا پیسې د ۱۳۹۷ د دلو په ۱۷ نېټه د اجرايه رييس په ۲۸۴۱ ګڼه حکم د اضطرار له ۹۲ کوډ څخه د يادې ادارې ۹۰ کوډ ته ور زياتې شوې دي. د سترې محکمې د رسمي اطلاعاتو پر اساس له دې پيسو څخه ۱ ميليونه او ۶۵۰ زره افغانۍ په ۱۳۹۸ کال کې په تروريستي بريدونو کې د دې ادارې له ۱۶ شهيدانو او ټپیانو سره د مرستې لپاره مصرف شوې دي. سترې محکمې د وړانديز پر بنسټ له يادو پيسو ۳ ميليونه او ۳۵۰ زره افغانۍ د دې ادارې ۱۳۹۹ مالي کال ته لېږدولې دي.

له دې پيسو څخه ۱ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانۍ په ۱۳۹۹ کال کې ۴ ټپيانو او ۱۴ شهيدانو ته وېشل شوې دي. له يادو پيسو ۱ ميليون او ۷۵۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۹ د ليندۍ په ۳۰ د ۰۰۵۱۰۰۷۵۶۷۴۵ شمېرې بانکي اوېز پر اساس په دې اداره کې د دولت د عايداتو حساب ته تحويل شوې دي. د سترې محکمې مسولين د دولت د عايداتو اکاونټ ته د تحويل شويو پيسو د بانکي اويز او شهيدانو او ټپيانو مشخصات نه ورکوي او وايي چې دا اطلاعات محرم دي.

په ستره محکمه کې له ۹۲ اضطراري کوډ څخه د ۵ ميليونه افغانيو د لګښتونو اړوند رسمي اطلاعات ــ د ۱۳۹۸ ملي بوديجه

له ۹۲ کوډ څخه ۸ میليونه او ۸۷۴ افغانۍ په ښار جوړولو وزارت کې مشخصو او نامشخصو کسانو ته د اپارتمان پېرلو لپاره مصرف شوې دي. ولسمشر د ۱۳۹۷ د ليندۍ په ۱۳ په ۱۸۸۶ حکم کې د منصور احمد په نوم کس ته د کرايې يا اپارتمان پېرلو لپاره ۳ ميليونه او ۸۵۷ زره افغانۍ ځانګړې کړې دي. همدارنګه ۵ ميليونه افغانۍ د ۱۳۹۷ د تلې د ۱ نېټې په ۱۳۵۳ ګڼه حکم کې د درې شهيدانو وارثانو ته د کرايې يا اپارتمان پېرلو لپاره ځانګړې شوې دي. معلومه نده چې شهيدان او وارثان يې څوک دي؟

۱۳ ميليونه افغانۍ په کورنيو چارو وزارت کې د دوه شهيدانو وارثانو ته د اپارتمان پېرلو لپاره ځانګړې شوې دي. له اطلاعات روز سره په شته سند کې معلومه نده چې شهيدان څوک و.

۲۰۰ زره افغانۍ د ولسمشر د ۱۳۹۸ د جوزا د ۲۶ په ۸۴۸ ګڼه حکم کې په کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت کې له عبدالقهار ولد عبدالغفار په نوم کس سره نغدي مرسته شوې ده.

د ولسمشر د ۲۸۰۴ ګڼه حکم له مخې، چې د ۱۳۹۷ د کب په ۹ صادر شوی، ۳ ميليونه او ۳۵۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو له ۴۷ شهيدانو، ټپيانو او تښتول شويو سره د مرستې لپاره له ټاکنو خپلواک کميسيون سره مرسته شوې دي.

له ۹۲ احتياطي کوډ څخه د هېواد د ځينو ادارو د لګښتونو جزيات ــ د ۱۳۹۸ ملي بوديجه

د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړيو کې د ۹۲ اضطراري کوډ بوديجه ۱ ميليارد افغانۍ وه. ۱۷۰ ميليونه افغانۍ د کال په اوږدو کې له نورو کوډونو ور زياتې شوې دي. د تفتيش د عالي ادارې د رپوټ پر بنسټ د ۱۳۹۸ مالي کال له حساب څخه له ۱ ميليارد، ۱۱۳ ميليونه او ۶۴۰ زره افغانيو زياتې پيسې مصرف شوې او کابو ۵۶ ميليونه او ۳۶۰ زره افغانۍ پاتې دي. د شاخوا ۳ ميليونه او ۶۴۰ زره افغانيو جزيات له اطلاعات روز سره ندي شريک شوي.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کميسيون مسولين ۹۲ اضطراري کوډ له ټاکل شوې اندازې زيات لګښت د اجرايي اصولنامې خلاف بولي. سيدعظيم کبرزاني اطلاعات روز ته وويل چې دا يوه اصولي سرغړونه ده، چې ولسمشر او ماليې ورات د ملي بوديجې د سند خلاف او د ولسي جرګې له تاييد پرته زياتې پيسې ۹۱ او ۹۲ احتياطي کوډونو ته ور زياتوي او مصرفوي؛ يوازې په دې دليل چې د هغو د لګښت صلاحيت ولسمشر لري.

د ۹۲ اضطراري کوډ لګښتونه شفاف دي؟

د ملي بوديجې د توشېح شويو موادو پر بنسټ د ۹۲ اضطراري او ۹۱ پاليسي کوډ د لګښتونو صلاحيت له ولسمشر سره دی. د ملي وحدت حکومت مشر عبدالله عبدالله د سياسي هوکړه ليک پر اساس له دې کوډونو څخه لګښتونه کړي دي.

تر دې وړاندې اطلاعات روز د ۱۳۹۸ کال د پاليسي له ۹۱ کوډ د لګښتو نو په اړه څېړنيز رپوټ خپور کړ. دې رپوټ د ولسي جرګې د غړو، دولتي کارکوونکو، د څارونکو بنسټونو، رسنيو او هېوادوالو ډېر غبرګونه راوپارول. د پارلمان ځينې غړي او کارپوهان د ياد رپوټ په خپرېدو ولسمشر او اجرايه رييس د ملي بوديجې په «حيف او ميل» تورنوي. د ځينو څارونکو بنسټونو مسولين او د پارلمان غړي وايي چې ولسمشر د ۹۱ کوډ له لارې د ملي بوديجې په لګښت کې غير اصولي او سياسي چلند کړی دی. دا چې د دې کوډ د بوديجې په لګښت کې هېڅ ډول اصول او معيارونه په نظر کې ندي نيول شوي، لګښتونه يې ډېری د افرادو د شخصي ګټو په موخه تر سره کيږي.

د عدالت غوښتنو او نيوکو وروسته حکومت په لومړي ځل د ۱۳۹۸ کال د پاليسي د ۹۱ کوډ د لګښتونو جزيات څو اونۍ وړاندې رسما ولسي جرګې ته لېږل شوي دي. د ولسي جرګې مالي او بوديجې کميسيون د دې جزياتو په بررسي بوخت دی. د دې کميسيون منشي سيدعظيم کبرزاني اطلاعات روز ته وويل چې تر اوسه بررسي ګانې ښيي چې د دې کوډ بوديجه په اصولي ډول نده مصرف شوې؛ همدارنګه په ځينو مواردو کې د لګښتونو موخه مبهمه ده او وضاحت نلري، په دې اړه بياځلي د اطلاعاتو غوښتنه شوې ده.

اوس د ۹۲ اضطراري کوډ د لګښتونو په اړه هم د روڼتيا د نشتوالي له امله د ولسي جرګې غړي اندېښنه ښيي. د ولسي جرګې غړي وايي چې تر اوسه د ۹۱ او ۹۲ کوډ له بوديجې څخه د لګښت په اړه هېڅ ډول اصول او معيار نه و. سيدعظيم کبرزاني اطلاعات روز ته وويل چې که څه هم وېل کيږي چې ماليې وزارت تازه په دې اړه يوه مقرره جوړه کړې، خو تر اوسه دا مقرره ولسي جرګې ته نده رسېدلی.

د ماليې وزارت په ځوابپاڼه کې راغلي چې د ۹۲ احتياطي کوډ لګښتونه د ولسمشر او اجرايه رييس د حکمونو له مخې له ياد کوډ څخه د استفادې د مديريت د لايحې په نظر کې نيولو سره تر سره شوي دي. ماليې وزارت ويلي چې د زيات ډاډ لپاره دې له هغو ادارو اطلاعات وغوښتل شي چې پيسې ورته ځانګړې شوې دي.

ښاغلی کبرزاني وايي چې اندېښنه دا ده چې د ۹۱ او ۹۲ احتياطي کوډونو بوديجه د هغو د موخو لپاره نه مصرفيږي. د مشخص مقررې په نشتون کې دا اندېشنه لا زياتيږي. هغه وويل د ۹۲ اضطراري کوډ د لګښتونو د هېڅ کال جزيات د ولسي جرګي په اختيار کې ندي ورکړل شوي. د هغه په خبره که له دې کوډونو څخه د داسې موخو لپاره لګښت شوی وي، چې په هغه کې عاجل او اضطراري ستونزه او ننګونه نه وي، غير اصولی ده:«د لګښت موخه خپله د اضطراري کليمه مشخص کوي. د دولتي چارواکو او د هغوی د خپلوانو لګښتونه، هغه هم په هغو مواردو کې چې اضطراري او عاجله ستونزه نه وي، د منلو ندي. له خلکو سره مرسته په هغه حالت کې سمه او اصولي ده، چې د پېښو له امله زيانمن شوي وي.»

د ۹۲ اضطراري کوډ په اړه د ماليې وزارت په ځوابپاڼه کې راغلي:«دا کوډ د بوديجې په سند کې يوازې د اضطراري حالاتو د احتياطي وجوهاتو په نوم ياد شوی دی. احتياطي کوډونه هغو کوډونو ته وايي چې وجوهات يې په عاجلو، د نه وړاندوينې وړ، نه منلو وړ او هغو حالاتو حالاتو کې د اړوندې ادارې لخوا مصرفيږي چې د تمويل وړ نه وي.»