بې وزله

بې وزله مېرمن: له کله مې چې خاوند وژل شوی، کور کې مو څه نه دي پاخه کړي

خبریال: امېد اشنا

په پکتيا کې ولايت کې يوه بېوزله مېرمن وايي چې د بېوسي او بېکسي له امله په خورا سخت حالت کې ژوند تېروي او هېڅ ډول اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

دا مېرمن رازيمه نوميږي او د ګردېز اړوند په خطابه سيمه کې اوسيږي.

نوموړې دا خبرې له اطلاعات روز سره د شهيدانو، معلولينو و معيوبينو آمريت لخوا په جګړو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په ترڅ کې وکړې.

نوموړې وايي چې خاوند يې شاوخوا ۸ مياشتې وړاندې په زرمت کې د جګړې پر مهال وژل شوی او له هغه راهيسې نه يوازې د خوړو لپاره د توکو له کموالي سره مخ دي، بلکې سوړ ژمی يې هم ژوند ګواښي.

رازيمې اطلاعات روز ته وويل چې خاوند يې مزدورکار و او د شپې لخوا د وسله والو طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د خوب په ځای کې لګېدلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.

نوموړې زياته کړه چې دوه کوچني زامن ورته پاتې او ډېر وخت له شاوخوا کورونو په راټوله کړې ډوډۍ وخت تېروي.

رازیمه د خپلو دوو زامنو سره

هغه وايي تر اوسه چا ور سره د ژوند د اقتصادي ثبات لپاره همکاري نه ده کړې او د دې مرستې په تر لاسه کولو به وکولی شي چې ډېر وخت وروسته په خپل کې يو څه پاخه او وخوري.

رازيمه وايي د اولادونو راتلونکي ته خورا اندېښمنه ده او له خيريه بنسټونو په دې برخه کې د همکاري غوښتنه کوي.

هغې وويل: «ډېر سخت او بدبخته وخت تېروو، د يخ له لاسه مې اولادونه مریضان وي. ځينې بوتلونه راټول کړي، هغه خرڅ کړو او يو نيم شي لږ، لږ پرې واخلو. کوټې مو راڅڅيږي. چې شپه شي اولادونه مې وايي چې يو څه پاخه کړه، زه ورته وايم چې پلار خو دې نشته، نور به څوک وي چې څه راوړي او پاخه يې کړو.»

د مرستو تر لاسه کوونکې کورنۍ د يادو مرستو په تر لاسه کولو خوښ دي او وايي چې د بېوزلي او بېکسي له امله په خورا سخت حالت کې ژوند تېروي.

د ګردېز اړوند د رباط سيمې اوسېدونکی ګل بهار وايي چې د کور د خرڅ پوره کولو لپاره يې ټکسي موټر چلاوه، خو د سړک غاړي په بمي چاودنه کې يې موټر ويجاړ او نوموړی ټپي شو.

بهار له وسله والو طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي او د افغانانو غوښتنو ته په درناوي اوربند او سوله وکړي.

نوموړي زياته کړه: «جګړه ټول تاوان دی، که هرې خوا ته وي. زموږ غوښتنه بيا هم دا ده چې طالبان که دا خلک خپل بولي را دې شي او سوله دې وکړي. نور دې خلک نه در په در کوي.»

د دوی له ډلې عبدالله وايي چې په دې ولايت کې د جګړو له امله ډېری بې ځايه شوې، زيانمن شوې او بېوزلې کورنۍ په ډېر سخت حالت کې ژوند تېروي او سوړ ژمی يې هم ژوند ګواښي.

نوموړی دې يادې ستونزې دايمي حل د جګړې پای ته رسول او اوسمهالی حل د اړوند دولتي او غير دولتی بنسټونو لخوا د هغوی لاسنیوی بولي.

عبدالله وويل: «باور وکړئ داسې خلک شته چې د خوراک لپاره څه نلري، د سرپناه نلري او د ژمي دا سختې شپې او ورځې په کنډواله رقمه کورونو کې تېروي. زموږ غوښتنه دا ده چې دې ټولو خلکو ته دې پام وشي.»

له دې بېوزلو سره د ځینې خوراکي توکو مرسته وشوه.

د يادې ادارې مشر بختيار ځاځی وايي چې د ورکړل شويو مرستو په هر خوراکي پکېج کې دوه بوجۍ اوړه، څلور بوجۍ وريژې، چای، بوره، غوړې او د اړتيا وړ ځينې نور توکي شامل دي، چې ټوليز ارزښت يې ۱۴ زره افغانۍ کيږي.

ځاځي وويل چې په دې ولايت کې د جګړو له امله ګڼې کورنۍ زيانمنې شوې او له دوی سره ثبت لا هم ګڼې کورنۍ شته چې مرستې ندي ورته رسېدلې.

دا مرسته د د شهيدانو، معلولينو و معيوبينو آمريت تر چتر لاندې د “کومک” موسـسې لخوا وشوه.

بختيار ځاځي زياته کړه: «جګړه تر ټولو لويه بدیختي ده چې د ټولنې نظم او ثبات له منځه وړي او موږ ته يوازې کونډې، يتميان او ستونزې پرېږدي. موږ کوشـش چې د همکارو بنسټونو په مټ ټولو ته رسيدګي وکړو.»

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ يوازې سږکال پکتيا کې د سړک غاړې بمي چاودنو، ځانمرګونو بريدونو او هاوان مرميو لګېدو له امله ۳۷۶ کورنۍ او ګڼ کسان زيانمن شوي دي.

د کډوالو او داخلي بې ځايه شويو رياست مسولین بيا وايي چې دوی ډېری کورنيو بېځايه شويو ته مرستې رسولې او ځينو پاتې شويو ته به هم تر وسه مرستې ورکړي.

سږکال د جګړو له امله د پکتيا له ځينو ولسواليو څخه شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ مرکز ګردېز ته راکډه شوې دي.

که څه هم افغانان له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې دوامداره غوښتنې کوي، خو يادې ډلې تر اوسه د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی.