پکتیا کې معلول

د کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی؛ په پښه معلول چې لکړو سره په بېل او کولنګ وهلو ورځنۍ مومي

خبریال: امېد اشنا

په يوه پښه معلول سړی، چې له ډېرو روغو انسان سخت کار کوي او د خپلې کورنۍ يوازينی ډوډۍ پيدا کوونکی دی، وايي هېڅکله يې همت له لاسه ندی ورکړی او نه ناهيلی شوی دی.

شاوخوا ۵۰ کلن خليل د پکتيا د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی دی، چې له خپلو دوه لکړو سربېره ور سره کولنګ او بېلچه هم دي، وايي ځينې وخت له غره څخه د تيږو راوړو لپاره ور سره لوی جبل، د تيږو لګولو لپاره متر، کرنډۍ او د ځينو نورو کارونو اړوند لوازم هم وي.

له اطلاعات روز سره په خبرو کې يې وويل شاوخوا لس کلن و، چې د ماين په چاودنه کې يې يوه پښه له زنګون پورته پرې شوه.

په معصومه قواره کې يې د حسرتونو نښې د ژوند او ځواني کيسې کوي، وايي په لومړيو کې ورته ډېره ستونزمنه وه چې کار وکړي، خو په خبره يې بېوزلي او د کورنۍ اړتياوو اړ کړ چې د ژوند بار ته اوږه ورکړي.

خليل وويل: «بوټي مې کول، بيا مې ورځ مزدوري شروع کړه، تيږې لګول، خټې کول، له غره تيږې راوړل، دهقاني کول او باغ کې کارونه کول؛ دا ټول مې کړي او اوس هم لګيا يم.»

خليل، چې د خبرو په وخت يې راتلونکي پسرلي ته د ځمکې چمتو کولو لپاره پټي اړول، پرې شوې پښه په سپينه پلاستيکي لکړه تکيه او په بله هغه په ټول قوت په بېلچه زور کوي او لوی چمونه په بله کوي.

شاوخوا ۵۰ کلن خلیل وایي، پښه یې لس کلنۍ کې ماین چاودنې ترې اخیستې.

د کار او چم اړولو پر مهال يې غږ ټيت او لوړيږي؛ وايي غواړي اولادونه يې د بل محتاج او د ده په څېر په ستونزو کې نه وي او د دې لپاره په خپلو دوه لوڼو او درې زامنو تعليم کوي او د ديني درس لپاره يې هم د مياشتې ۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

خليل اوس له پنځه کلونو راهيسې په کلي کې د خپلو کاکا زامنو د مڼو د بڼ ساتنه او پالنه کوي او وايي تېر کال يې له دې بڼ څخه شاوخوا ۱۱ ټنه مڼه او تر ونو لاندې له کرلو بوټو کابو ۶۰۰ منه کچالو او شاوخوا ۲۰۰ منه د لوبيا محصولات تر لاسه کړي، چې لس سلنه يې د د خواري بدله ده.

د دې ۱۸ جريبه بڼ د ساحې راښودلو پر مهال د يوې پولې پر څنډه ودرېد او ويې ويل کله چې په کليو کې ځوانان په بې ځايه وخت تېرولو ويني خفه کيږي او زياتوي که هر څوک تر خپله وسه کار وکړي، هم به د ژوند لپاره يو څه تر لاسه کړي او هم به ټولنيزې ستونزې راکمې شي.

له يوې خوا له غره د تيږو راوړلو، ورځ مزدوري، خټې کولو او د شاوخوا ۱۸ جريبه لوی باغ، سلګونه ونو او لسګونه کوچنيو پټيو او بلې خوا ته د لويې فزيکي نيمګړتيا لرونکي په بدن د دې خوار سړي په ليدو يې انسان واقعي غر همت او ارادې ته حيرانيږي او ور يادوي چې څومره سختيو دې درندو کار ته اړ کړی دی.

دی نورو معلولو ځوانانو ته په پيغام کې وايي چې معلوليت محدوديت ندی او د ژوند هيله دې نه بايلي: «زه هغو ځوانانو ته چې معلول دي وايم چې معلوليت دا معنی نلري چې نور به ژوند نه وي، تکړه شئ، له ما به ډېر مانده نه يئ؛ زه سپين ږيری يم، خو لګيا يم کار کوم او هغه ځوانان چې جوړ دي، هغوی تر موږ زيات او ښه کارونه کولی شي، لمر ته له کېناستو او پرديو غيبتونو څه نه جوړيږي، بايد کار وکړي.»

خلیل وایي، مصنوعي پښه یې د کار پر وخت کار نه کوي.

خليل وايي مصنوعي پښه ورته جوړه شوې، خو دا چې ټوله ورځ په متحرک کار لګيا وي، نو هغه پښه کار نه ورکوي.

پوه پټي ته د اوبو لارې پرېښودو لپاره يې بايد ورخ اړولی وای، ور سره پاڅېدم، د ويالې پر يوه غاړه د لکړې په کېښودو يې بلې ته ټوپ کړ، يوه لکړه يې پښې ته ودروله او په بېلچه په ورخ اړولو يې د ويالې د بلې خوا مخه بنده کړه.

د خلکو د آرام کار او ژوند لپاره يې سوله لويه هيله ده او وايي نه غواړي چې د بل چا ژوند د ده په څېر د بدن په نيمګړي کېدو نيمګړی شي.

له مسولو دولتي او غير دولتي ادارو ګيله لري، چې نه يوازې د يو مناسب کار زمينه يې نده ورته برابره کړې، بلکې د معلولينو ادارې لخوا يې ورڅخه د ۵۰۰۰ افغانۍ رشوت اخيستو سربېره د تېر کال پيسې هم ورکې شوې دي.

وايي: «که ما ته د خياطي يا داسې بل يو ښه کار امکانات برابر شي، له دې ستړو کارونو به خلاص شم، له ۴۰ کلونو زيات مې دا کارونه وکړل. ستونزې ډېرې دي، چې اوړه پوره کړم، غوړي نه وي، چې هغه پوړه کړې، بوره او چای نه وي، چې هغه وي، لرګي نه وي. دا غواړم چې ما سره همکاري وشي.»

خلیل له حکومته سخت ګیله من دی او وایي، معلولينو ادارې لخوا يې ورڅخه د ۵۰۰۰ افغانۍ رشوت اخيستو سربېره د تېر کال پيسې هم ورکې شوې دي.

د خليل يو تن خپلوان عبدالله مخلص وايي چې خليل د دوی په خپلوانو او سيمه کې د کار او همت سمبول ګرځېدلی او ډېر خلک يې د دومره زيات کار په ليدو حيرانيږي.

مخلص پژواک ته وويل: «موږ چې کله خليل رايادوو په ځان کې يو ډول انګېزه او تحرک احساسوو، دی دومره کار کوي چې ډېر وخت يې پنځه روغ کسان هم نشي ور سره کولی. په خپله يې ځان ته کور جوړ کړ او د ټول کور مصرف له کلونو پر غاړه لري؛ خو انسان دلته مايوسه شي چې نه زموږ له وسه ور سره لازمه همکاري پوره ده او نه تر اوسه مسولو ادارو ور سره همکاری کړې ده.»

خلک د نوموړي د زیات کار په لیدو حیرانیږي.

د پکتيا د معلولينو او معيوبينو آمريت مسولين بيا وايي چې په دې اداره کې يې تر ډېره د فساد مخه نيولې او په شرایطو برابر ټول کسان خپل امتيازات په نوبت تر لاسه کوي.

که څه هم د معلولينو او معيوبينو د ژوند ښه کولو او په ټولنه کې د ټولنيز او اقتصادي ادغام لپاره بېلابېلې موسـسې هم کار کوي، خو تر اوسه هېڅ بنسټ خليل ته د مناسب کار يا نور اړين امکانات ندي برابر کړي.