ټاکنو کمېسیون پلان نه لري

«نه پلان شته، نه بودجه»؛ ولې د ټاکنو کميسيون وايي چې راتلونکو څو ټاکنو تر سره کولو ته چمتو دی؟

خبریال: الياس نواندېش

ژباړن: امېد اشنا

د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې په هممهاله توګه د څو ټاکنو تر سره کولو په اړه د هېواد د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مطبوعاتي اعلاميو پر خلاف، دې کميسيون تر اوسه په راتلونکي کال کې د درې ټاکنو تر سره کولو برخه کې هېڅ عملي ګام ندی اخيستی او د ټاکنو کميسيون د بوديجې په برخه کې د ۱۴۰۰ کال د ملي بودیجې په سند کې هم د ټاکنو تر سره کېدو لپاره هېڅ بوديجه په نظر کې نده نيول شوې.

د يوه سند پر بنسټ، چې د ټاکنو کميسيون د دارالانشا رييس د دې کميسيون مشرې ته لېږلی او يوه نسخه يې اطلاعات روز ته رسېدلې، د ولايتي شوراګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولسواليو شوراګانو او ځينو ښارواليو ټاکنو په اړه د دارالانشا د مکتوبونو په ځوابولو کې د ځنډ او د دارالانشا د غوښتنو په اړه د نظر نه ورکولو له امله، د ۱۴۰۰ کال په تله مياشت کې د ټاکنو تر سره کول ناشوني دي.

درې که څلور؛ څو ټاکنې تر سره کيږي؟

د ۱۳۹۹ د ليندۍ په ۳۰ نېټه د ټاکنو خپلواک کميسيون د يوې اعلاميې په خپرولو په هممهاله ډول د درې ټاکنو تر سره کولو ته د چمتووالي خبر ورکړ. دې کميسيون ويلي و، چې د زمري په ۱۶ نېټه يې د غزني ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو تر سره کولو طرحه د جمهوري رياست له عالي مقام سره شريکه کړې او په هغه کې يې د ۱۴۰۰ کال د غويي ۳۱ د ټاکنو تر سره کېدو د نېټې په توګه وړاندوينه کړې ده.

په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې په دې ولايت کې د ټاکنو د حوزوي کېدو پر سر د ناندريو له امله ننګوونکې شوې دي. له څو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې ندي تر سره شوې. په دې ولايت کې د ولسي جرګې په وروستيو ټاکنو کې ټول ۱۱ بريالي نوماندان هزاره ګان و او اوس په غزني کې ځينې اعتراض لري چې قومي انډول ندی مراعت شوی. د غزني ولايت اوسېدونکي پښتانه، هزاره، تاجک او اهل هنود دي.

د يادې اعلاميې پر بنسټ دې کميسيون د وږي په ۲۱ ولسمشرۍ ماڼۍ ته تعقيبي مکتوب لېږلی او د همدې کال د ليندۍ په ۳ نېټه يې «د غزني ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو، د ولايتي شوراګانو او ځينو ښارواليو د ټاکنو طرحه او عملياتي پلان» د جمهوري رياست عالي مقام ته لېږلی دی. د دې طرحې او عملياتي پلان پر اساس د يادو درې ټاکنو تر سره کېدل د ۱۴۰۰ کال په مني کې تنظيم شوي؛ خو د ټاکنو کميسيون د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۸ بله مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه او په هغه کې يې وويل چې عملياتي پلان او «د ولايتي شوراګانو د ټاکنو، د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو، د ولسواليو شوراګانو او ځينو لويو ښارواليانو د ټاکنو» د اړتيا وړ بوديجې پلان يې د لازمې بوديجې برابرولو او د ټاکنو پروسې د امنيت د تامين لپاره د ولسمشرۍ عالي مقام ته لېږلی دی.

د ټاکنو کميسيون د اعلاميې پر بنسټ: «د ټاکنو کميسيون د دارالانشا رييس او غړي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام او د اسلامي جمهوريت د محترمو مرستيالانو د شتون په ګډه ناسته کې، چې د ۱۳۹۹ کال د جدي په ۲۸ وشوه، د يادو ټاکنو د تر سره کېدو د پلانونو نچوړ، چې په ۱۴۰۰ کال کې [تر سره] کيږي، مطرح کړ او د دې ټاکنو د تر سره کېدو د زمينې برابرولو غوښتنه يې وکړه.»

د دې اعلامي له مخې د افغانستان اسلامي جمهوريت عالي مقام د ټاکنو تر سره کېدو له رپوټ او پلانونو تر لاسه کولو وروسته د څلور ټاکنو تر سره کېدو لپاره د ټاکل شوې نېټې هرکلی وکړ او «اړوندو بنسټونو» ته يې لارښوونه وکړه چې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره د لازم چمتووالي نيولو برخه کې له ټاکنو کميسيون سره همکاري وکړي.

په سلواغه مياشت کې او د سيګار رپوټ ته په غبرګون کې د ټاکنو کميسيون په يوه بله اعلاميه کې د سيګار ادعاوو ته ځواب ووايه او يو وار بيا يې په راتلونکي کال کې پر درې ټاکنو تر سره کېدو ټينګار وکړ. د دې اعلاميې په يوه برخه کې راغلي: «د افغانستان د حکومت لخوا د بوديجې په برابرېدو د کميسيون فعاليتونه او عملياتي پروګرامونه عملا پيليږي.»

په همدې حال کې د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر حبيب رحمن ننګ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د څلور ټاکنو عملياتي پلان د تصويب لپاره ټاکنو کميسيون ته لېږل شوی او د کمېشنرانو تصويب ته منتظر دی. هغه اطلاعات روز ته وويل: «عملياتي پلان د هغه په تطبيق کې له شته ننګونو او فرصتونو سره يو ځای د کميسيون له غړو سره شريک شوی دی.»

د عملياتي پلان نه تصويبېدل: قصور د کميسيون د مشرتابه دی؟

د هغه څه پر خلاف، چې د ټاکنو کميسيون لخوا ويل شوي، دې بنسټ په عمل کې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره مشخص ګام ندی اخيستی. د اطلاعات روز موندنې ښيي چې ټاکنو کميسيون تر اوسه د دې ټاکنو عملياتي پلان ندی وروستی/ تصويب کړی او همدارنګه د دې ټاکنو تر سره کېدو بوديجه هم نده مشخص شوې.

اطلاعات روز ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر حبيب رحمن ننګ ۱۹/۱۱/۱۳۹۹ نېټه د ټاکنو کميسون مقام ته په لېږلي ۲۵۰۳۶ ګڼه مکتوب کې ليکلي چې د دارالانشا رياست د ۱۴/۵/۱۳۹۹  او ۲۲/۱۰/۱۳۹۸ نېټو تر منځ د ټاکنو کمیسيون مشرتابه ته په ۹ بېلو مکتبونو کې «د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو، ولايتي شوراګانو او ځينې ښارواليانو د ټاکنو»، «د رای ورکوونکو د فهرست د نوي کولو طرحه» او «د بايومټرېک د اساس په توګه د رای ورکوونکو له بايو مټرېک تذکرو د استفادې طرحه» لېږلې دي، خو تر اوسه (د مکتوب د ليکلو وخت) «د هغه تصويب يا نه تصويب په اړه هېڅ سند دارالانشا ته ندی رسېدلی.»

د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر د دې مکتوب له لارې د ټاکنو کميسيون ته د ټاکنو تر سره کېدو د ناشونتيا په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا چې د ټاکنو کميسيون مقام د دې کميسيون د دارالانشا رياست د ورلېږلو اسنادو په اړه «هېڅ نظر» ندی ورکړی، ښاغلي ننګ د مکتوب د پايلې په برخه کې ليکلي: «دې ته په پام چې په جنتري کې د ټاکنيزو فعاليتونو د پيلېدو دوه مياشتې مخکې وړاندوينه شوې وه، نو د يادو شويو پلانونو د تصميم نيونې په برخه کې د نور ځنډ په صورت کې به د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنې، د ولايتي شوراګانو او ځينو ښارواليانو ټاکنې د ۱۴۰۰ کال د تلې په ۲۴ نېټه شونې نه وي.»

ښاغلي ننګ له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هم وويل چې د ټاکنو کميسيون دارالانشا «عملياتي پلان، امنيتي ډايرکټېف او د رايه ورکوونکو د فهرست د اصلاح مسودې طرحه» ترتيب کړې او د تصويب لپاره يې ټاکنو کيسيون ته لېږلې ده. هغه وويل چې د عملياتي پلان مسوده د UNESP د سلاکارانو په همکاري ترتيب شوې او د ټاکنيزو شريکانو نظرونه هم پکې په نظر کې نيول شوي دي. ښاغلي ننګ زياته کړه: «د کميسيون له تصويب وروسته به له ټولو ټاکنيزو شريکانو سره شريکه شي.»

د ټاکنو کميسيون د دارالانشا رييس د ۲۵۰۳۶ ګڼه مکتوب په اړه د پوښتنې په ځواب کې هم وویل: «دقيقا دا يادداښت کميسيون ته لېږل شوی، خو د دارالانشا عمومي رياست هوډ لري چې په لږ بدلون سره ټاکنې د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې تر سره کړي.»

اطلاعات روز خپلې پوښتنې د ټاکنو خپلواک کميسيون له مشرې او مرستيال سره يې شريکې کړې او هڅه يې وکړ چې په دې رپوټ کې د کميسيون د مشرتابه ځواب هم ولري، خو له يادو دوه چارواکو هېڅ يوه پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

له بوديجې پرته ټاکنې

يوازې د يادو شويو څلور ټاکنو د عملياتي پلان د نه تصويبېدو ستونزه نده؛ په ۱۴۰۰ کال کې د څلور ټاکنو تر سره کېدو لپاره تر اوسه د اړتيا وړ بوديجه هم نده مشخصه. حبيب رحمن ننګ وايي چې د عملياتي پلان له تصويب وروسته به د اړتيا وړ بوديجې اندازه وټاکل شي او د تر لاسه کېدو لپاره به له حکومت او نړيوالې ټولنې سره شريکه شي. ښاغلی ننګ د بوديجې د مسودې لپاره کوم شمېر نه يادوي، خو وايي «تر اوسه د بوديجې مسوده نده نهايي شوې.»

ټاکنو کميسيون تر اوسه د راتلونکي کال د ټاکنو تر سره کېدو لپاره عملياتي پلان او د هغو د بوديجې طرح نده نهايي کړې. انځور IEC:

د ماليې وزارت د مطبوعاتي آمر فريد نوخت وايي چې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره تر اوسه له دې وزارت څخه د بوديجې غوښتنه نده شوې. هغه اطلاعات روز ته وويل چې ماليې وزارت د ټاکنو کميسيون د نظر وړ بوديجې ورکولو ته ژمن دی او د ۱۴۰۰ کال د ملي بوديجې د سند په احتياطي کوډونو کې «يوه اندازه پيسې په ۱۴۰۰ کال کې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره په نظر کې نيول شوې دي.»

ښاغلی نوخت په احتياطي کوډونو کې په نظر کې د نيول شوې بوديجې د اندازې او دا چې په کوم کوډ کې په مشخص ډول بوديجه په نظر کې نيول شوې، څه نه وايي، خو ويې ويل: «احتياطي کوډونه د بدلون په حال کې وي. بوديجه تر اوسه نده توشېح شوې. کله چې توشېح شوه او خپره مو کړه، بيا يې اندازه ويلی شو.»

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا سرپرست محمدنعيم اصغري وايي د ټاکنو تر سره کېدو لپاره له مخکې وړاندوينه شوې بوديجې ته اړتيا ده، چې بايد د عملياتي پلان پر بنسټ چمتو شي. هغه وويل چې ټاکنې يوه لويه عملیاتي پروسه ده او احتياطي کوډونه نشي کولی د ښو ټاکنو بوديجې ته بسنه وکړي. هغه وويل: «نو کله چې په ۱۴۰۰ کال کې د ټاکنو لپاره کومه برخه په نظر کې نده نيول شوې، خپله د دې ښودنه کوي چې اصلا خپله [په] نظام کې د ښو ټاکنو تر سره کېدو اراده، چې برخليک يې د خلکو د رايو نتيجه وي، نلري.»

په همدې حال کې د افغانستان روڼتيا څار بنسټ د اړيکو او عدالت غوښتنې مسول ناصر تيموري وايي «لکه څنګه چې حکومت د ټاکنو تر سره کېدو لپاره د ۱۴۰۰ کال د بوديجې له تصويب مخکې د چمتووالي اعلان کړی و، د بوديجې قانوني او اصولي پروسه دا ايجابوي، چې د ټاکنو لپاره مشخصه بوديجه په نظر کې ونيول شي او د هغې بوديجې منطقي ځای د ټاکنو کميسيون و.»

ښاغلي تيموري وويل چې حکومت ۱۰۰ ميليونه افغانۍ په احتياط کوډونو کې د ټاکنو لپاره په نظر کې نيولې، چې بايد د ټاکنو کميسيون په بوديجه کې په نظر کې نيول شوې وای او که ټاکنې نه تر سره کېدای، کولی يې شول هغه د کال د نيمايي په بررسي کې د کميسيون له بوديجې څخه وباسي او يا «اوس هم منطقي دا ده چې په احتياطي کوډونو کې کوم څه په نظر کې ونه نيسي، که نشي کولی د کال په لومړيو کې دا کار وکړي؛ خو د ټاکنو په اړه واضح وه چې له مخکې يې اعلان کړی و او اوس يې ځای او وخت د کال د نيمايي بررسي ده.»

څارونکي بنسټونه څه وايي؟

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم پر دې باور دي چې د هېواد د ټاکنو خپلواک کميسيون په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د ټاکنو تر سره کولو لپاره لازم چمتووالی نلري او هم په هېواد کې د ټاکنو تر سره کېدو شرايط ندي برابر. امنيتي ننګونې، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو جريان او د ټاکنو تر سره کولو لپاره د وخت کموالی راتلونکي کال کې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره درې لويې ننګونې ګڼل کيږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ يا ټيفا د پروګرامونو مديره صغرا سعادت وايي ټاکنو کميسيون هغه تياريانې نلري، چې د ټاکنو لپاره يې اړتيا ده؛ ځکه چې تر اوسه د درې ټاکنو تر سره کېدو او څرنګوالي په اړه يې عملياتي پلان نشته.

پر ټاکنو ځينې څارونکي بنسټونه وايي په ۱۴۰۰ کال کې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره شرايط ندي برابر. انځور IEC:

اوسمهال له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې هم په دويم پړاو کې دي. د يادې ډلې د وړاندې شوې اجنډا له مخې د راتلونکي نظام څرنګوالی د مذاکراتو لپاره د هغوی د وړاندې کړيو موضوعګانو څخه يوه اصلي موضوع ده. صغرا سعادت د سولې پروسې پېچلتيا او د هېواد پر امنيت يې اغېز ته په اشاره وايي، د داسې ټاکنو تر سره کېدل چې مخالفه ډله ځان نه پکې ويني او يا يې نه مني، د سولې پروسې لپاره ټول تر سره کړي کارونه له صفر سره ضربوي؛ ځکه چې تاسو خپلې مقابلې ډلې ته ارزښت نه ورکوئ.

هغې وويل: «اول بحث د امنيت دی. په اوسنيو شرايطو کې واقعا څومره توان لرو چې ټاکنې تر سره کړو او امنيت يې ټينګ کړو. هم د سولې د پروسې له اړخه او هم د امنيت له پلوه د ټاکنو تر سره کېدو لپاره شرايط ډېر مناسب ندي. درېيمه خبره دا چې واقعا وخت کم دی. که له نن څخه يې حساب کړئ، د راتلونکي کال تر مني پورې شپږ يا اووه مياشتې وخت لرئ. له دې شپږ يا اووه مياشتو مخکې د درې ټاکنو د عملياتي کارونو لپاره بايد يوه مهمه مسله په نظر کې نيول شوې وای، چې هغه ټاکنيز اصلاحات دي.»

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا سرپرست محمدنعيم اصغري هم وايي چې د سالمو ټاکنو تر سره کېدو لپاره رڼې تخنيکي عملياتي پروسې او د ټاکنو اړوند ټولو قوانينو او کړنلارو پلې کولو ته اړتيا ده. ښاغلي اصغري له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د ښو ټاکنو لپاره بايد څو بنسټيز فکتورونه، چې پر ټاکنو اغېز لري، په نظر کې ونيول شي.

د نوموړي په خبره چې د امنيت نه ټينګښت يو له هغو مواردو دی چې کولی شي د ښو ټاکنو تر سره کېدو اصول تر پوښتنې لاندې راولي. هغه په کابل کې د هدفي وژنو زياتېدو ته په اشاره وويل چې د امنيت ټينګښت يو اساسي اصل دی او کله چې حکومت د ښارونو او لرې مرکزونو امنيت ټينګ نشي کړی، «ښې ټاکنې تر سره کېدل، چې د خلکو رايه پايله وټاکي، ناشوني دي.»

ښاغلی اصغری وايي چې نړيواله ټولنه ژمنه شوې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره په احتياط پيسې ورکړي او تر کله چې د ټاکنو کميسيون په جوړښت او قانوني چوکاټ او د کميسيون په عملياتي پلانونو کې اصلاحات رانشي او د ښو ټاکنو تر سره کېدو لپاره د نظام اراده رامنځته نشي، هغوی هم ملاتړ نکوي.

اوسمهال د سولې په اړه سياسي اجماع نشته. له حکومت څخه د باندې سياسي ډلو او د حکومت مشران سولې ته د رسېدو په تعريف کې يو نظر نلري. ځينې سياسي مشران د موقت حکومت رامنځته کېدل سولې ته د رسېدو يوه لاره بولي، خو ولسمشر محمداشرف غني وايي چې د واک لېږد بايد د ټاکنو له لارې وشي.

محمدنعيم اصغري وايي چې له حکومت څخه د باندې هغو سياسي څېرو، چې له ټاکنو ورته د سولې پروسه لومړيتوب لري او په دولت کې د داخلو څېرو تر منځ د لويې سياسي اجماع نشتون يو له هغو فکتورونو دی، چې د ټاکنو کميسيون په راتلونکي کال کې د ټاکنو په تر سره کېدو کې له ننګونې سره مخ کوي.

د هېواد د ټاکنو کميسيون په داسې حال کې په راتلونکي کال کې په هممهاله توګه د څو ټاکنو تر سره کولو خبره کوي، چې په تېرو کلونو کې د دوه ټاکنو تر سره کېدل له جدي ننګونو سره مخ شوي و. په ۱۳۹۷ کې د ولسې جرګې ټاکنې له زياتو ستونزو سره تر سره شول او د کابل د ټاکنو پايلې يو جنجالي ټکی و. د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې تر هغه هم ډېرې بحرانې تر سره شوې. د دې ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته، په يوه ورځ او يوه ښار کې د لوړې دوه مراسم تر سره شول، ولسمشر اشرف غني د جمهوريت رياست په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې. اوس چې په راتلونکي کال کې د ټاکنو تر سره کولو بحث مطرح دی، لویې پوښتنې هم شته، لکه دا چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو اندازه به څومره وي؟ آيا اوسني کميسيونونه په همماله توګه د څو ټاکنو د مديريت توان لري؟ آيا امنيتي حالت د ټاکنو تر سره کولو اجازه ورکوي؟ او د ټاکنو په اړه د خلکو بدګماني؟!