روغتیا وزارت

د روغتیا وزارت په لوړه بیه پېرنې؛ ځینې توکي د بازار له بیو ۱۷۳ برابره زیات پېرل شوي

خبریال: خادم‌حسین کریمی و الیاس نواندیش

ژباړن: بهادرخان رحماني

د اطلاعات روز له خوا موندل شوي اسناد ښیي چې روغتیا وزارت د ۱۳۹۹ل کال د چنګاښ میاشت کې، افغان-جاپان روغتون لپاره د الکټرونیکي توکو ۱۳ قلمه په دوه نیم چنده بیې د صافي ګلوبل کمپنیو سره لاسلیک شوي دي.

همدارنګه د دې اسنادو پر بنسټ، د شوي قرارداد سربېره د صافي ګلوبل کمپنیو پېرنې او او د اړتیا وړ نورو وسایلو نصبول له بازاره د ۶ برابره زیاتې بیې سره په افغان جاپان روغتون کې د اضافه کارۍ تر عنوان لاندې ترسره شوی او قیمت یې له عامې روغتیا وزارته غواړي. خو عامې روغتیا وزارت یاد ګروپ ته د دې پیسو له ورکړې ډډه کړې ده.

د قرارداد شرحه

د ۱۳۹۹ کال چنګاښ په ۱۸مه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو د برابرولو ریاست د توکو تدارکاتو عمومي مدیریت، د صافي ګلوبل کمپینو ګروپ «د افغان-جاپان روغتون ریاست لپاره، د کرونا ناروغانو څارنې په خاطر د اړتیا  ۱۳ قلمه الکټرونیکي توکو نصب، د ټولو ضروري چارو سره» لاسلیک کړی دی.

د دې تړون پر بنسټ، د ۱۳ قلمه الکټرونیکي توکو امر په ۳ میلیونه او ۵۹۵ زره افغانۍ ټولیز قیمت د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ له لارې افغان جاپان روغتون ته لېږل شوي دي. پورته شمېر ته په کتو تړون کې له دې ۱۳ توکو د هر یو پېرنه یې په عمده خرڅلاو کې حسابیږي. د هغې بیې اخیستنې پر بنسټ چې اطلاعات روز په خپلواک ډول ترسره کړې، دغه توکي په پرچون ډول د یو میلیون او ۴۷۹ زره او ۵۰ افغانیو په مجموعي قیمت د کابل بازارونو کې د پېرنې وړ او شتون لري.

ددې اسنادو پر بنسټ، د AHD – outdoor camera له ډوله ۷۰ عدده امنیتي کمرې، د في واحد ۵ زره افغانیو او په مجموعي قیمت ۳۵۰ زره افغانیو قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې اخیستنې پر بنسټ، د کابل بازارونو کې په پرچون ډول د دې ډول کمرو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ دی چې د ۷۰ عددو ټولیزه بیه یې له زیاته نه زیات ۱۱۲ زره افغانۍ کیږي. د تړون او بازار ترمنځ په دې عدده کمرو کې ټولیز توپیر ۲۳۸ زره افغانۍ دی.

دغه راز په دې قیمت کې، له AHD – Indoor camera ډوله ۱۳۰ عدده امنیتي کمرې د في واحد بیه ۵۵۰۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۷۱۵ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. دغه ډول امنیتي کمرې د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې، د في واحد په بیه ۱۲۰۰ افغانۍ په پرچون ډول د کابل بازارونو کې چې د ۱۳۰ عددو یې ټولیز قیمت زیات نه زیات ۱۵۶ زره افغانۍ کیږي. په تړون کې د بازار او ټاکل شوې بیو ترمنځ توپیر ۵۵۹ زره افغانۍ کیږي.

درېم اړین قلم، د XVR – ۳۲ Chaneel له ډلې ۶ عدده د کمرې دستګاوې دي چې په في بیه ۴۵ زره افغانۍ او ۲۷۰ زره افغانیو ټولیزې بیې یې قرارداد شوی دی. د کابل بازارونو کې د اطلاعات روز له خوا د دې کمرو بیې نیونې پر له مخې، في واحد ۱۶ زره افغانۍ چې د ۶ ټولیزه بیه یې ۹۶ زره افغانۍ کیږي، پیدا کیږي.  پر دې بنسټ د بازار او په تړون کې د دې دستګاه بیو کې توپیر ۱۷۴ زره افغانۍ دی.

څلورم اړین قلم، د Internal Hard Disk 4TB له ډلې د ساتونکي ۶ عدده کمرو دستګاه ده چې په ۱۵ زره افغانیو في واحد او مجموعي قیمت یې ۹۰ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، دغه ډول دستګاه د کابل بازارونو کې یو دانه یې په ۷ زره افغانیو او ټولیزه بیه یې ۴۲ زره افغانۍ په پرچون ډول لاسته راتلی شي. د بازار او ټاکل شوې بیې ترمنځ توپیر په ټولیزه توګه ۴۸ زره افغانۍ دی.

دغه راز د دې اسنادو پر بنسټ، د Network Rack له ډلې د امنیتي کمرو ۶ عدده پاکس یو دانه یې په ۳۵ زره افغانۍ او په ۲۱۰ زره افغانیو ټولیزې بیې قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې، دغه ډول پاکس امنیتي کمرې د کابل بازارونو کې په پرچون ډول یو دانه یې ۷ زره او سل افغانۍ او په مجموعي قیمت ۴۲ زره او ۶۰۰ افغانیو ترلاسه کېدی شي. د بازار او تړون کې د ټاکل شویو بیو ترمنځ توپیر، ۱۶۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ دی.

د افغان جاپان روغتون شپږم اړین توکي، د PVC Duct 40*40 له ډلې د لین پوښ ۵ ډوله بستې یا کڅوړې دي چې د یو کارتن بیه یې ۱۰ زره افغانۍ او مجموعي بیه یې ۵۰ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، دغه ډول د پوښ کڅوړې په پرچون ډول ۱۱۰ افغانۍ او په ټولیزه بیه ۵۵۰ افغانیو پیدا کیږي. د بازار او تړون کې د شوې بیې ترمنځ ۴۹ زره او ۴۵۰ افغانۍ کیږي.

دغه راز د دې اسنادو پر بنسټ، بیاځلي د PVC Duct 40*40 له ډلې د پوښ لین کڅوړه قرارداد شوې او دا ځل یې د یوه بیه ۱۹ زره افغانۍ چې ټولیزه بیه یې ۹۵ زره افغانۍ کیږي، ټاکل شوې ده.

د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې، دغه ډول د پوښ لین په پرچون بڼه یو دانه یې ۱۱۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۵۵۰ افغانۍ ترلاسه کېدی شي. د بازار او په قرارداد کې د شوې بیو ترمنځ توپیر ۹۴ زره او ۴۵۰ افغانۍ کيږي.

دغه راز د دې اسنادو پر بنسټ، د PVC Duct 25*25 له ډلې د ۵ کڅوړو د لین پوښ د یو دانه بیه یې ۵ زره افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۲۵ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، د دغه ډول لین بیه په پرچون ډول یو دانه یې ۷۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۳۵۰ افغانۍ د ترلاسه کېدو وړ دی. د بازار او قرارداد کې د شوې بیې ترمنځ توپیر په مجموعي ډول ۲۴ زره او ۶۵۰ افغانۍ کیږي.

د دې قرارداد پر بنسټ، د UPS له ډلې د برښنا ذخیره کولو واحد د یوه بیه یې ۲۰ زره افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۱۲۰ زره افغانۍ د عامې روغتیا وزارت او د ګلوبل صافي کمپنیو ګروپ سره تړون شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې د برښنا ذخیره کولو دغه ډول د کابل بازارونو کې د پرچون په ډول د في واحد بیه یې ۱۶۵۰۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۹۹ زره افغانۍ کیږي، ترلاسه کېدی شي. د بازار او په تړون کې د شوي قرارداد ترمنځ توپیر ۲۱ زره افغانۍ کیږي.

دغه راز د دې اسنادو پر بنسټ، د Cable RG6 ډوله کمرو ۵ زره متره لین د في متر بیه یې ۱۴۵ زره افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۷۲۵ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، د کمرې دغه ډول لین په پرچون توګه د في متر قیمت یې ۲۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۱۰۰ افغانۍ د کابل بازارونو کې ده. د بازار او تړون کې د ټاکلې شوې بیې ترمنځ توپیر ۶۲۵ زره افغانۍ کیږي.

د افغان جاپان د اړتیا وړ بل توکی، د EMT pipe/PVC pipe له ډلې د خلتمي لین ۵۰۰ متره پوښ چې یو متر یې په ۲۷۰ افغانۍ او په ټولیزه بیه ۱۳۵ زره افغانیو قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د قرارداد له مخې، د کابل بازارونو کې د دا ډول لین بیه یو متر یې ۴۰ افغانۍ او ټولیزه بیه یې ۲۰ زره افغانۍ کیږي. د بازار او په قرارداد کې د ټاکل شوې بیې ترمنځ توپیر ۱۱۵ زره افغانۍ دی.

د دې اسنادو پر بنسټ، د TV – ۶۵ inchله ډوله ۱۰ عدده ټلوېزیون چې د یوه عدد بیه یې ۶۰ زره افغانۍ او ټولیز قیمت یې ۶ سوه زره افغانۍ کیږي، قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې، دغه ډول ټلوېزیونونه د کابل بازارونو کې یو دانه یې په ۶۰ زره افغانۍ او په ټولیزه بیه ۶ سوه زره افغانیو موندل کیږي. د بازار او تړون کې د شوې بیې ترمنځ توپیر نه شته دی.

دغه راز د دې اسنادو پر بنسټ، د Network Switch له ډلې یو عدد سوېچ په ۲۱۰ زره افغانۍ قرارداد شوی دی. د اطلاعات روز د بیې نیونې له مخې، د کابل بازارونو کې په پرچون ډول دا سوېچ ۲۱۰ زره افغانیو ترلاسه کیږي. د بازار او په تړون کې د شوې بیې ترمنځ کوم توپیر نشته.

په ټوله کې د دې توکو پېرنه په مجموعي بیه ۳ میلیونه او ۵۹۵ زره افغانۍ د عامې روغتیا وزارت او د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ ترمنځ قرارداد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، د دې ډول توکو د وړاندې کوونکو لږ تر لږه ۵ شرکتونو، د کابل بازارونو کې په پرچون ډول، ټوله کې په یو میلیون او ۴۷۹ زره او ۵۰ افغانیو د ترلاسه کېدو وړ دي. په ټولیزه توګه، په قرارداد کې د ټاکل شوې او بازار ترمنځ بیو کې، ۲ میلیونه او ۱۱۵ زره او ۹۵۰ افغانۍ توپیر دی. په بله وینا، دا تړون په ټوله کې ۲.۴۳ برابره د بازار له بیې قیمته د عامې روغتیا وزارت او د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ ترمنځ لاسلیک شوی دی. خو په جزیاتو کې، ځینې توکي ان ۱۷۳ برابره زیات د بازار له بیو قرارداد شوي دي.

عامې روغتیا وزارت اطلاعات روز ته په تړون کې د توکو ټاکل شوې او بازار بیو په اړه ځواب کې وایي، چې تړون کې ټاکل شوې بیې هغه مهال تر ټولو ښې بیې وې او ډېری شرکتونو هغه مهال ان له بیې نیونې انکار کاوه.

د عامې روغتیا وزارت دستګیر نظري اطلاعات روز ته په ځواب کې وایي، چې دغه تړون له پېرنې سربېره، د یادو توکو نصبول هم ځان سره لري.

که څه هم د تړون عنوان کې څرګنده شوې چې د یاد قرارداد د توکو «پېرلو، نصب او ټولو اړینو چارو» په اړه تړون شوی خو د تړون متن کې او ځانګړي ډول د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ بیې نیونې په اړه، یوازې د توکو بیې راغلي او د دې توکو د نصبولو بیې ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

د عامې روغتیا وزارت له دې توضیحاتو داسې ښکاري چې په قرارداد کې د دې توکو او په بازار کې د یادو بیو ترمنځ توپیر، د نصبولو لګښت دی. که چېرته یې همداسې په نظر کې ونیسو، پوښتنه دا ده چې ولې په دې قرارداد کې د یو توکي د نصب لګښت د هغې د پېرلو له بیې څو برابره زیات ټاکل شوی دی. د بېلګې په ډول، د PVC Duct 40*40 له ډلې د لین پوښ یو بسته په دې قرارداد کې ۱۹ زره افغانۍ ټاکل شوې دي. په داسې حال کې چې د دې لین یوه بسته په بازار کې ۱۱۰ افغانۍ ده، چې دا بیو کې ۱۷۳ برابره زیاتوالی ښیي.  څنګه کولی شو توجیه کړو چې د یو بستې لین نصبولو لګښت د هغې له اخیستلو ۱۷۳ برابره زیات وي؟  

که څه هم د هغې نرخ نیونې له مخې چې اطلاعات روز ترسره کړې، د کابل بازارونو کې هېڅ ټاکلې بیه په ځانګړي ډول د الکټرونیکي توکو لګولو برخه کې نشته، خو په معمول ډول د الکټرونکي توکو لګول، په هغه لوړ حد کې هم د توکي له نیمایي بیې نه لوړیږي. د بېلګې په ډول، که یو پایه ټلوېزیون په ۴۰ زره افغانۍ وپېرل شي، د کابل بازارونو کې د دې توکي لګول له ۲ زره افغانیو نه ډېرېږي، چې دا د خپل توکي یو پر شلمه برخه جوړوي خو په دې قرارداد کې د لګولو لګښت تر ۱۷۳ پورې پام کې نیول شوی دی.

جنجالي اضافه کاري

د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ د یاد قرارداد اجراکېدو سربېره د ۱۱ قلمه الکټرونیکي توکو اخیستنه او لګول یې هم په ټولیزه بیه یو میلیون او ۸۳۱ زره او ۶۵۰ افغانۍ ترسره کړی دی.

د دې نوملړ پر بنسټ، د ۱۱ زره او ۶۱۰ متر کمرې لین اخیستنه او لګول په ټولیزه بیه یو میلیون او ۶۸۳ زره او ۴۵۰ افغانۍ، د HDMI Cable دستګاه ۱۱ متره لین په ټولیزه بیه ۱۹ زره او ۸۰۰ افغانۍ، د HDMI 3M دستګاه ۶ متره لین په ټولیزه بیه ۱۸ سوه افغانۍ، د HDMI SPLITER  دستګاه ۶ قطعې په ټولیزه بیه اته زره او څلور سوه افغانۍ او د RACK 6U دستګاه ۲ قطعې په ټولیزه بیه ۷۰ زره افغانۍ ترسره شوي دي.

دغه راز ۴۰۰ قطعې BMC په ټولیزه بیه ۸ زره افغانۍ، ۶ قطعې POE په ټولیزه بیه ۷ زره او ۸ سوه افغانۍ، ۴۰ کڅوړې ډبل پېچ په ټولیزه بیه ۳۲۰۰ افغانۍ، ۴۰۰ قطعې MOUSE په ټولیزه بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، سل متره PIP2/2 په ټولیزه بیه ۲۵ زره افغانۍ او ۶ قطعې MOUSC JOIMER په ټولیزه بیه ۱۸ سوه افغانۍ ترسره شوي دي.

اطلاعات روز د ترسره شویو اضافه کاریانو خپلواکه بیه نیونه هم د کابل بازارونو کې کړې ده. د اطلاعات روز د بیې نیونې پر بنسټ، په دې نوملړ کې درج شوي توکي په ۲۹۵ زره او ۲۹۰ افغانۍ په پرچون ډول د کابل بازارونو کې پېرل کېدی شي. د یاد شرکت اضافه کارۍ په نوملړ کې د وړاندې شویو بیو او د بازار هغو ترمنځ توپیر یو میلیون او ۵۳۶ زره او ۳۶۰ افغانۍ دی. په بل عبارت، د دې شرکت له خوا وړاندې شوې بیه، د بازار له بیې لږ تر لږه شپږ برابره ده.   

د صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ د دې اضافه کارۍ له لارې چې د دې کمپنۍ له خوا وړاندیز شوی او د عامې روغتیا وزارت په تاییدۍ د شوي قراراداد بهر شوی، یو میلیون او ۸۳۱ زره او ۶۵۰ افغانۍ له عامې روغتیا وزارت غواړي. خو د عامې روغتیا وزارت تراوسه صافي ګلوبل کمپنیو ګروپ ته د دې پېسو له ورکړې ډډه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري اطلاعات روز ته په ځواب کې د دې موضوع په اړه وایي، چې د «مالي کال پای ته رسېدو، په اضافه کارۍ کې ستونزې او او د پارلمان پلټنې کمېسیون له خوا د کرونا پروژو ته د ورکړې درېدلو» لاملونو له امله، یادې اضافه کارۍ د معاملې او اجرا وړ نه دي او پایله کې، د عامې روغتیا وزارت له خوا دې شرکت ته په هېڅ دلیل د اضافه کارۍ له لارې پیسې نه دي ورکړل شوي. ښاغلی نظری وایي، چې «یاده موضوع د ایمیل له لارې یاد قراردادي شرکت ته لېږل شوې وه.»

«دغه راپور د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ تولید شوی دی. منځپانګه یې یوازې «اطلاعات روز ورځپاڼې» پورې اړوند ده او د اروپایي ټولنې د نظرونو منعکسوونکې نه ده.»