پکتیا کې د ازموینو مرکز

پکتیا کې د برښنايي ازموینو مرکز پرانیستل شو

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د روڼتیا او فساد مخنیوي په موخه د برښنايي ازموینو مرکز پرانیستل شو.

د «پکتیس» په نوم په دغه جوړ شوي مرکز کې چې نن (چهارشنبه، ۴ د کب) پرانیستل شو، له دې وروسته به ټولې دولتي ازموینې د همدې مرکز له لارې په انلاین بڼه ترسره کیږي.

د دغه مرکز د پرانیستو مراسمو پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ضیا عبدالرحیمزي وویل، په دې مرکز کې به د ازموینو نتیجه په لنډ وخت کې نوماند شخص ته وړاندې کیږي او هم به د فساد او اړیکو پاللو مخه ونیول شي. 

عبدارحیمزي وویل: «دغه مرکز چې نن یې مونږ پرانیسته وکړه، ډېرې ګټې لري، چې له هغوی ېې د شفافیت او سرعت رامنځته کېدل دي، پخوا به د اړیکو او فساد شتون سربېره د هرې ازموینې نتیجې په میاشتو، میاشتو وخت نیوه، خو اوس به د هرې ازموینې نتیجه نوماند شخص ته په لنډ وخت کې ورکول کیږي.»

عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې له دې وړاندې یې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول برښنايي مرکزونه جوړ کړي، چې نتیجه یې مثبته او د فساد مخه پکې نیول شوې ده. 

د نوموړي په خبره چې پکتیا کې به هم له دې وروسته دولتي بستونو ته له ټولو نوماندانو په انلاین ډول ازموینې اخیستل کیږي.

هغه وايي: «مونږ په ټول هیواد کې تر دې دمه ۱۳ برښنايي مرکزونه جوړ کړي، څه موده وړاندې مو په خوست ولایت کې هم دې ته ورته مرکز پرانیست، چې هلته یې نتیجه مثبته بلل شوی او ځوانان د وړتیا له مخې خالي بستونو ته وړاندې شوي دي، مونږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې هم دغه مرکزونه جوړ کړو.»

له دې وروسته به ټولې دولتي ازموینې همدلته اخیستل کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې مرکز کې به اخیستونکې ازموینې د مرکزي ادارې له لوري هم په ژوندۍ بڼه څارل کيږي. 

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل: «کله چې دلته پکتیا کې په همدې مرکز کې انلاین ازموینې اخیستل کیږي، نه یوازې دا چې دلته به یې رهبري څارنه کوي، بلکې په کابل کې به هم د مسوولینو له خوا تعقیبږي، مونږ دلته په هر اطاق کې کېمرې لګولې دي او که چا نقل کاوه، له مرکز هم ورباندې غږ کیږي.»

بلخوا د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، د پکتیس په نوم د اداري اصلاحاتو او ښو خدمتونو جوړ شوي برښنايي مرکز سره به دولتي ادارو ته وړ او پوهه کسان دننه شي. 

د پکتیا والي حلیم فدايي وویل، هغه مهال په دولتي ادارو کې سمون راتلی شي، چې د ګمارنو لړۍ له اړیکو او فساد څخه خوندي وي. 

فدايي داسې وايي: «هر چا له دې وړاندې همدا خبره کوله، چې ګمارنې د اړیکو او بیسو په زور کیږي، خو زه خوښ یم، چې اوس به هغه خبرې هم له منځه لاړې شي، چې خلکو به کولې او له دې وروسته به د شخص کار په کمپیوټر کې له شته سوالونو او ځوابونو سره وي، څوک پکې ګوتې نشي وهلی او نه هم د فساد او اړیکو پاللو ته زمینه برابرېدای شي.»

فدايي زیاته کړه، چې نږدې وخت کې به د لازیاتو اصلاحاتو راوستو په موخه په مرکز ګردېز کې د اسان خدمتونو مرکز هم پرانیستل شي.

فدايي وايي: «زه د پکتیا ولس ته یو بل زیری هم لرم، هغه دا چې مونږ له مرکزې ادارې سره خبرې کړې او ډیر ژر به په پکتیا کې د اسان خدمتونو مرکز هم پرانیستل شي، هغه ستړې چې دوی یې د فاسپورټ یا نورو برخو کې کابل ورپسې تګ کاوه، د دې مرکز له جوړېدو وروسته به په پکتیا کې خپل مشکلات حل کوي.»

بلخوا د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي، پکتیا کې د چارواکو له خوا ځینې مرکزونه جوړیږي، خو د نه څارنې له امله په لنډ وخت کې یې فعالیت درول کیږي. 

د ولایتي شورا غړی محمد الرحمان قادري زیاتوي، که د برښنايي ازموینو له مرکزه په سم ډول څارنه ونشي، نو دا مرکز به هم د ( GSM ) یا ښې حکومتولی مرکز په ډول له منځه ولاړ شي. 

د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي، پکتیا کې د چارواکو له خوا ځینې مرکزونه جوړیږي، خو د نه څارنې له امله په لنډ وخت کې یې فعالیت درول کیږي. 

د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمد الرحمان قادري: «مونږ خوښ یو، چې دا مرکز یې راته جوړ کړ، خو که سمه څارنه او تعقیب یې ونشي، پکتیا کې له دې وړاندې نور نمایشي کارونه هم شوي دي، لکه جي ایس ایم چې مصارف هم ورباندې وشول، خو وروسته ناکام او د له منځه تلو په حال کې دی.

زمونږ هیله دا ده، چې ولایتي اداره باید نمایشي کار ونکړي، چې یوازې یې د رسنیو په مخ کې پرانیسته وکړي او یا نه دا چې پکتیا وال ورباندې غلط کړي، بلکې دغه سیتم باید په منظم شکل مخته یوړل شي.»

پکتیا کې د دولتي ادارو په چوکاټ کې د ازموینو او ګمارنو پر مهال د فساد او اړیکو پاللو له امله پر حکومتي سیستم د خلکو باور را کم شوی دی. 

د پکتیا اوسیدونکي تمه لري، چې د پکتیس په نوم د برښنايي ازموینو له مرکز سره به په ازموینو کې هم روڼتیا رامنځته شي او وړ اشخاص به په دولتي ادارو کې په دندو وګمارل شي.