علیپور

د علي پور د نیونې لپاره د شپې پر مهال د کورونو پلټنه

د سیمې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له لوري د شپې پر مهال د کورونو له پلټولو خوښ نه دي

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړه: حبیب الله سراب

د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالي کې ځايي سرچېنې وايي، ځانګړو ځواکونو د تېرې سه شنبې له شپې راهیسې د سیمه ییز قومندان علي پور د نیولو په موخه د کورونو په پلټنې لاس پورې کړی دی. د دې سرچینې په خبره امنیتي ځواکونو د سه شنبې شپې راهيسې د سیمه ییزو مشرانو او قانوني جواز پرته کورونه پلټلي دي، چې په سیمه کې یې ویره او ډار خپور کړی دی.

د بهسود ولسوالي د مرکز لومړۍ حصې اړوند «سیاه توبه» سيمې ۶۲ کلن اوسېدونکي ارباب حشمت اطلاعات روز  ته وويل؛ د سه شنبې شپه هغه مهال چې دی او کورنۍ يې ويده وو، امنيتي ځواکونو په زوره دروازه وټکوله او کور ته يې داخل شول.

نوموړي وويل: «د شپې ۱:۳۰ بجې وې، چې زموږ دروازه په زوره وټکېدله، پرته له دې چې ووايي تلاشي کوي او د ملي اردو سرتېري دي، ماته يې امر وکړ چې ووځم، زه يې تلاشي کړم. بيا خونو ته ننوتل تلاشي يې کړې. چې بېرون ووتم متوجه شوم چې د کلي نورو کورونه هم پلټي، د خلکو لپاره يې وېره پيدا کړې ده.»

د لومړۍ حصې د اطرافو د کليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تلاشي کور په کور خلک په وېره کې اچولي او ډېری يې د سيمې پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د بهسود ولسوالي لومړۍ حصې «سیاه بوته» کلی – انځور له ټولنیزو شبکو څخه

د لنګر کلي يو بل اوسېدونکي عبدالله د ټيليفون په کرښه اطلاعات روز ته وويل: چې نن ورځ له غرمې وړاندې (چهارشنبه، د وري څلورمه) د امنيتي ځواکونو له ۳۰ ډېر ټانکونه د ولسوالي د مرکز اړوند سيمې د «ناله سنګ» کلي په لور حرکت کړی او روان دي، چې د ۱۰ په شاوخوا کې کورونه چې هلته موجود دي تلاشي کړي. د عبدالله په خبره  دوه شپې او ورځې کېږي، چې د علي پور او د هغه د کسانو د نيولو په موخه د لومړۍ حصې ولسوالي اړوند د يو شمېر کليو کور په کور پلټنه پيل شوې ده. هغه وويل: «دولت ډېر وحشت خپور کړی. خلک وېرېږي چې د شپې نظاميان راځي او د خلکو کورونه تلاشي کوي. له دې امله ډېری خلکو پرېکړه کړې، چې له سيمې کډه شي.»

د دلوې په لسمه کله چې د بهسود په لومړۍ حصه ولسوالي کې په اعتراض کوونکو ډزې وشوې، چې له دې وروسته د ولسوالي مرکز او اړونده کلیو کې نظامي او جنګي حالت رامنځته شوی دی، د ولسوالي په مرکز کې میشت امنیتي ځواکونه چې د الله داد فدايي په مشرۍ هلته تللي و د مقامت جبهې د اړوند ځواکونو له لوري کلابند و.

د سیمې د خلکو په وینا په دې یوه میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ څو ځلې وسلوالې نښتې وشوې، چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښته. په دغه وخت کې د ولسوالي اړوند ګڼ خلک له خپلو کورونو بېځایه شول.

د حوت په ۲۷ د ملي اردو د یوې چورلکې له لویدو  وروسته امنیتي ځواکونه د علي پور د نیولو په لټه کې دي، خو هغه او ملګري یې له ساحې پټ شوي دي. اوس امنیتي ځواکونه د ولسوالي په کلیو او بانډو کې د کورونو تلاشي پیل کړې او د علي پور او ملګرو په لټه کې دي. 

پېښو ته د رسېدنې برخه کې د دولت وزارت اعلان کړی، چې د بهسود ولسوالي په اولې حصې کې یې ۲۰۰۰ کورونو ته لومړنۍ مرستې په نظر کې نیولې دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم اطلاعات روز ته وویل، د دې له امله چې هلته په سیمه کې شبکې په سم ډول کار نکوي او له ولسوالي سره اړیکې نه نیول کیږي، نو ځکه له دوی سره د بېځایه شویو کره شمېر ندی معلوم، خو دغه وزارت ۲۰۰۰ کورنیو ته مرستو ویش په نظر کې نیولی ده.

هغه وویل، چې تېره ورځ یې ۱۵۰ کورنیو ته لومړني خوراکي توکي، لکه وړه، وریجې او غوړي ویشل شوي دي. د سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالله هم مني، چې تېره ورځ د مرستو بستې ځینو خلکو ته وېشل شوې دي.

پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت وايي، چې تېره ورځ د بهسود ولسوالي په لومړۍ حصه کې د ۱۵۰ کورنیو سره مرستې ویشل شوې دي- انځور د دفاع وزارت له فیسبوک پانې څخه

خو د عبدالله په وینا چې د امنیتي ځواکونو د کور په کور تلاشي له کبله  د بېځایه شویو شمېر زیات شي: « هوا سړه ده. خلک چې واوري امنيتي ځواکونه يو کلي ته د پلټنې لپاره تللي، نږدې کلي کډه کولو  ته اړ کېږي.»

د ميدان وردګ ولايت د ولايتي شورا غړی حسين علي بليغ هم تایيدوي، چې حکومتي ځواکونو په سيمه کې کور په کور پلټنې پيل کړې او تر اوسه يې څو کلي تلاشي کړي دي. هغه د ټيليفون په کرښه اطلاعات روز ته وويل، چې خلک د ورځې له لوري د تلاشي کوم شکايت نه لري، خو د شپې تلاشي خلک غوسه او ازار کړي دي: «له خپلو موکلينو سره چې په اړيکه کې شوم، و يې ويل؛ تېره ورځ مازديګر حکومتي ځواکونو د ولسوالي اطرافو  يوې سيمې ته تللي و او د کورنۍ غړي يې له کورونو و اېستل، مبايلونه يې ترې واخيستل او کورونه يې وپلټل، له دې کار خلک ناخوښ وو، خو  ځينې نور موارد هم و، چې امنيتي ځواکونه د شپې ناوخته د خلکو کورونو ته ورغلي دي. د پلټنې دغه لاره د خلکو لپاره د منلو وړ نه وه.»

ښاغلی بليغ زياتوي، کله چې د عملياتو له مسئول سره په اړيکه کې شو او د شپې پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د پلټنو په اړه ترېنه وپوښتل، نو د عملياتو مسوول يې په ځواب کې وويل، چې دوی د دا ډول عملياتو امر نه دی کړی او دا کار د امنيتي ځواکونو تر منځ له همغږۍ پرته تر سره شوی دی.

د ميدان وردګ ولايت والي عبدالرحمن طارق کور په کور تلاشي ردوي او وايي، چې امنيتي ځواکونه هغه سيمې پلټي، له کومې سيمې چې د خطر احساس کېږي. هغه اطلاعات روز ته وويل: «په ډاډ سره ويلی شم، چې کور په کور تلاشي نه ده، يواځې هغه ځايونه تلاشي کېږي، چې امنيتي ځواکونه له هغه ځای څخه د ګواښ احساس کوي، يا له هغه ځای څخه مالومات تر لاسه کوي او يا له هغه ځای ډزې کېږي. له دې پرته کور په کور پلټنه نه کېږي.»

د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالي کې د کب په ۲۷ مه د ملي اردو يوه چورلکه وويشتل شوه. د پېښې په سبا دفاع وزرات پرته له دې چې د چورلکې ويشتل کېدل په کومې ډلې پورې وتړي، خبر  خپور کړ. دوه ورځې وروسته علي پور اعلان کړه، چې ويشتل شوې چورلکه د جکړې لپاره راغلې وه او د هغه کسانو نسکوره کړې ده. د چورلکې د سقوط په درېيمه ورځ حکومتي مسوولينو، له ولسمشر غني نيولې د دفاع او کورنيو چارو وزراتونو سرپرستانو او د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان پورې د سخت غچ اخيستلو وويل او  سيمې ته يې اردو او پوليس ولېږل.» 

که څه هم بهسود ته د لېږل شويو امنيتي ځواکونو شمېر نه دی مالوم، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د پوليسو د ځانګړو قطعو، کمانډو، اردو، د عامه نظم او ملي امنيت ځانګړې قطعې له ۱۰۰ ډېر ټانکونه او له زرو ډېر سرتېري بهسود کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملي دفاع وزارت دوه ورځې وروسته اعلان وکړ، چې د علي پور قرارګاه يې نيولې او په دې بريد کې يې د علي پور ۱۲ تنه وژلي او شپږ تنه نور ټپيان دي. دغه وزارت همدارنګه اعلان وکړ، چې په دې عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات په دغه سيمه کې موندل شوې دي.

خو سيمه ييزې سرچينې وايي، کوم ځای چې حکومتي ځواکونو په نښه کړی، مخکې له دې چې علي پور له هغه څخه د نظامي اډې په توګه کار واخلي، د مديرا په نوم د يوې خدمتي موسسې ځای و او وروسته د زده کړې په مرکز بدل شو. هغوئ وايي، دغه مرکز هممهاله د زده کړې او له خلکو سره د علي پور د ليدنې ځای و.

د بهسود ولسوالي د مرکز په لومړۍ حصه کې د علي پور د قرارګاه انځور، چې د دفاع وزارت په وينا اوس تخريب شوې ده- انځور د دفاع وزارت له فېسبوک څخه

له درې ورځو راهيسې چې دغه امنيتي ځواکونه په بهسود کې ځای پر ځای شوي، د دواړه لوريو ترمنځ هېڅ نښته نه ده رامنځته شوې. علي پور او وسله وال يې په سيمه کې شتون نه لري او حکومتي ځواکونو د هغه د موندلو لپاره کلي په کلي، کور په کور پلټنه پيل کړې ده، خو تر اوسه د علي پور په نيولو نه دي بريالي شوي.