منیب

عبدالحکیم منیب: حکومت او طالبان دې د جنګ پای او اسلامي حکومت لپاره د قدرت قربانۍ ته تیار شي

اطلاعات روز: د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب وایي، افغانستان کې د سولې راتګ او د اسلامي حکومت ټینګېدو لپاره د واک قرباني ورکړي.

مولوي عبدالحکیم منیب چې نن (شنبه، ۷ د وري) یې کابل کې یوې ناستې ته وینا کوله وویل، چې طالبان باید اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې د افغانستان دننه او دباندې نزاکتونه پام کې ونیسي او د جګړې پر ځای دې سوله د حل لار وګوري.

 ښاغلي منیب طالبانو ته په خطاب کې وویل: «شخصي او ګوندي ګټې شا ته پرېږدئ، اوربند وکړئ، خبرو ته راشئ. د ارزښتونو په سر معامله مه کوئ. د اسلام نظام ټینګېدل او د اسلامي حدودو ټینګېدل یوازې ستاسو هیله نه ده، بلکې دا د ټولو ده، څوک چې کلمه وایي، ټول اسلامي نظام غواړي، خو د دې ارزښتونو لپاره قربانۍ ورکړئ. څنګه چې موږ حکومت ته وایو، چې د نظام ساتنه مو ارزو ده، خو د نظام ساتنه یوازې د حکومت له ریاسته نه ده، بلکې د قضایه، مقننه او د ملي ځواک له ساتنې ده.»

نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال که د افغانستان او امریکا حکومتونه او سیاسیون د سولې لپاره منطقي دریځ ولري او طالبان یې رد کړي، په وینا یې دا هماغه سهوه ده چې پخوا تکرار شوې.

له بلې خوا د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر د افغان حکومت په مشرتابه هم د «انحصاري سیاست» تور په لګولو نیوکه وکړه او ترې ویې غوښتل، چې باید د لورینې او ملي ګټو سیاست وکړي.

د افغان حکومت مشرتابه ته په خطاب کې ده وویل: «که له منحصرې کړۍ راووتې د ټول افغانستان به شې. که دې د لورینې سیاست وکړ د ټول افغانستتان محبوب به شې. که دې د شخصي ګټو پر ځای دې د ملي ګټو سیاست وکړ، ځواکمن به شې. د تاریخ حافظه او هنداره کې وګورئ، هر چا چې د ګټو او حذف سیاست کړی، هغوی په خپله حذف شوي او تاوان یې کړی. د مینې او لورینې سیاست، د ملي او سیاسي اجماع سیاست وکړه.»

ښاغلي منیب په خپلو خبرو کې وویل، چې حکومت نه ملي او نه سیاسي اجماع لري. د ده په وینا چې افغان حکومت، د ملي پخلاینې عالي شورا او مذاکراتي ټیم د افغان سولې په اړه د ترکیې راتلونکې ناسته کې د ټول ولس استازیتوب نه شي کولی. د ده په وینا، له همدې باید یوه سیاسي او ملي اجماع رامنځته شي.

ده وویل: «دوی وایي، تېره مشورتي لویه جرګه ملي اجماع وه، خو تاسو ولیدل چې ډېرو سیاسي مشرانو دا رد کړه. دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا سیاسي اجماع نه، بلکې دا د دوو ټاکنیزو ډلو استازولي کوي. په ټاکنو کې چې څومره رایه کارېدلې د ټولو درغلیو سره د ۴ سلنه خلکو استازیتوب کوي، پاتې ۹۶ سلنه نور خلک خپل استازي نه لري.»

ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته د روان زېږدیز کال راتلونکې یانې اپریل میاشت کې ترسره شي.

ښاغلي منیب زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکې کې د دیني عالمانو رول مهم دی او باید په سولې او نورو اړینو برخو کې ورته ځانګړی ځای ورکړل شي. د ده په وینا، چې عالمان افغانستان کې ملي، شرعي او سیاسي سوله راوستلی شي، د استدلال ژبه او ځواکمن دلیل لري، خو په وینا یې که عالمان له سولې لېرې شي، بدې پایلې به ولري.

د حرکت انقلاب اسلامي مشر دغه راز د امریکا نوې طرحې او په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو ته په اشارې وویل، چې یاده طرحه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د یو کلن «ناکامو» خبرو اترو محصول او غبرګون دی.

د ده په وینا: «د امریکا طرحه د افغانستان د حکومت او د طالبانو په دوحه د یو کلن ناکامو مذاکراتو محصول او غبرګون دی. په دوحه طالبانو او د افغان حکومت دواړه ثابته کړه او خپل ظرفیت یې په ډاګه کړ چې افغانستان کې د سولې راتګ او جنګ پای لپاره یو بل نه شو بښلی، یوبل نه شو زغملی، یو بل ته نه شو رسېدلی او د سوله ییز ژوند لپاره معیارونه نه شو ټاکلی.»

ښاغلي منیب په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان قضیه یوازې افغاني اړخ نه، بلکې سیمه ییز او نړیوال اړخ هم لري. او «ټرایکا» ناسته دا ښیي، چې امریکا، روس، چین او پاکستان له ټولو نزاکتونو سره، سره چې دغه هېوادونه یې یو بل سره لري، د افغانستان د قضیې لپاره سلا او یو شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو سټراټیژي نور د جنګ نه، بلکې د اقتصادي ګټو ده او په وینا یې چې د ټرایکا دغه حالت د افغانستان د ملي ګټو سره په ټګر کې نه ده.