پاڅونوال

ننګرهار کې ۵ پاڅونوال وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې پنځه پاڅونوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په «کمبو» سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې پنځه پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره په دې نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې پر پوستو ډله ییز دغه برید کې یې د قوماندان شین ګل په نوم ۵ تنه پولیس او پاڅونوال وژلي او ۳ نور یې ټپي کړي دي.