خوست

د خوست صبریو ولسوالۍ د جګړو په اور کې؛ د ملکیانو پر وژنې ان خلک او مسوولین ډاډه نه شي غږېدلی

خبریال: حبیب الله سراب

صبري د خوست له ناامنه ولسوالیو ګڼل کیږي، چې ډیر کله ترې د جګړو او نښتو راپورونه ورکول کیږي، په دې ولسوالي کې وړمه شپه (شنبه، ۷ د وري) د وسله والو طالبانو او د خوست ځانکړو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د خلکو د استوګنې ځینې کورونه هم نړول شوي دي. 

ویل کیږي، چې په صبریو ولسوالي کې دغه عملیات د ابه خېل، زمبر مکتب او رحیم کلي سیمو کې شوي دي، چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا ډیری قربانیان یې ملکي وګړي دي. 

د صبریو ولسوالي د زمبر مکتب اوسېدونکی چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې په کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، نوموړي چې د ماشوم جسد یې په غېږ کې نیولی و، د خبرو پر مهال وویل، چې دوی لا د شپې ډوډۍ نه وه خوړلې، چې هاوان یې په کور ولګېده او د کورنۍ څو غړو ته یې په کې مرګ-ژوبله واوښته. 

د پېښې عیني شاهد او د شپنیو عملیاتو قرباني وايي: «یو ماشوم او د هغې مور یې په شهادت ورسېده، د دې ماشوم مور په پخلي کولو بوخته وه، زما یو بچی د کور په دروازه کې ولاړ و، هغه او یو بل د زنانه خاوند ټپيان شوي دي، هاوان د شپي هغه مهال راغی، چې دلته سیمه امنیتي ځواکونو نیولې وه، امریکایان هم ورسره و، هلیکوپټرې او طیارې هم ټوله شپه تاوېدلې.» 

د صبریو ولسوالي د زمبر مکتب اوسېدونکی چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې په کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، د ماشوم جسد یې په غېږ کې نیولی او وایي، چې د کورنۍ ګڼ شمېر غړي یې وژل شوي.

د صبریو ولسوالي همدا قرباني زیاتوي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، چې زیان یې تر ډیره په کې ملکیانو ته اوښتی دی. 

نوموړي وویل: «دغه زمونږ کلی دا ډیر وخت کیږي، چې کلابند دی او دلته عملیات روان دي، کله چې جګړه سخته شي، نو دوی له وېرې هاوانونه او راکېټونه پیروي او د ملکي خلکو په کورونو لګیږي. زمونږ په سیمه کې ضربتیانو او امریکایانو عملیات پیل کړي، خلک د شپې له کورونو راباسي او دغه کورونه یې هم ټول تلاشي کړي دي.»

بلخوا د خوست ولایتي مسوولین وايي، د صبریو ولسوالي د با امنه کېدو په موخه یې چاڼیز عملیات پیل کړي او پر مهال یې د افغان ځواکونو له لوري ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده. 

که څه هم په دې اړه ځايي خلک د امنيتي ستونزو له امله رسنيو ته څه نه شي ويلی، خو دا ډول خپلسري عمليات وحشتناکه او د خلکو په زيان بولي، دوی له اړونده امنيتي ادارو غوښتنه کوي، چې د ملکي خلکو ژوند ته بايد جدي پام وکړي.

د خوست والي مهمند کټوازي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو هڅه پیل کړې، تر څو په خوست ولایت کې لویې لارې ناامنه کړي. 

مهمند کټوازی وايي: «وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د خوست په صبریو ولسوالي کې تحرکات زیات کړي او له دې لارې یې د علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو لویې لارې هم نا امنه کړې وې، په دغو عملیاتو کې زمونږ څلور سرتیري هم ټپیان شوي دي.»

مهمند وایي، د وړمې شپې د هغو عملیاتو پر مهال چې ملکیانو ته په کې د اووښتې مرګ-ژوبلې شمېر تر لسو ډیر ښودل شوی، په کلکه ردوي او وايي، د ځانګړو ځواکونو له لوري هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اووښتی. نوموړی زیاتوي، چې په کور کې د طالبانو د ماین چاودنې له امله یو ماشوم، ښځه او یو هم نارینه وژل شوي دي. 

د خوست والي مهمند کټوازی وایي، د ځانګړو ځواکونو له لوري هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اووښتی.

ښاغلي مهمند اطلاعات روز ته داسې وویل: «کوم عملیات چې په صبریو کې پیل شوي، د دې عملیاتو پر مهال هیڅ ملکي وګړي نه دی وژل شوی او هغه ماشوم او ښځه، چې په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي، دا د طالبانو په ماین کې  کې وژل شوي دي، په یو کور کې ماین ساتل شوی و، چې ورباندې یې چاودنه کړې، زمونږ عملیات بریالي روان دي او تر اوسه مو لسګونه وسله وال طالبان وژلي دي.»

په خوست کې د ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال هم په صبریو ولسوالي کې د شپنیو عملیاتو خبره مني او وايي، وسله والو طالبانو په صبریو ولسوالي کې نظامي قرارګاه درلوده او له دې ځایه به یې په خوست کې لوی بریدونه ترسره کول.

نوموړی زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال ځانګړو ځواکونو له وسله والو طالبانو سره په سیمه کې جګړه هم کړې، چې له امله یې د طالبانو د وسلو زېرمتونونه او د نښتې پر مهال د هغوی جسدونه هم امنیتي ځواکونو ته لاسته ورغلي دي. 

لکڼوال وویل: «مونږ ته چې کوم مالومات را رسېدلي، په صبریو کې د طالبانو ولسوالي او د هغوی د وسلو لوی، لوی ډیپوګانې او زندانونه و. په ترسره شویو شپنیو عملیاتو کې د وسله طالبانو لوی مرکز په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی. دغه عملیات خپلسري نه و، د نورو امنیتي ارګانونو او خلکو سره په همغږي ترسره شوي دي.»

خوست کې د ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال وایي، عملیات شوي خو ملکیانو ته مرګ ژوبه په یو کور کې د ساتل شوي ماین چاودنې له امله وه.

نوموړی هم د ملکي تلفاتو موضوع مني، خو وايي، ښځو او ماشومانو ته هغه مهال مرګ-ژوبله واوښته، چې په یو کور کې ساتل شوي ماین ورباندې چاودنه وکړه.

د لکڼوال په خبره، چې په دغه پېښه کې د یو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي. ښاغلی لکڼوال وايي: «کوم تلفات چې په صبریو کې ملکي وګړو ته اووښتي، د هغه کیسه داسې ده، چې په یو کور کې ماین ساتل شوی و، کله چې د کور خاوند له چاپې خبر شوی، غوښتل یې دغه ماین له خپل کوره یوې لرې ساحې ته ولېږدوي، په دې ځای کې یې ورباندې چاودنه کړې، مونږ ته چې کوم مالومات را رسېدلي، د دغه ماین د چاودنې له امله ماشوم، ښځه او سړی وژل شوي دي.»

د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د ترسره شویو عملیاتو او پر مهال یې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مخکښو سیاسي څېرو او ولسي جرګې هم غبرګون ښودلی دی. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فیسبوک پاڼه د دې پېښې د غندلو ترڅنګ لیکلي، چې د دا ډول عملیاتو پر مهال باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي. 

د خوست صبریو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات لا هم روان دي.

په همدې حال کې نن د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم دغه پېښه خواشینوونکې بللې او ډاډ یې ورکړی، چې د جرګې داخلي کمیسیون به په دې اړه څېړنه وکړي. 

ښاغلي رحماني ویلي: «د خوست صبریو پېښه چې په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، دردوونکې ده، مونږ به د جرګې داخلي کمیسیون ته دنده وسپارو، چې ددې پېښې څرنګوالی وڅېړي او پایلې یې د جرګې له استازو سره شریکې کړي، څو هغه ګامونه چې د جرګې په قانوني واک کې دي، واخلي.»

خوست کې د ملکي وګړو په اړه لاهم ضد او ناقص راپورونه ورکول کیږي، وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د « KPF » یا د خوست ځانګړو ځواکونو له لوري د صبریو ولسوالي په زمبر مکتب، ابه خېل او رحیم کلي سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو چاپې وهل شوې، چې د دوی په وینا په دغو عملیاتو کې تر شلو پورې ښځو او ماشومانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده. 

خلک له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خپلسرو عملیاتو مخه دې ونیسي او د جګړو پر مهال دې د ملکي وکړو ژوند ته پام وشي.