خوست

د لویې پکتیا اوسېدونکي د سولې پروسه کې د وروستیو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ساتنه غواړي

اطلاعات روز: خوست کې زرګونه کسانو له شته نظام او جمهوریته ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې روانو خبرو کې باید د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

پرون (یکشنبه، ۸ د وري) د خوست ولایت په مرکز کې د لویې پکتیا زرګونه اوسېدونکي له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه راټول شوي و، چې په کي قومي مشران، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو ګډون درلود. 

په یاد ولایت کې د جمهوریت په ننګه راټولو شویو خلکو د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، چې د موقت حکومت ترخې تجربې یې لیدلې او بیا چاته اجازه نه ورکوي، چې یو ځل بیا د پردو ګټو لپاره شته نظام له منځه یوسي. 

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي غفارخان تڼي وويل، په نظام کې ځينې کړۍ شته چې د سولې مخالفت کوي، که څه هم نوموړي په ښکاره د چا نوم وا نه خیست خو ویې ویل چې ځینې ګوندونه او کړۍ په سوله کې خپلې شخصي ګټې او ژوند په خطر کې ویني، نو ځکه د سولې مخالفت کوي.

هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې په راتلونکو خبرو کې داسې دريځ ونيسي چې په هغه کې د ولس غوښتنې پام کې نیول شوي وي. 

تڼي وویل: «د خپل دولت تر څنګ ولاړ و او ولاړ به يو، د افغانانو مذاکراتي ډله او زموږ تورسرې هلته په قطر کې د خبرو لپاره ورته انتظار کوي، خو دوی چکرونه وهي او له پنجاب، شورويانو او نورو څخه د دې لپاره مشورې اخلي، چې افغانان نور څنګه وځپي.»

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي غفارخان تڼي وويل، په نظام کې ځينې کړۍ شته چې د سولې مخالفت کوي.

د لویې پکتیا مشران وايي، که په هيواد کې جمهوریت د کومې سیاسي معاملې قرباني شي، د تېر په څېر به دا هېواد او ولس یو ځل بیا له پرمختګ څخه څو لسیزې وروسته پاتې شي.

غونډې ته د ځدراڼو قوم یو تن مشر مارک ځدراڼ وويل، د لویې راټولېدنې موخه يې له موجوده نظام څخه په کلکه دفاع او د موقتې ادارې په نوم د نوي جوړښت مخالفت دی، خو په عین مهال یې پر افغان حکومت هم نیوکه کوله چې مشرانو يې د ټاکنو پرمهال له خوستوالو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې. 

نوموړی وايي: «طالبانو چې کومې خبرې په شوروي کې وکړې، دا ډېره د شرم خبره ده. دوی د افغانانو د پخواني دښمن له مرکز څخه د تورمخي په اشاره د افغانانو د وژنې پيغام ورکوي. نن چې د لویې پکتیا ولسونه دلته راټول شوي، دا د نظام په ملاتړ راټول شوي، موږ منو چې نظام کې ستونزې موجودې دي، خو ولې بیا هم ددې نظام او جمهوریت ملاتړ په کاردی.»

په خوست کې جوړې شوې غونډه کې وزیریستاني مشرانو هم ګډون درلود او له شته نظامه یې په کلکه ملاتړ وکړ. 

قومي مشر قاضي احمد ببرکزي د دې غونډې په څنډه کې چې له خوستوالو سربېره ګڼو وزیرستانیو مشرانو او ځوانانو هم برخه په کې اخېستې وه وویل، چې څو لسیزې مخکې افغانانو جمهوریت له لاسه ورکړ، چې له امله یې دا هېواد او خلک يې د سترو بربادیو سره مخامخ شول، نو اوس چې جمهوریت لرو، باید ويې ساتو.

ببرکزي زیاته کړه: «په تېرو شلو کالونو کې موږ واقعا ډېر څه ترلاسه کړي، خو د قربانیو په نتيجه کې، نو ځکه خوستي ولسونه د تېر په څېر له خپل جمهوریت او نظام څخه ملاتړ کوو.»

په دې غونډه کې وزیریستاني مشرانو هم ګډون درلود او له شته نظامه یې په کلکه ملاتړ وکړ. 

د اوسني نظام د لاسته راوړنو څخه یوه هم چې په اوس وخت کې افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورباندې حساب کوي، هغه ښځو ته د خپلو څه نا څه حقونو ورکول او دوی ته د زده کړو او د کار د شرایطو برابرول دي.

مدني فعالې زینب افغان وویل، د جګړې څخه تر ټولو ښځې ډېرې اغېزمنې دي، خو داسې سوله غواړي، چې په هغه کې د ښځو د وروستیو دوه لسیزو پرمختګونه او د دوی حقونه خوندي پاتې شي.

ذینب افغان وویل: «د روانې جګړې له امله د هېواد په ټولو ولایتونو کې ډېرې ښځې بې سرپرسته شوې او له سختو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي. افغانې مېرمنې د کورنۍ تاوتریخوالي، اجباري ودونو او زده کړو ته د نه لاسرسې ترڅنګ د روانو جګړو له امله هم ځوریږي او د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي.»

د ذینب په وینا، خلک له جګړې ستړي دي او داسې سوله غواړي چې حقونه یې او ملي ګټې په کې خوندي وي.

نوموړې وویل: «طالبان دې په دې پوه شي چې د جګړو دوام هیڅ ګټه نه کوي او د سولې راتګ لپاره دې اوربند وکړي. مونږ داسې سوله غواړو او ترې ملاتړ کوو، چې د ښځو د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې په کې خونډي وي.»

په دې غونډه کې ښځینه ګډونوالو ټینګار وکړ، چې باید د سولې خبرو کې یې حقونه او تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.

ګډونوالو په ورته مهال له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغان سولې پرځای دې د افغانستان پرهغو ګاونډیانو فشار راوړي کوم چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د جګړې روان اور ته لمن وهي.

په دې اړه د ولایتي شورا پخوانۍ غړی عبدالولي واحدزي وویل: «د سولې روان بهیر ډیر پېچلی دی، مونږ په نړیوالې ټولنې او بلخصوص له امریکا څخه په دې بهیر کې د رښتیني همکاري تمه لرو، زمونږ د سولې په بهر کې دې ګاونډیان خپلې شخصي ګټې نه لټوي.»

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شته نظام او جمهوریت څخه په داسې مهال د ملاتړ غږ پورته کیږي، چې وسله والو طالبانو او ځینو سیاسي څېرو د سولې لپاره په موقتې ادارې ټینګار کړی دی.